پیرل هاربر: " تاریخي شرم" چې ټرمپ په ټوکه یاد کړ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, وليد بدران
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د ۲۰۲۶ کال د مارچ پر ۱۹مه، په سپینه ماڼۍ کې د جاپان د لومړۍ وزیرې، سانای تاکایچي د کوربتوب پر مهال، ډونلډ ټرمپ په دویمه نړیواله جګړه کې پر پیرل هاربر اډې د ۱۹۴۱ کال د جاپان برید په ملنډو یاد کړ.
وروسته له هغه چې د ایران د اوسنۍ جګړې په اړه یو لړ پوښتنې راولاړې شوې، یوه جاپاني خبریال له هغه وپوښتل: "ولې مو پر ایران له برید وړاندې په اروپا او اسیا کې د متحده ایالاتو د ملګرو لکه جاپان ته د جګړې خبر نه و ورکړی؟"
ټرمپ په ځواب کې وویل: "دلته یو څه شته چې تاسو نه غواړئ په اړه یې ډېر څه ښکاره کړئ، لکه چې پوهېږئ، کله چې موږ حرکت کوو، په خورا لوی قوت سره ځوو. موږ هېچا ته خبر نه و ورکړی ځکه چې موږ د 'غافلګیرۍ عنصر' غوښت؛ له جاپان پرته بل څوک ناڅاپي کار ښه پېژني؟" په خونه کې خندا خپره شوه، خو ولسمشر لا نه و بس کړی او په ټوکه یې وپوښتل: "تاسو ولې ماته د پیرل هاربر په اړه خبر نه و راکړی؟"
ناڅاپه خنداګانې بېرته غلې شوې، د تاکایچي سترګې رډې رډې واوښتې او پر خپل ځای یو ناارامه معلومېده، په داسې حال کې چې ټرمپ هغه شېبه رایاده کړه چې امریکا یې دویمې نړیوالې جګړې ته ورګډه کړه.
پر امریکایي سمندري اډې (پیرل هاربر) د هاوايي په اوواهو ټاپو کې د ۱۹۴۱ کال د ډسمبر پر ۷مه برید شوی و، دا د ټرمپ له زېږون نږدې ۵ کاله وړاندې موده ده. په دغه برید کې ۲۳۰۰ کسان ووژل شول او متحده ایالاتو پر بله ورځ بیا د جاپان پر وړاندې د جګړې اعلان وکړ. هغه وخت د امریکا ولسمشر فرانکلین روزولټ دا برید داسې وباله چې "په تاریخ کې به د یو شرم په توګه پاتې شي."
امریکا د ۱۹۴۵ کال په اګسټ کې جاپان ته ماتې ورکړه، دا له هغه څو ورځې وروسته و چې پر هیروشیما او ناګاساکي اتومي بریدونه وشول او په سلګونو زره ولسي وګړي په کې ووژل شول.
بریتانوي دایرة المعارف د دې برید په اړه وايي چې دا د متحده ایالاتو د دویمې نړیوالې جګړې ته د ننوتلو لامل شو. که څه هم جګړه په ۱۹۳۹ کال کې د اډولف هټلر په مشرۍ د نازي جرمني له خوا پر پولنډ او نورو سیمو له برید وروسته پیل شوې وه، خو متحده ایالات یوازې د پیرل هاربر له برید وروسته په رسمي ډول له متحدینو سره یوځای شول، تر هغه وړاندې یې یوازې بریتانیا ته د وسلو او مهماتو په ورکولو بسنه کوله.
د جګړې لار

