د ایران اسرائیل او امریکا جګړه: د القاعدې چوپتیا په څه معنا ده؟

ایران  امریکا

د عکس سرچینه، GETTY

د عکس تشریح، د فبرورۍ په ۲۸مه پر تهران د امریکا اسرائیلو د برېدونو پیل
    • Author, مینا اللامي
    • دنده, بي بي سي مانېټورینګ
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د فبرورۍ پر ۲۸مه نېټه د ایران پرضد پیل شوې جګړې او د دې کړکېچ د اغېزو په اړه د القاعدې ډله په ځانګړې توګه غلې ده.

دا د دې ډلې لخوا یو ناعادي دریځ دی، ځکه چې تېر کې د منځني ختیځ د لویو پېښو په اړه القاعده کله هم چوپ نه ده پاتې شوې. روان کال کې القاعدې یوازې د فبرورۍ پر څلورمه نېټه د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ له امله یو غبرګون ښودلی و.

دې وینا کې د امریکا او اسرائیلو پر پوځي اډو د بریدونو غوښتنه شوې وه. دې ته زیاتو تندلارو ډلو په غېر مستقیم ډول د ایران د ملاتړ په توګه کتل.

ښايي د القاعدې اوسنۍ چوپتیا د یو ارزول شوي پلان برخه وي.

دا ډله له یو سخت حالت سره مخامخ ده. د دې ډلې د مشر سیف العدل او د هغه د نږدې ملګرو په اړه فکر کېږي چې ایران کې دي.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له بریدونو وروسته د القاعدې ډېر مشران او د هغوی د کورنۍ غړي له افغانستان او پاکستانه ایران ته وتښتېدل.

د امریکا د پلټنو فدرالي ادارې(ایف بي ای) د هغه "ترهګرو" نوملړ کې چې ډېر لټون یې روان دی د سیف العدل په اړه ویل شوي چې ایران کې دی.

امکان لري القاعده له یوې خوا د ایران خفه کول نه غواړي، او دا چې د هغو تند لارو ډلو په کتار کې په څرګند ډول نه ودریږي چې د شیعه ایران د ملاتړ مخالف دي. له دې ډلو یې ډېرو په یو غږ سني مسلمانانو ته ویلي دي چې روانه جګړه کې د ېوې ډلې ملګرتیا هم ونه کړي په ځانګړې توګه ایران سره له خواخوږۍ ډډه وکړئ.

دا چې القاعده د اسرائیلو او امریکا د بریدونو په اړه هم غلې ده ځکه نو داسې کولو سره دې ته په نا مستقیم ډول د ایران د ملاتړ په توګه کتل کېدلی شي. له دې امله په خپلو ملاتړو کې د القاعدې په اړه پر نظر اغېز کېدلی شي.

په تندلارو جهادی ډلو کې شیعه ایران د سني اسلام لپاره لوی غلیم او جدي خطر ګنل کېږي. د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د ایران امریکا اواسرائیلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه کې هم القاعدې همدا ډول چوپتیا غوره کړې وه. برعکس د اسلامي دولت نومې ډله یا داعش چې د القاعدې سیاله ډله ګڼل کېږي په ځانګړې توګه فعاله او په دواړو خواوو یې سختې نیوکې کړې دي.

د فبرورۍ پر څلورمه د القاعدې لخوا د امریکا پر ضد د "جهاد" غوښتنې ته اسلامي دولت نومې ډلې دې لپاره د یو دلیل په توګه وړاندې کړ چې القاعده په ورو ورو د ایران "دلاس پر الې" بدلېږي.

د مشرتابه چوپتیا

ایران جګړه

د عکس سرچینه، SALMIC STATE

د عکس تشریح، د القاعدې برعکس "داعش" د جګړې په اړه په څرګند ډول څرګندونې کوي.

القاعده له ډېره وخت د خپل مشرتابه د وضعیت په اړه غلې ده. دا چې د ایران اړونده شخړې په اړه هم غلې ده، دا هم ورسره تړاو لري.

د ۲۰۲۲ کال له جولايي چې د القاعدې کومې ویناوې خپرې کړې دي، په کې د یوه مشر نوم هم نه دی یاد شوی

دا هغه وخت و چې امریکا په کابل کې د دې ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل اعلان کړل.

له هغه وخت القاعدې نه دا خبررد کړی او نه یې هم تایید کړی دی، خو د القاعدې ملاتړي په نارسمي ډول د هغه وژنه او پر ځای یې د مصري سیف العدل ټاکل کېدل مني.

د دې امکان هم ښودل کېږي چې شونې ده القاعدې دا چوپتیا له دې امله هم غوره کړې وي چې افغانستان کې خپل متحدو واکمنو طالبانو ته ستونزې پېښې نه کړي.

