د غزې جګړې پر مهال یوه زېږېدلې ماشومه دوه کاله وروسته د مور غېږې ته رسېدلې

دا مور او لور له دوه کاله ډېر وخت له یوه بل لېرې و
د عکس تشریح، بېسان له پیدایښت وروسته له دوو کالونو ډېره د مور له غېږې لېرې وه.
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

غزه کې د جګړې د پیل په اونیو کې له یوه روغتونه د ژغورنې په موخه اېستل شوي لږ تر لږه اته ماشومان له اوږده انتظار وروسته له مصره بېرته ستانه او له خپلو خپلوانو سره یوځای شوي دي.

دوه کاله وړاندې د غزې په الشفا روغتون کې د اسرائیلو د برید پر مهال د نویو زېږېدلو ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰ کم عمره ماشومان بستري وو، چې ډېر یې د پالنې په ځانګړو ماشینونو کې ساتل کېدل.

دا روغتون وار له مخه اسرائیلي ځواکونو نیولی و او ادعا یې کوله چې حماس یې کاروي.

غزه واله سوندس الکرد د دوشنبې پر ورځ د خپلې هغې لور په تمه وه چې له روغتونه ترې وړل شوې وه، نوموړې بي بي سي ته وویل: " د وېرې او خوښۍ کمساری احساس لرم. اندېښمنه هم یم ځکه چې ښايي تر دوه کلونو له سترګو پناه لور مې د مور په توګه ونه مني او ما هیڅ ونه پېژني."

اغلې سوندس دا مهال د غزې په یوه بله سیمه خان یونس کې ( د ناصر په نوم روغتون) کې د لور لېدو ته په تمه وه.

نوموړې د خپلې لور راتګ ته شېبې شمېرلې او په لاس کې یې ورته په خپلو لاسونو ګنډلي ګلابي رنګه جامې او ډالۍ نېولې وې.

اغلې سوندس له بي بي سي سره خبرو کې وویل:، په داسې حال کې چې جګړه وه له روغتونه یې د خپلې لور د ایستلو هڅه وکړه، خو ورته ویل شوي و چې لور یې ( بېسان) له روغتونه نه شي ایستل کېدی' ځکه هغه باید ژوندي پاتې کېدو لپاره په ماشین کې وساتل شي.

نوموړې وویل بیا تر یوه کاله نه پوهېده چې لور یې چېرې او څنګه ده:" زه سرګردانه او په ورته مهال هیله منده وم چې ښايي لور مې ژوندۍ وي، څو میاشتې وروسته مو په خبرونو کې واوریدل چې د الشفا روغتون ځينې نوي زېږېدلې ماشومان مړه شوي، ما د انځورونو پیدا کولو هڅه وکړه چې زما لورکۍ خو به پکې نه وي؟"

More than 30 newborns were evacuated from Gaza's Shifa hospital in November 2023

د عکس سرچینه، WHO

د عکس تشریح، د ۲۰۲۳م کال نومبر میاشت کې له ۳۰ ډېر نوې زېږېدلي ماشومان له الشفا روغتونه د درمنلې په موخه مصر ته وړل شوي وو.

کال وروسته سوندس ته خبر ورکړل شوی و چې لور یې ژوندۍ او د مصر په یوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده. نوموړې یې چې له څو میاشتو وروسته انځور لیدلی و وار له مخه یې په هغه ګلابي رنګه لاس بند سترګې لګیدلې وې چې د پیدایښت پر مهال یې ( بېسان) ته پر لاس کړی و.

سوندس د بېسان له پیدایښته مخکې یو بل ماشوم، خپل مور او پلار او خپل یو ورور له لاسه ورکړي وو او وايي " کله مې چې واوریدل لور مې ژوندۍ ده دا خبر لکه خوب داسې و.''

خپلې کورنۍ ته د دغې کمکۍ ماشومې راګرځېدل په غزه کې د شوي اوربند د ګټو یوه بېلګه ده چې کورنۍ یې له ډېر سخت وضعیته وروسته ویني.

د ټرمپ لخوا د دغه اعلان شوي اوربند شاوخوا شپږ میاشتې تېرېږي، خو لا هم د غزې راتلونکی نامعلوم دی او لا هم د جکړې او سولې ترمنځ ولاړه ښکاري.

د غزې خاوره لا هم وېشلې ده، داسې چې اسرائیلي ځواکونو د غزې نږدې نیمایي برخه نېولې او لا پکې ګوته په ماشه دي او د رپوټونو پر بنسټ په پاتې برخو کې یې حماس هم خپل سیاسي او فزیکي حضور پیاوړی کوي.

د غزې لپاره د ټرمپ د سولې په پلان کې د غزې بیا رغاونې او د اسرائیلي ځواکونو وتلو تر څنګ د حماس بې وسلې کول هم شامل دي او د دغې حیاتي هوکړې پلي کولو لپاره ډېرې لږې نښې ښکاري.

د غزې له ادارې سره د سولې پلان د همغږۍ مسول نېکولای ملادینوف چې د ټرمپ لخوا ټاکل شوی دې ټول وضعیت ته په کتو ویلي " د غزې لپاره غوراوی بیا جګړه ده او یا یو نوی پیل."

په همدې مهال په فلسطین کې حماس ته یوې نږدې سرچینې بي بي سي ته ویلي ' حماس ښايي هغه وړاندیزونه رد کړي چې ورته رسېدلي دي.'

بلخوا اسرائیل چې اوس له لبنان او ایران سره پر جګړه بوخت دي غزې ته یې پام کم شوی، په دې وروستیو کې له غزې د ډېرې پراخې مرګژوبلې رپوټونه نه شته بلکې لکه د سوندس او بېستان کورنۍ سره یوځای کېږي او هغو ته چې فرصت برابریږي خپلو مېنو ته ستنېږي.