له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، BBC/Getty images

    • Author, نېک اېریکسن
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۷ دقیقې

هغه جګړه چې یوه میاشت مخکې امریکا او اسرائیلو د ایران پر وړاندې پیل کړه او داسې ښکارېده چې د وړاندوینې وړ نه ده، اوس د وړاندوینې وړ شوې.

په ورته ډول د حیرانتیا خبره نه ده چې په ټولنیزو رسنیو کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پوسټونو ښکاري، دې جګړې ګډوډي پراخه کړې او نړیوالو بازارونو ته یې ان که د لنډې مودې لپاره وي، ټکان ورکړی.

خو د ټرمپ څرګندونې د دې جګړې د لوري یوازينۍ ټاکونکې نه دي، داسې ښکاري تاریخ هم همداسې دی.

د شخړې له پیله شننونکو په زیاتېدونکي توګه تېرو وختونو ته په کتو هڅه کړې چې اوسني بدلونونه درک کړي او وړاندوینه وکړي چې اوسنی حالت کوم لوري ته روان دي. په دې لړ کې، درې مهمې تاریخي پېښې تر نورو ډېرې څرګندې دي.

سویز کانال

د سويز کانال کې کښتې ولاړې دي

د عکس سرچینه، Hulton-Deutsch/Hulton-Deutsch Collection/Corbis via Getty Images

د عکس تشریح، د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر د انګلیس-فرانسوي ځواکونو د برید د مخنیوي لپاره د سویز کانال د بندولو اغېزمنتوب درک کړ.

له هغه وخته چې په یمن کې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثیانو د جمعې په ورځ پر اسرائیلو توغندویز برید پیل کړ، له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې له پیله د شخړې یوه نوې جبهه پرانیستل شوې ده.

شخړې ته د ایران دغې پیاوړې نیابتي ډلې ننوتل، د نړۍ اقتصاد د لا نورې ګډوډۍ وېره ډېروي، ځکه دا وسله واله ډله په سره سمندر کې پر کښتیو د برید کولو وړتیا لري، په ځانګړي ډوی د سویز په کانال کې.

په حقیقت کې دا ډله نه شي کولی، د اوبو هغه حیاتي لار بنده کړي، چې د نړیوال کانټینري ټرافیک ۳۰٪ او د ټولې نړیوالې سوداګرۍ شاوخوا ۱۵٪ ترې تېرېږي. خو کانال ته لاسرسی په جدي ډول له ګډوډۍ سره مخ کولی شي. دا به د هرمز په حیاتي تنګي کې د ایران لخوا رامنځته شوی ګډوډي لا ډېره کړي او د کارپوهانو په وینا، پر نړیوال اقتصاد یې احتمالي اغېز ویجاړوونکې دي.

د دې ټولو شالید ته په کتو، شنونکي په منځني ختیځ کې د اوسنۍ جګړې د لویو پایلو په اړه زدکړې په تړاو اویا کاله مخکې د سویز بحران ته اشاره کوي.

کله چې د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر په ۱۹۵۶ کال کې د سویز کانال ملي کړ، د نړۍ د تېلو د یوې مهمې لارې کنټرول یې په لاس کې واخیست. په ځواب کې یې، فرانسې، بریتانیا او اسرائیلو د دې کانال د بېرته نیولو ناکامه هڅه وکړه.

د مصر ولسمشر جمال ناصر د سویز بحران پر مهال له اسکندریې څخه قاهرې ته د راستنیدو پر مهال د یوې لویې ګڼې ګوڼې له خوا یې هرکلی کېږي.

د عکس سرچینه، Hulton-Deutsch Collection/CORBIS/Corbis via Getty Images

د عکس تشریح، د مصر ولسمشر جمال ناصر ته د سویز ناورین د مدیریت له امله په سیمه کې د اتل په سترګه کتل کېدل.

د ټرمپ او د هغه د ډېر وخت متحد د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو لپاره په دې اړه جدي تاریخ منعکسوي.

د بي بي سي د نړیوالو خبرونو مدیر جیریمي بوین په وینا، "دا (پېښې) تر هر څه ډېر دا په ګوته کوي چې د نړیوال ځواک په توګه د بریتانیا وخت پای ته رسېدلی دی. دغه هېواد له لومړۍ نړیوالې جګړې راهیسې په منځني ختیځ کې خپله واکمنه امپراتوري درلوده او دا یې د پای، پیل (هم) و."

د تهران او حوثیانو لخوا کارول شوي اوسني تاکتیکونه، د نړیوال اقتصاد لپاره، حیاتي اقتصادي لارو ته لاسرسی محدودوي او دا د ناصر د غبرګون انګازې له ځان سره لري.

