یوافغان بریتانیا ته پر خطرناکې لارې د کډوالو لېږدولو له امله مجرم بلل شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
یو افغان کډوال په بریتانیا کې د کډوالۍ او پناه غوښتنې د نوي قانون له مخې مجرم بلل شوی دی. دی لومړنی څوک دی چې د دې قانون له مخې په سمندر کې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخولو له امله مجرم بلل کېږي.
تاجک محمد چې ۳۲ کلن دی د جنورۍ پر ۱۷مه د انګرېز تنګي له لارې یوه ربړي کښتۍ چلوله. دې کښتۍ کې له ټاکلې اندازې زیات کسان سپاره وو اوهم ډېرو مسافرو د پېښې پرمهال د ژغورنې کارېدونکي واسکټونه نه درلودل.
د سه شنبې پر ورځ محکمه کې ده له نوي قانونه پر سرغړونې اعتراف وکړ. هغه ته به د جون د میاشتې پر ۱۰مه سزا اعلانېږي.
دا قانون له تېرې جنورۍ راهیسې پلی شوی دی.
محکمې ته وویل شول چې کله د ژغورنې ډله راورسېده محمد ربړي کښتۍ او د هغې سپرلۍ پرېښودل، یو ورځ ورسته هغه بریتانیا ته راورسېد او ونیول شو.
د دې نوې قانون له مخې حکومت غواړي ناخوندي کښتیو کې د لوی شمېر خلکو ځاي پر ځاي کولو مخه ونیسي.
ددې قانون له مخې به هغه کډوال هم محاکمه کېږي چې د داسې سفر پرمهال د ژغورنې عملیاتو کې خنډ شي.
دا قانون له هغې وروسته پلې کېږي چې د بریتانیا د کورنېو چارو وزارت په سمندر کې د بې غورۍ له امله د خلکو د ډوبېدو د پېښو په اړه معلومات خپاره کړل.
هر څوک چې له دې قانونه د سرغړونې له امله مجرم وبلل وشي، د پنځو کالو بند سزا سره مخامخېدلی شي.
له دې وړاندې یو بل ۱۶ کلن افغان هم په ورته کړنه تورن شوی و. هغه چې د قانون له مخې یې نوم نه شي ښکاره کېدلی د جنورۍ پر پنځمه د ۴۶ کسانو ژوند ته خطر متوجه کولو تور رد کړی و.
نوموړي محکمې ته ویلي و" دی د کښتۍ چلولو ته اړ کړی شوی و."
د روانې میاشتې په پیل کې یو بل ته د ربړي کښتۍ اوښتو پېښه کې د څلورو کډوالو د مړینې له امله محکمې ته وړاندې شوی و.
دا پېښه چې د اپرېل پر نهمه شوې، یو ۲۷ کلن سودانی وګړی نور محمد علي یې له امله محاکمه کېږي. مړو شوو کې دوه مېرمنې هم شاملې وې.
روان کال کې تراوسه شا اخو ۶۰۰۰ کسان د ربړي کښتیو کارولو سره د انګرېز تنګي له لارې بریتانیا ته راغلي دي.


















