BBC News, پښتو - کور پاڼه
ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: که ایران ۴۸ ساعتو کې "جوړجاړي" ته غاړه کېنږدي، "دوزخ به پرې جوړ کړو"
ولسمشر ټرمپ دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړی چې ایران کې د امریکا د راغورځول شوې جنګي جیټ الوتکې د وسلو د سیسټم افسر د موندلو د لټون عملیات لا هم روان دي. د ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې د دې الوتکې د عملې د نیولو لپاره انعام ټاکل شوی دی. امریکايي چارواکو ویلي چې د فارس خلیج پر فضا یې یوه بله جنګي الوتکه هم ولېدلې ده.
مهم خبرونه
ایران کې د وېشتل شوې امریکایۍ الوتکې د عملې ورک غړي موندلو لپاره "وېروونکي او خطرناک" عملیات
لومړني راپورونه ښيي چې د ایران په فضا کې د غورځېدلې امریکایۍ اېف-۱۵ جنګي الوتکې پیلوټ ژغورل شوی دی. که تایید شي، نو دا به د امریکا لخوا له لسیزو راهیسې د جګړې پر مهال د لټون او ژغورنې ماموریتونو په اوږد تاریخ کې وروستی مورد وي.
افغانستان کې د زلزلې له امله ۱۲ کسان مړه شوي دي
د افغانستان پلازمېنه کابل او څو ولایتونه بېګاه یو زورورې زلزلې ولړزول چې د چارواکو په وینا د لومړنیو راپورونو له مخې لږترلږه ۱۲ کسان پکې مړه او څلور نور ژوبل شوي دي. تر ټولو زیاته مرګژوبله په کابل کې اوښتې ده. د دغه ولایت په بګراميو ولسوالۍ کې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او یو ماشوم ټپي شوی دی.
د ایران جګړه: ایا خلیجي هېوادو کې د ژوند په بیه کار کول هوښیاري ده؟
له بریدونو وړاندې د خطر زنګ اورېدو سره نورما تکتون دعا ګانې پیلوي. نهه څلوېښت کلنه نورما قطرکې د کور یوه خدمتګاره ده، ددې مېړه او درې کوچنیان زرګونه کیلومتره لرې په فیلپین کې اوسېږي. قطر یو له هغو هېوادو دی چې د ایران پرضد د امریکا او اسرائیلو جګړې کې بند پاتې دی. نورما هر وخت لاس په دعا وي چې کله به په خوندي ډول خپل هېواد ته ستنیږي.
د بورکینا فاسو پوځي مشر: دېموکراسي باید "هېره" کړو
د بورکینا فاسو پوځي مشر تورن ابراهیم تراوري ویلي دېموکراسي د ازادۍ او ثبات پر ځای "تاوتریخوالی او وژنې" رامنځ ته کوي. ابراهیم تراوي، چې درې کاله وړاندې یې یوې پوځي کودتا کې واک ترلاسه کړ، له دولتي تلویزون سره یوې مرکې کې داسې وښودله چې افریقایان دیموکراتیک سیستم او نظام نه غواړي، او بورکینافسو یې خپل بدیل نظام لري، خو ده په دې اړه تفصیل ورنه کړ.
فرانسه کې محکمې د مسلمانانو پرغونډې بندیز لغوه کړ
د پاریس په شمال کې د مسلمانانو یوه لویه غونډه به د پلان له مخې ترسره کېږي. هالته حکومت په دې غونډه بندیز لګولی و، خو یوې فرانسوي محکمې د واکمنو دا غوښتنه رد کړه، چې غوښتل یې د یادې غونډې مخنیوی وکړي.
لنډې ویډیوګانې
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
چين د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي
د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د چین په ارومچي ښار کې د خبرو په دویمه ورځ کوربه بېجېنګ دا خبرې مثبتې او په پرلپسې ډول د پرمختګ په حال کې بللې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې پر ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي."
د سېلابونو راوتو پر وخت څه وکړو؟
په وروستیو ورځو کې د افغانستان ډېری ولایتونه د ویجاړوونکو سېلابونو شاهدان وو، چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او درانه مالي زیانونه یې رامنځته کړي دي.
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي
د ایراني رسنیو د راپورونو او هغو معلوماتو له مخې چې بي بي سي ته رسېدلي دي، د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د امریکا او اسرائیلو بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي. په هغو تصویرونو کې چې د مارچ پر ۲۷مه د تهران په سویل کې اخیستل شوي، مرستندویه کارکوونکي د وژل شویو کسانو مړي لېږدوي.
ناسا سپوږمۍ ته د دایمي اډې جوړولو د هڅې په موخه ارټمیس ۲ فضايي بېړۍ واستوله
د ناسا ارټمیس ۲ فضایي بېړۍ فضا ته له اوریون کپسول سره وتوغول شوه، هغه چې تر اوسه د ناسا تر ټولو لوی توغندی ګڼل کېږي. ارټمیس ۲ څلور ستورمزلي لري، چې درې یې امریکایان (ریډ وایزمن، کریستینا کوچ، ویکتور ګلوفر) او یو کاناډایی (جرمي هنسن) دی او د امریکا پر ختیځ وخت د ماښام پر ۶:۳۵ بجو د فلوریډا له ناسا کینيډي فضایي مرکزه فضا ته واستول شوه.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۵ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۴ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۴ اپریل ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۴ اپریل ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.













