امریکایی تاریخ پوه الفریډ ډبلیو مک کای وايي، کله چې د سویز کانال شمال ته انګلیسي او فرانسوي ځواکونه ساحل ته ورسېدل، ناصر لسګونه کښتۍ ډوبې کړې وې، کانال یې بند کړ او په اغېزمنه توګه یې اروپا ته په فارس خلیج کې د تېلو ډګرونو ته شریانونه بند کړي وو.

د امریکا د هغه وخت ولسمشر ډوایټ آیزنهاور، چې له شوروي اتحاد سره د سړې جګړې په بهیر کې د پراخېدونکې او خطرناکې جبهې د پرانیستلو په اړه اندېښمن و، هم مداخله وکړه او بریتانیا او فرانسه یې شاتګ ته اړ کړل.

مک کوي لیکي"په دې وخت کې ... بریتانیا په ملګرو ملتونو کې تحریم شوې وه، پیسې یې د سقوط په درشل کې وې، د امپراتوري ځواک یې له منځه تللی و او نړیواله امپراتوري یې د ورکېدو په لور روانه وه."

د ۱۹۷۳ کال د تیلو د بحران پر مهال په امریکا کې د یوه پټرول سټیشن بهر د یوې اعلان پاڼې انځور چې لیکل شوي  'د ګازو خرڅلاو یوازې عادي پیرودونکو ته محدود دی'. په شالید کې یو سړی لیدل کیدی شي چې د موټر کړکۍ ته تکیه کړې او له موټر چلوونکي سره خبرې کوي.

د عکس سرچینه، Smith Collection/Gado/Getty Images

د عکس تشریح، د ۱۹۷۳ کال د تېلو د بحران اغېز په امریکا کې پر خلکو تر یوې لسیزې دوام وکړ.

جیرمي بوین وايي، په همدې وخت کې، دا دوه ورته والي له نننۍ شخړې سره برابرول دقیق نه دي. "زه د امریکا ځواک لکه څنګه چې اوس هم دی د دوېمې نړیوالې جګړې وروسته له بریتانیا سره نه پرتله کوم، خو هغه څه چې وایم دا دي، چې هر ځواکمن هېواد لوړې ژورې لري. او امریکا چې د چین له رادبره کېدو سره مخ ده، که په راتلونکي کې خلک د امریکا زوال ته وګوري، ښايي تاریخ پوهان په دې لړ کې ولیکي، یوه داسې جګړه چې د پایلو په اړه یې له فکر کولو پرته پکې ښکېل شول."

د احتمالي پایلو په اړه د پوهېدو لپاره، ګټوره ده، هغه نورو درسونو ته وکتل شي، چې تاریخ ۷۰ کاله مخکې وړاندې کړي دي.

په ۱۹۷۳ کال کې د تېلو ټکان

د چارو شنونکو په باور تر هغه لسیزې وروسته د مهمو اقتصادي شریانونو بندېدل، د سخت زیان اړولو لپاره بیا پېښ شوي او نننی حال په بشپړ ډول د وړاندوېنې وړ و.

یو له څرګندو بېلګو یې، د سویز ناورین تر کمپاین یوازې ۲۰ کاله وروسته پېښ شول.

بوین وايي، "په ۱۹۷۳ کال کې د اسرائیلو، مصر او سوریې ترمنځ جګړه وشوه. دا د مصریانو او سوریې لخوا (پر اسرائیلو) یو ناڅاپي برید و، چې د یوم کپور جګړې په نوم یادېږي. او امریکایانو اسرائیلو ته وسلې واستولې. وروسته، عربي نړۍ د بندیز په لګولو ځواب ورکړ، د تېلو بیې یې په پراخه کچه لوړه کړې او لوېدیځې اروپا ته یې ډېر زیان واړاوه."

د سعودي عربستان د هغه وخت د تېلو وزیر، شیخ احمد زکي یماني، په ۱۹۷۳ کال کې په څرګنده توګه وویل، چې څنګه یې د تېلو په څېر سرچینې، پر نړیوالو بازارونو اغېز لري او د نفوذ وسیلې په توګه کارول کېدی شي. هغه پر تولید د عربي نړۍ د پام وړ واک د "تېلو وسلې" په توګه بیان کړ، چې کولی شي په چټکۍ سره نړیوال اقتصادونه "وپاشي".

هغه بندیز پنځه میاشتې دوام وکړ، خو د کارپوهانو په اند، اغېز یې تر یوې لسیزې احساس شو. د بېلګې په توګه، په امریکا کې د پیسو پړسوب یا انفلاسیون او همدارنګه په هغو هېوادونو کې چې تولید یې په تېلو پورې تړلي وو او ورسره د سود بیې لوړې شوې، ځکه مرکزي بانکونه د ژوند لوړېدونکي لګښت د کنټرول لپاره هڅې کولې.

