وروستی, ایراني چارواکي وايي پر یوه روغتیايي مرکز برید شوی
یوه ایراني چارواکي ویلي، په میناب ولسوالۍ کې د "شجره طیبه" لومړني ښوونځي ته څېرمه یو کلینیک، چې د جګړې په لومړۍ ورځ هم ویشتل شوی و، یو ځل بیا تر برید لاندې راغلی دی.
د سوېلي هرمزګان ولایت مرستیال والي احمد نفیسي وایي، د "شهید ابسالان" پر روغتیايي مرکز دې برید کې د دغه طبي مرکز "زېرمتونونو ته زیان" اوښتی دی.
د ایران د فارس خبري اژانس، چې د اسلامي انقلاب د ساتندوی ځواک (سپاه پاسداران) پورې تړلی دی، د نفیسي له قوله ویلي چې امریکا او اسرائیل پر دغه طبي کمپلیکس برید کې له "څو بې پیلوټه الوتکو" (ډرون) کار اخیستی. نوموړی زیاتوي: "له نېکه مرغه، دې برید کومه مرګ ژوبله نه ده اړولې،" او زیاته یې کړه چې د برید د کچې په اړه څېړنې روانې دي.
دا سیمه وروسته له هغه خلکو تشه شوې وه چې د فبرورۍ پر ۲۸مه کله چې امریکا او اسرائیل پر ایران خپل بریدونه پیل کړل پر دغه لومړني ښوونځي خونړی برید وشو.
ایراني چارواکي وایي چې پر ښوونځي په برید کې دوه پرله پسې توغندي ویشتل شوي وو، چې لږترلږه ۱۶۸ کسان یې ووژل، چې شاوخوا ۱۱۰ یې ماشومان وو.
امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا پوځي پلټونکي پر دې باور دي چې د دوی خپلو ځواکونو په تېروتنې سره دا ښوونځی ویشتلی، په داسې حال کې چې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیت ویلي چې دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.
نفیسي زیاتوي: "نن ټوله نړۍ پوهیږي چې د دوښمن لخوا په نښه شوې سیمه په هیڅ ډول نظامي نه ده، خو بیا هم موږ پر دې سیمه د یو بل برید شاهدان یو، چې دا په ښکاره ډول په میناب کې پر شجره طیبه ښوونځي باندې د برید او د ۱۶۸ زده کوونکو او ښوونکو د وژلو قصدي نیت ثابتوي."



