ناسا سپوږمۍ ته د دایمي اډې جوړولو د هڅې په موخه ارټمیس ۲ فضايي بېړۍ واستوله

أرتيمس 2

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د ناسا ارټمیس ۲ فضایي بېړۍ فضا ته له اوریون کپسول سره وتوغول شوه، هغه چې تر اوسه د ناسا تر ټولو لوی توغندی ګڼل کېږي.

ارټمیس ۲ څلور ستورمزلي لري، چې درې یې امریکایان (ریډ وایزمن، کریستینا کوچ، ویکتور ګلوفر) او یو کاناډایی (جرمي هنسن) دی او د امریکا پر ختیځ وخت د ماښام پر ۶:۳۵ بجو د فلوریډا له ناسا کینيډي فضایي مرکزه فضا ته واستول شوه.

دغه ستورمزلو د ماموریت هدف دا دی چې په سپوږمۍ کې د یوې دایمي اډې جوړول لپاره زمینه برابره کړي.

هغو خلکو چې د ماموریت د پیلېدږ ننداره کوله، د توغندي د توغولو په شېبه کې خوشحالۍ کولې او لاسونه یې پړکول.

ناسا تایید کړه چې فضانوردان په فضایي بېړۍ کې خوندي شوي او د داخلي امنیت په میکانیزم کې مخکېنۍ ستونزه حل شوې ده.

لسګونه خلک د توغولو د ګړۍ شمېرلو ساعت شاوخوا راټول شوي وو، د وخت کمېدل یې کتل او د توغندي د چالانېدو او فضا ته د پورته کېدو شېبه ته انتظار په تمه وو.

فضا ته د ارتمیس۲ سفر
ارتمیس ۲

د عکس سرچینه، Getty Images

د توغندي د توغولو ډله اړ شوه چې د ستورمزلو له ختلو وړاندې د فضایي توغلو سیستم (SLS) توغندي ته له ۷۰۰ زره ګیلونو څخه زیات سونګ توکي (شاوخوا ۲.۶ میلیونه لیټره) اضافه کړي. دا توغندی د ۳۲ پوړونو په لوړوالي جوړ شوی دی.

ناسا تایید کړه هغه حل چې دوی د پخواني سپوټنیک فضایي چلند پروګرام د زړو تجهیزاتو په کارولو ازمایلی و، د ختمولو سیستم په بریالیتوب فعال کړی دی.

ویل شوي چې هوايي شرایط د وريځو له لرې کېدو سره سم د ماموریت لپاره مناسب شوي دي. دا خورا مهم دی، ځکه چې د تالندې له کبله د ګډوډیو د خطر احتمال شته. ځینې ډوله وريځې، که څه هم برېښنا نه تولیدوي، برقي چارج لري او که توغندی په لوړ سرعت سره له دې وريځو تېرېږي، ممکنه ده چې بریښنايي شاټ رامنځته شي.

لمریز نظام

سپوږمۍ کې اډه

فضا ته د توغندي له توغولو سره ډېر زیات لوګی خپور شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، فضا ته د توغندي له توغولو سره ډېر زیات لوګی خپور شو

د ارټمیس ۲ ماموریت عمله به - چې د ۱۰ ورځو لپاره دوام کوي، پر سپوږمۍ ښکته نه شي، بلکې د هغې شاوخوا مدار کې به ګرځي، له ځمکې په داسې فاصله چې مخکې هېڅوک نه ور رسېدلي. دوی به دا ټول کار د یوه کوچني بس په اندازه په یوه کپسول کې دننه کوي.

ماموریت به د سپوږمۍ چارچاپېره چورلېدو سره زرګونه میله واټ ووهي، بیا به پرته له دې چې د سپوږمۍ مدار ته ننوځي، سملاسي ځمکې ته راستون شي. دا به یو لنډ ماموریت وي، چې د ۱۹۷۲ کال د اپولو ۱۷ له ماموریت وروسته سپوږمۍ ته لومړنی انساني سفر دی.

دا ماموریت د ناسا د لویو پلانونو پیل ګڼل کېږي، چې موخه یې پر سپوږمۍ دایمي اډه جوړول دي، او پلان لري چې تر ۲۰۲۸ کال پورې د سپوږمۍ د جنوبي قطب کې د ښکته کېدو پر ماموریتونو واړوي.