د یوم کیپور جګړې پرمهال د سوریې د ملاتړ لپاره د جولان لوړو ته د بریتانیا لخوا جوړ شوي اردني سنچورین ټانکونه

د عکس سرچینه، Hulton Archive/Getty Images

د عکس تشریح،

که څه هم د ۵۰ کاله مخکې پرتله اوس تېل د یو توکي په توګه په نړیواله کچه دومره ارزښتمن نه دي، خو د نړیوالې تقاضا ونډه د هغه وخت پرتله ټیټه ده او پانګونې اوس د انرژۍ په بېلابېلو سرچینو د ودې په حال کې ده. دا سرچینه لاهم په ځانګړي توګه په لوېدیځ کې یوه مهمه سرچینه ده. د ۱۹۷۳ او تر هغه وروسته پېښې ټرمپ ته مهم درسونه وړاندې کوي.

په داسې حال کې چې امریکا اوس د نیمې پیړۍ دمخه برعکس، له لګښته ډېره انرژي تولیدوي، دوی لاهم د پام وړ خام تېل واردوي او په نړیوال بازار کې د سوداګریزو تېلو لګښت پر وړاندې زیان منونکې ده. دا به په پایله کې امریکايي مصرفونکو ته زیان ورسوي.

همدارنګه، دا هېواد په غیر مستقیم ډول کولی شي، په اسیا کې پر خپلو مهمو سوداګریزو شریکانو د فشارونو له لارې اغېز پرېباسي، چې د انرژۍ وړاندې کولو ډېر غوراوي نه لري او د تېلو اوسني کمښت ډېر اغېزمن کړي دي.

بوین وايي: "هغه څه چې (اوس) پېښېږي دا نه دي چې سعوديان، امارات او نور یې وايي، دوی به خپل تېل په اروپا کې پر خپلو پېرودونکو ونه پلوري." "خو ایران او ښايي حوثیان هم بازار ته د دوی رسېدل ستونزمنوي. تېل خورا مهم دي. او که دا سرچینې بندې کړئ په نړیواله کچه ډېره ګډوډي رامنځته کوئ."

د عراق جګړه

تاریخ پوهان وايي، د ایران او عراق ترمنځ جګړه چې ۱۹۸۰ لسیزه یې تر خپل سیوری لاندې راوستې وه، ټرمپ ته نوي او ډېر قانع کوونکي تاریخي مثالونه وړاندې کوي چې څنګه د واشنګټن مخالفین کولی شي، حیاتي اقتصادي شریانونه بند کړي.

د شنونکو په اند، د هغې جګړې په نورو پړاونو کې، په هرمز تنګي کې کښتۍ د تهران او بغداد دواړو لخوا په نښه کېدې، چې له دې لارې وکړای شي نړیوال ځواکونه په شخړه کې ورښکېل کړي.

د ۱۹۸۰ لسیزې له نیمایي څخه تر وروستیو پورې، بریدونه دومره سخت شول، چې کویت د اوبو له لارې د خپلو کښتیو د تګ راتګ لپاره د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه. واشنګټن موافقه وکړه، ځکه نه یې غوښتل د سړې جګړې مخالف یې (مسکو) ترې مخکې شي.

د هرمز په تنګي کې  د امریکا یوه جنګي بېړۍ د یوې بار وړونکې بېړۍ تر څنګ سفر کوي.

د عکس سرچینه، Barry Iverson/Getty Images

د ټانکرونو د ساتنې عملیات چې د "جدي ارادې" په نوم یادېدل، د ۱۹۸۷ کال په جولای کې پیل شول، خو ډېر ژر د امریکا لپاره په یوه لویه رسوايۍ بدله شوه، ځکه د بریجټن کښتۍ چې د ساتنې لپاره وه، کویت ته پر لاره د ایراني ماینونو ښکار شوه.

کارپوهان وايي، له هغې پېښې معلومه شوه، چې د واشنګټن د ماین پاکولو وړتیاوې په تنګي کې څومره نیمګړې وې، هغه ستونزه چې لا یې هم پرعملیاتو سیوری غوړولی دی.

د اوسنۍ شخړې او له نورو هېوادونو د هرمز تنګي د خلاص ساتلو لپاره د ټرمپ وروستي غوښتنې ته که یو چټک نظر واچوو، د سمندري ساتنې په تړاو څرګند ورته والي لري.

خو شنونکي وايي، د واشنګټن لپاره اوسنۍ ننګونه ان لویه ده، ځکه د جګړې وسایل پراخ شوي دي، د بېلګې په توګه بې پیلوټه الوتکې او بله دا چې ایران نور له عراق سره په اوږد مهاله جګړه کې ښکېل نه دی.

تاریخ د هغو کسانو لپاره چې په منځني ختیځ کې په اوسنۍ جګړه کې ښکېل دي او اصلي لوبغاړي یې دي ډېر درسونه لري. دا چې دوی به دغو درسونو ته څومره غوږ نیسي، ښايي د نړیوالو بدلونونو پر لوري او دوام یې اغېز وکړي.