د تېلو د بیلو لوړېدو له کبله په بریتانيا کې یې غلا زیاته شوې ده

د ویډیو تشریح،
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د بي بي سي لپاره راټولې شوې شمېرې ښيي چې په بریتانيا کې د تېلو غلا د تېر کال پرتله ۶۲ سلنه زياته شوې ده. د تېلو د پمپ يو څښتن وايي، د هغو موټر چلونکو چې د پيسو له ورکولو پرته د ده د تېلو له پنځو پمپونو ځي هره اوونۍ دوه زره پونډه چې شاوخوا ۲۷۰۰ امریکايي ډالر کېږي زيان اړوي.

دا معلومات په داسې حال کې خپرېږي چې د پټرولو او ډيزلو پلورنکي وايي، د امریکا او اسرائیلو له خوا له ایران سره د جګړې له پيل راهيسې د سون توکو د بيو د لوړېدو له کبله د دوی کارکوونکي هم د ناوړه چلند له زياتوالي سره مخ شوي دي.

د جګړې له پیل راهيسې د یوې عادي کورني موټر د ټانکۍ ډکولو لګښت هغه چې پټرول کاروي ۱۴ پونډه (۲۸ ډالر) او هغه چې ډيزل کاروي ۲۷ پونډه (۵۷ ډالره) زيات شوی دی.

د بریتانيا حکومت ويلي چې د تېلو غله "باید له قانوني چلند سره مخامخ شي". پولیس وايي د دې ستونزې د مخنيوي هلې ځلې یې پيل کړې دي.

د تېلو يو پلورونکی جاش چې د بریتانيا په جنوب کې پنځه پمپونه لري وايي، اوس هره اوونۍ د ده هر پمپ سټېشن ته څېرمه د تېلو د غلا پنځه پېښې کېږي، حال دا چې پخوا دا شمېر په اوونۍ يوازې یو یا دوه و.

نوموړي بي بي سي ته د امنيتي کامرو (سي سي ټي وي) ويډوګانې ښودلې چې په کې ښکاري موټر چلونکي له پيسو ورکولو ډډه کوي او تښتي.

په ويډيو کې يو موټرسايکل چې دوه کسان پرې سپاره دي ليدل کېږي چې د نژدې ۱۵ پونډو په ارزښت تېل اچوي او د پيسو له ورکولو پرته ځي.

په بله ويډيو کې يو سپين رنګه موټر ليدل کېږي چې د سهار د ګڼې ګوڼې پر مهال د څه باندې ۱۵۰ پونډو په ارزښت تېل موټر ته اچوي او د پيسو له ورکولو پرته د تېلو له سټېشه وځي.

په درېيمه پېښه کې د یوه ګرانبيه پورشه ګاډي چلونکی د ماسپيښن مهال د څه باندې ۷۵ پونډو تېل اچوي او پيسې نه ورکوي.

ځينې هغه کسان چې له پيسو ورکولو پرته وتلي داسې وو چې د پيسو ورکولو توان یې نه درلود خو جاش وايي، ډېرې پېښې "ښکاره غلا" ده.

نوموړی وايي، "داسې ښکاري چې اوس دا یو ډول منل شوې چې غلا کومه ستونزه نه ده".

جاش زیاتوي، "زه ډاډه یم چې د خلکو يوه برخه دا کار د مجبورۍ له مخې کوي خو ډېری یې منظم او له مخکې پلان شوي وي".

د پې مای فيول په نامه یوه کمپني چې د غلا شويو تېلو د بېرته ترلاسه کولو دنده لري، وايي د تېر کال د مارچ مياشت کې د موټر چلونکو د تېښتې کچه له ۲.۱ سلنې د سږ کال مارچ مياشت کې ۳.۴ سلنې ته لوړه شوې چې دا ۶۲ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه کمپنۍ وايي، د دې غلاو مالي ارزښت هم ۴۶ سلنه زيات شوی دی.

د بریتانيا د تېلو پلورونکو د ټولنې اجرائیوي مشر ګورډن بالمر وايي، د جګړې له پيل راهيسې د تېلو د بيو زياتوالی د تېلو غلا کې د "پام وړ زياتوالي" لامل شوی دی.

نوموړي ويلي، ځينې دا پېښې "په ښکاره ډول منظم جرمونه" دي خو نورې پېښې د هغو کسانو سره تړاو لري چې وايي بټوه يا پيسې یې هېرې کړې وې.

"زيان باید جبران شي"

رېچل کېنګ سره ویښتان لري، عینکې  یې په سترګو دي او غاړه کې یې دسمال اچولی

د عکس سرچینه، Rachael King

د بریتانيا په ګلاسټر شاير کې د تېلو د دريو پمپونو سمبالوونکې رېچل کېنګ بي بي سي ته ويلي، دې خپله هم موټر چلوونکي ليدلي چې له پيسو ورلکو پرته ځي او په وینا یې دا کار ښايي د تېلو د بيو د لا زياتېدو سبب شي.

اغلې کېنګ وايي، "که خلک دې کار ته دوام ورکړي، دا به پر پلورونکو اغېز وکړي، که دوی د تېلو د غلا له کبله لوی زيان وويني، د دې د مخنيوي لپاره به پرته له دې بله لاره ونه لري چې بيې لوړې کړي".

د سوداګرۍ د جرمونو د مرکز مشره ليزا مسلېن وايي، "د تېلو غلا پر پلورونکو د پام وړ او د نه منلو فشار واردوي، له مالي اړخه پر سوداګريو اغېز کوي او د پوليسو اړتيا هم زياتېږي".

نوموړې وايي. د پوليسو ځواکونو، "د دې ستونزې پر وړاندې کلک دريځ خپل کړی او هڅه کوي چې مجرمان وپېژني، د پېښو د تکرار مخه ونيسي او ډاډ ترلاسه کړي چې ښکېلو کسانو سره به حساب وشي".

د بریتا د حکومت يوه ویاند ويلي، "د تېلو غلا پر سوداګريو او د هغوی پر کارکوونکو اغېز کوي. دا غله باید د قانون له بشپړ ځواک سره مخامخ شي".

حکومت له هغو کسانو چې د داسې جرمونو شاهدان دي غواړي چې د داسې پېښو په اړه پوليسو ته راپور ورکړي.