ورسره له دې سختې پوښتنې هم ځان ساتل غواړي چې څرنګه د دې ډلې مشرتابه ایران کې مېشت دی، هغه ایران چې جهادي کړۍ یې خپل لوی دوښمن ګڼي.

تېر کې د القاعدې دننه سرچینو تایید کړې وه چې د لوړې کچې ځینې مشران یې ایران کې دي.

سیف العدل

د عکس سرچینه، FBI

د عکس تشریح، ایف بی ایي سیف العدل د هغه "ترهګرو" نوملړ کې شامل کړی دی چې ډېرلټون یې کوي.

له ۲۰۲۲ کال راپدیخوا د اسلامي دولت نومې ډله د القاعدې په اړه وايی چې" دایران تر اغېز لاندې ده"، او دې لپاره ایران کې د سیف العدل شتون د دلیل په توګه وړاندې کوي.

د القاعدې پلویان د دې بېلابېل سپیناوي وړاندې کوي. دوی وايی د القاعدې امکانات محدود دي، او سیف العدل په حقیقت کې نظر بند و یا هم د ایران پرېښودو اجازه نه ورکول کېده.

داسې ښکاري چې القاعده د یو کمزوري توازن پیدا کولو هڅه کوي یعنې یو خوا خپل هغه پلویان چې د ایران مخالف دي خوشاله ساتل غواړي او بلخوا د ایران له خفه کولو ځان ساتي.

ایران سره له نظري اختلاف سره سره د القاعدې ځینې کړۍ د عملي دلیلونو له امله کله نا کله ایران سره محدوده ستراتېژیکه ملګرتیا سمه ګڼي. هغه ډول ملګرتیا چې فلسطینۍ ډله حماس یې ایران سره لري.

په شخړه چوپتیا

د القاعدې د مرکزي مشرانو په څېر د دې ډلې سیمه ییزو څانګو د ایران امریکا او اسرائیلو پر جګړې مخامخ څه نه دي ویلي.

دې کې یمن کې د القاعدې څانګه هم شامله ده. دا څانګه په تېرو څو کلونو کې په نړیواله کچه د جهادي روایت وړاندې کولو کې تر ټولو مخکې وه.

د منځني ختیځ پر روانې شخړې یوازې د دې ډلې د جنوبي اسیا څانګې خپل غبرګون ښودلی دی. دې څانګې د " نوا غزوه هند" جریدې د مارچ د اتمې ګڼه کې یو مضمون خپور کړی دی. دې کې ایران سره یو ډول کمزورې خواخوږي ښودل شوې وه.

له دې وړاندې چې اسلامي نړۍ کې هر ډول لویه پېښه شوې القاعده پرې چوپه نه ده پاتې شوې.

د بېلګې په توګه د غزې شخړې په اړه القاعدې څرګندې ویناوې کړې وې، خو هلته بیا اسلامي دولت نومې ډله په دې لړ کې دومره فعاله نه وه.

خو دې سره سره القاعده په عمومي ډول هڅه کوي چې دحماس ستاینه ونه کړي پرځاي یې "فلسطیني مجاهدین" یا هم د حماس پر پوځي څانګه " د عزالدین قسام لوا" تمرکز کوي.

د تېر کال د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال هم القاعده غلې وه خو دا چې دا ځل شخړه لویه ده او اغېزې یې هم پراخې دي، د القاعدې چوپتیا ته ډېر پام اوړي.

د ډېرو تندلارو ډلو دریځ دا دی چې د ایرن ملاتړ سم نه دی، خو اوس داسې ځینې ډلې هم شته چې د ایران د ملاتړ غږ پورته کوي، خو د دوی شمېر ډېر کم دی.

د القاعدې د ملاتړو ډلو مخې ته راتلل

د مارچ پر لومړۍ یعنې د جګړې له پیل دوه ورځې وروسته د "اجناد بیت المقدس" یعنې د بیت المقدس د سرتېرو په نوم یوه مرموزه ډله راڅرګنده شوه.

داسې شونتیا شته چې دا ډله په سوریې کې فعاله ده. دې ډلې د القاعدې د ملاتړ اعلان کړی و. د دې ډلې وینا وه چې د فبرورۍ پر څلورمه یې د القاعدې د "جهاد" غږ په ځواب کې دا ډله رامنځته شوې. وروسته دې ډلې سوریې او سیمه کې د امریکا اواسرائیلو پر پوځیانو څلور واړه بریدونه هم کړی وو.

القاعدې تراوسه دې ډلې په اړه څه نه دي ویلي خو اسلامي دولت نومې ډلې دا نوې وسله واله ډله د ایران د لاس الې بللو سره رد کړې ده.