ژوندۍ پاڼه, ټرمپ: امریکا به له ایرانه بډایه شوي یورانیم واخلي؛ قالیباف: د هغه ټولې ادعاوې دروغ دي

ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې متحده ایالات به د جګړې پای ته رسولو د یوې موافقې د برخې په توګه له ایرانه بډای شوي واخلي، چې په غبرګون کې یې محمد باقر قالیباف وايي: "د امریکا ولسمشر په یوه ساعت کې اووه ادعاوې وکړې، چې ټولې یې دروغ دي."

لنډیز

  • د ایراني پارلمان مشر او له امریکا سره د ایران د مرکچي پلاوي سرپرست محمد باقر قالیباف وايي، که د امریکا سمندري ځواکونه د ایراني بندرونو محاصره روانه وساتي، هرمز تنګی به پرانیستی پاتې نه شي
  • د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران له دولتي ټلویزیون سره خبرو کې وايي ،"امریکا ته د یورانیم لېږد د یو اختیار په توګه نه دی وړاندې شوی
  • په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر وايي چې د اوبو حیاتي لاره په بشپړ ډول پرانیستې ده، ایراني چارواکو ویلي، ښايي د تنګي له لارې د بار وړلو په برخه کې محدودیتونه وي
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر له جي ایم ټي مهال سره سم ماسپښین یوه بجه وویل، په داسې حال کې چې د لبنان اوربند پر ځای وي، هرمز تنګی د بېړیو لپاره "پرانیستی" دی

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, ټرمپ: ښايي اوربند تمدید نه کړم

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ماښام وویل، که له تهران سره د سولې توافق ونه شي، د ایراني بندرونو سمندري محاصره به پر ځای وساتي، او زیاته یې کړه ښايي د چهارشنبې پر ورځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته یې تمدید نه کړي.

    نوموړي د ولسمشرۍ په الوتکه (ائرفورس ون) کې خبریالانو ته وویل: "ښايي دا ونه غځوم، خو د ایراني بندرونو محاصره به دوام ومومي."

  2. وروستی, قالیباف د ټرمپ ادعاوې رد کړې

    د ایراني پارلمان مشر او له امریکا سره د ایران د مرکچي پلاوي سرپرست محمد باقر قالیباف وايي، که د امریکا سمندري ځواکونه د ایراني بندرونو محاصره روانه وساتي، هرمز تنګی به پرانیستی پاتې نه شي.

    د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د څرګندونو په ځواب کې قالیباف وايي، په داسې صورت کې به د هرمز تنګي له لارې تګ راتګ اغېزمن شي.

    ایران مخکې اعلان کړی و چې هرمز تنګی به د لبنان د اوربند تر پای ته رسېدو پورې د ټولو سوداګریزو بېړیو لپاره پرانیستی وي.

    محمد باقر قالیباف پر ایکس یوه پیغام کې لیکلي وو چې له هرمز تنګي د تېرېدو بهیر به د "ټاکل شوې لارې" او د "ایران په اجازه"ترسره شي. هغه وايي، دا پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې د ورکړل شویو بیانونو پر بنسټ نه ده، بلکې د ځمکنیو واقعیتونو پر بنسټ ده چې ایا دا تنګی پرانیستی دی، که تړلی او کوم مقررات به پرې پلي شي.

    ښاغلی قالیباف وايي، ولسمشر ټرمپ په یوه ساعت کې اووه ادعاوې کړې، 'او ټولې ناسمې وې'.

    محمد باقر قالیباف زیاته کړه، "دوی نه په دې دروغو سره جګړه ګټلې شي او نه به هم په خبرو کې کومې پایلې ته ورسېږي."