د عکس سرچینه، Getty Images
د پیرل هاربر برید د امریکا او جاپان ترمنځ د یوې لسیزې ناسازه اړیکو اوج و. دا پېښه د دواړو هېوادونو د اړیکو په تاریخ کې یو له خورا حساسو شېبو پاتې شوې، مخکې له دې چې وروسته په ستراتیژیک شراکت بدله شي.
تر برید وړاندې، جاپان هڅه کوله چې په سوېل ختیځه اسیا کې خپل اغېز پراخ کړي او د خپلې جګړې لپاره د سیمې له سرچینو ګټه پورته کړي. هغوی په ارام سمندر کې د امریکا سمندري شتون د خپلو پراختیا غوښتونکو هیلو پر وړاندې یو ستر خنډ باله. همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي چارو په تړاو اختلافاتو له امله کړکېچ مخ په زیاتېدو و.
د ۱۹۳۰مې لسیزې په وروستیو کې، په ارام سمندر کې د امریکا بهرنی سیاست د چین پر ملاتړ ولاړ و، له همدې امله پر چین د جاپاني امپراتورۍ تېری له متحده ایالاتو سره د ټکر نښه وه. له ۱۹۳۱ کال راهیسې، توکیو د چین پر منچوریا ولایت خپله ولکه پراخه کړې وه او په بل کال کې یې هلته د "مانچوکو" په نوم یو لاسپوڅی دولت جوړ کړ.
توکیو په نیول شوې منچوریا کې د درنو او سپکو صنایعو په جوړولو کار پیل کړ، ځکه جاپان طبیعي زیرمې نه درلودې ځکه خو یې د بدیلو سرچینو لټون د هغې لسیزې د نظامي او بهرني سیاست اصلي محور و. دا هرڅه د پیرل هاربر برید او د ارام سمندر د جګړې لامل شول.
د اقتصادي تګلارو ترڅنګ، لومړنیو پوځي بریاوو او د نژادي لوړوالي احساس جاپان پردې باوري کړی و چې هغوی پر اسیا د واکمنۍ یوازینی جوګه هېواد دی. دا ټیک لکه د نازي جرمني او فاشیست ایټالیا په څېر یو احساس و. دې ترکیب د "لویې ختیځې اسیا د ګډې سوکالۍ ساحه" په نوم یو یرغلیز او نیواکګر سیاست رامنځته کړ. د وګړو د شمېر زیاتوالي او اقتصادي اړتیاوو د زیاتو ځمکو غوښتنه کوله، په داسې حال کې چې د "نژادي پاکوالي" مفهوم د دې کار د توجیه لپاره کارول کېده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ۱۹۳۷ کال د جولای پر ۷مه پیکینګ ته نږدې د "مارکو پولو" پله نښته د جاپان او چین د ګډې جبهې ترمنځ د ښکاره جګړې پیل و. ورپسې د امریکا حکومت په ۱۹۳۸ کال کې چین ته لومړنی پور ورکړ. په ۱۹۳۹ کال کې امریکا له جاپان سره د ۱۹۱۱ کال سوداګریز تړون پای ته ورساوه او د ۱۹۴۰ له دوبي راهیسې یې پر جاپان د جګړې لپاره د ګټورو توکو صادرات محدود کړل.
په ۱۹۴۱ کال کې، وروسته له هغه چې جاپان ټوله "اندوچینا" ونیوله او له جرمني او ایټالیا سره یې لاس یو کړ، د امریکا حکومت له جاپان سره ټولې سوداګریزې او مالي اړیکې پرې کړې، د جاپان شتمنۍ یې کنګل کړې او پر تېلو او نورو حیاتي توکو یې بندیز ولګاوه. دا د هغو خبرو اترو لامل شو چې درې اصلي محورونه یې درلودل: اقتصادي بندیزونه، په چین کې جګړه، او په ختیځه اسیا کې د جاپان نفوذ. جاپان غوښتل د پیرل هاربر په برید سره د امریکا سمندري ځواک د یو څه وخت لپاره فلج کړي چې په ازاده توګه اندونیزیا، فلپین او برما ونیسي او امریکا د سولې خبرو ته مجبوره کړي.
د برید قربانیان او ژوندي پاتې شوي
د جاپان د سمندري ځواک قومندان، اډمیرل یاماموتو ایسوروکو، دا برید په خورا دقت سره پلان کړی و. د هغه په اند، د امریکا د سمندري ځواک له منځه وړل به د جاپان لپاره د سوېل ختیځې اسیا د نیولو لاره پرانیزي. د ۱۹۴۱ کال د نومبر پر ۲۶مه یوې لویې جنګي ډلې چې په کې الوتکې لېږدونکې بېړۍ او نور مهم پوځي وسایل ځای پر ځای شوي وو، د هاوايي په لور حرکت وکړ.

د عکس سرچینه، Getty Images
که څه هم استخباراتي خبرداری و، خو په پیرل هاربر کې قومندانانو (اډمیرل کیمیل او جنرال شارټ) دا ګواښ ډېر جدي نه و ګڼلی. ان څو ساعته وړاندې یوې جاپاني کښتۍ او پر رادار د الوتکو یوې لویې ډلې لیدل کېدل هم له پامه وغورځول شول، ځکه هغوی فکر کاوه دا د امریکا خپلې الوتکې دي.
کله چې برید پیل شو، د امریکا د پوځ لوی درستیز، جنرال جورج مارشال له خپل دفتره بهر د اس ځغلونې په حال کې و.
برید
د جاپان لومړۍ الوتکې په ځايي وخت د سهار پر ۷:۵۵ بجو راښکاره شوې. په کم وخت کې د امریکا هوایي اډې او جنګي بېړۍ تر سخت برید لاندې راغلې. "یو ایس ایس اریزونا" کې درنه چاودنه وشوه، "یو ایس ایس اوکلاهوما" او "یو ایس ایس ویسټ ویرجینیا" ډوبې شوې. د سهار په ۸:۵۰ بجو دویمه څپه برید پیل شو چې نورې بېړۍ او تاسیسات یې ویجاړ کړل.
په پایله کې د امریکا له ۳۴۰۰ ډېر کسان مړه او ټپیان شول (چې ۲۳۰۰ یې مړه وو). د جاپان مرګ ژوبله یوازې ۱۰۰ تنه او ۲۹ الوتکې یې ویجاړې شوې وې. خو یوه مهمه خبره دا وه چې د امریکا درې الوتکې لېږدونکې بېړۍ په هغه وخت کې په اډه کې نه وې، چې همدا وروسته د امریکا د بریا لامل شوې.

د عکس سرچینه، Getty Images
پلټنې او د "شا د دروازې"
دې پېښې د پراخو پلټنو اړتیا رامخې ته کړه. ځینو ګوتنیونکو ادعا کوله چې ولسمشر روزولټ له برید خبر و خو اجازه یې ورکړه چې امریکا جګړې ته ورګډه کړي. خو ډېر تاریخ پوهان دا ردوي او دا یوه لویه استخباراتي او پوځي ناکامي بولي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تېروتنه
که څه هم جاپان په لنډمهاله توګه لویه بریا ترلاسه کړه، خو له ستراتیژیک پلوه دا د توکیو تر ټولو لویه تېروتنه وه. دې برید امریکا متحده ایالات سره یو موټی کړل او هغوی یې داسې جګړې ته ور ټېل وهل چې په پایله کې یې جاپان په بشپړه توګه له منځه لاړ. که جاپان یوازې پر بربتانوي او هالنډي مستعمرو برید کړی وای، ښایي امریکا جګړې ته نه وای ننوتلې.

د عکس سرچینه، Getty Images
نن ورځ په پیرل هاربر کې د دې پېښې یادګاري څلي ودان دي او امریکا هر کال د خپلو بیرغونو په نیمه ځوړندولو سره دا ورځ یادوي.

د عکس سرچینه، Getty Images


















