ایران د بډايه شویو یورانیمو زېرمې لري خو ایا کولی شي اټومي وسلې جوړې کړي؟

 ساینسپوهان په یوه اټومي تاسیساتو کې پر کار بوخت دي

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC

    • Author, لويسا بروچو
    • دنده, بي بي سي نړيواله څانګه
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د ایران د بډايه شويو یورانيمو زېرمې يو ځل بيا وروسته له هغه د پاموړ وګرځېدلې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وويل، تهران موافقه کړې چې دا مواد د جګړې د پایته رسولو د هوکړې د يوې برخې په توګه وسپاري.

خو د دوشنبې په ورځ د ایران د بهرنيو چارو مرستيال وزير سعيد خطيب زاده دا ادعا رد کړه او د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته يې وويل، چې دا ډول څه "هېڅکله کېدونکي نه دي".

په داسې حال کې چې دواړه خواې د نورو سوله ييزو خبرو لپاره د يوې لارې په اړه خبرې کوې، د دې موادو راتلونکی ښکاري چې د بحث يوه مهمه موضوع به وي.

خو بډايه شوي يورانيم څه دي او ولې دومره مهم دي؟

بډايه شوي يورانيم څه دي؟

يورانيم په عمومي ډول له دوو ايزوټوپونو لومړی يو-۲۳۸ (U-238) او بل يو-۲۳۵ (U-245) څخه جوړ دي.

له ۹۹ سلنې زيات طبيعي يوارنيم يو-۲۳۸ دي چې په اسانۍ سره اټومي ځنځيري غبرګون نشي ساتلی. دويم ډول یې چې يو-۲۳۵ دی شاوخوا ۰.۷ سلنه دي چې په اسانۍ سره وېشل کېږي او د اټومي وېش یا فيژن کې انرژي خوشي کوي.

د دې لپاره چې يورانيم ګټور شي باید د بډاينې د پروسې له لارې یې د یو-۲۳۵ تناسب زيات شي.

لومړی يورانيم په ګاز بدلېږي. دا ګاز بيا سنټرفيوژنو یا بټيو ته ورکول کېږي. کله چې بټيو کې دا څرخي درانه يورانيم يو-۲۳۸ لږ څه بره ځي او سپک يورانيم يو-۲۳۵ مرکز ته نژدې پاتې کېږي.

له دې لارې يو-۲۳۵ یورانيم چې ګټور او کم دی ورو ورو له عامو يورانيمو يو-۲۳۸ څخه جلا کېږي.

دا يورانیم بيا له بټيو څخه را ايستل کېږي.

Graphic shows how a centrifuge works to separate the different isotopes of uranium

اټومي بټيو او وسلو کې کارېدونکو يورانيمو تر منځ توپير څه دی؟

د بډاينې بېلابېلې کچې يورانيم د مختلفو کارونو لپاره مناسب ګرځوي.

لږ بډايه شوي يورانيم چې عموما له دريو تر پنځو سلنو پورې يو-۲۳۵ يورانيم ولري برېښناکوټونو کې د سون توکي په توګه کارول کېږي. دا اندازه بسنه کوي چې يو کنټرول شوی ځنځيري غبرګون وساتي خو د وسلو لپاره له اړينې کچې ډېر ټيټ دي.

له دې ډېرو بډايه شويو يورانيمو چې کچه یې تر ۲۰ سلنې زياته وي په څېړنيزو بټيو کې کارول کېږي. د وسلو لپاره يورانيم بيا ۹۰ سلنه بډاينې ته اړتيا لري.

په دې اندازه بډایو يورانيمو کې شرايط داسې وي چې اټومي غبرګون نژدې سملاسي له کنټروله وځي. کله چې د دې موادو کافي اندازه سره يو ځای شي، اټومونه په بېساري چټکۍ سره وېشل کېږي او په يوه شېبه کې په ستره اندازه انرژي خوشې کوي.

همدا د يورانيمو د ملکي او پوځي کارونې تر منځ توپير شته دی. په بټۍ کې سون توکي يوزاې لږ بډايه کېږي او غبرګون په قصدي ډول ورو او په دقت سره کنټرولېږي چې انرژي په تدريجي ډول د مياشتو یا کلونو په اوږدو کې خوشې شي خو په اټومي بم کې هدف سرچپه وي، دا چې غبرګون بايد په يو ځل په بشپړه چټکتيا سره وښيي.

د ۲۰۱۵ کال د يوې هوکړې له مخې د شپږو نړيوالو ځواکونو چين، فرانسې، جرمني، روسيې، امریکا او بريتانیا ترڅنګ پر ایران دا محدويت لګول شوی چې يورانيم بايد له ۳.۶۷ سلنې زيات بډايه نه کړي.

همدا راز دې تړون د دې هېوادونو زېرمه تر ۳۰۰ کيلوګرامه پورې محدوده کړې. د سنټرفيوژونو یا بټیو شمېر یې راکم کړی او تر ځمکه لاندې تاسيساتو کې بډاينه یې منعه کړې.

Graphic shows how different concentrations of U-235 in uranium affect its potential use.

ولې د بډاينې کچه مهمه ده؟

هرڅومره چې د بډاينې کچه لوړه وي، هغومره يوارنیم دې ته نژدې کېږي چې په اټومي وسلو کې وکارول شي.

شل سلنې بډاينې ته رسېدل يو مهم پړاو بلل کېږي، ځکه چې تر دې ځایه پورې د وسلو د کچې موادو د توليد لپاره ډېرې تخنیکي هڅې وړاندې ترسره شوې وي.

طبيعي يورانيم، شل سلنې بډایو موادو ته اړول زرګونه ځلې د جلا کولو له پړاونو تېرې او ډېر وخت او ډېرې انرژۍ ته اړتيا لري.

د دې برخلاف له شل سلنې تر شاوخوا ۹۰ سلنې پورې د يورانيمو بډاينه ډېر لږ نورو پړاونو ته اړتيا لري.

دا په دې معنی هغه يورانيم چې لوړو کچو ته بډايه شوي وي، په نسبتا لږ وخت کې د وسلو کچې موداو ته نور هم ژر تصفيه کېدلی شي.

ایران څومره يورانيم لري؟

د اوسنيو خبرو اترو په منځ کې دا پوښتنه راپورته شوې چې د ایران له شته بډايه شويو يورانيمو سره باید څه وشي.

د جګړې په پيل کې د امریکا د لوړ پوړو چارواکو په وينا، ایران شاخوا ۴۴۰ کیلوګرامه يورانیم لرل چې تر ۶۰ سلنې پورې بډايه شوي وو. دا مواد نسبتا په چټکۍ سره د ۹۰ سلنې کچې ته رسېدلی شي چې د وسلو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کېږي.

ایران همدارنګه شاوخوا ۱۰۰۰ کیلوګرامه هغه يورانيم لري چې تر ۲۰ سلنې پورې بډايه شوي او ۸۵۰۰ کيلوګرامه هغه چې شاوخوا ۳.۶ سلنه بډايه شوي دي چې عموما د ملکي موخو لپاره کارول کېږي لکه د انرژۍ توليد يا روغتيايي څېړنې.

داسې انګېرل کېږي چې د لوړې کچې ډېری بډایه شوي يورانيم چې د اټومي وسلو لپاره کارېدلی شي، په اصفهان کې ساتل کېږي. دا په ایران کې له هغو دريو تر ځمکه لاندې اټومي ځايونو دي یو دی چې تېر کال د امریکا او اسرائیلو په هوايي بریدونو کې په نښه شوی و.

په اصفهان کې د اټومي تاسيساتو انځور

د عکس سرچینه، Google maps/BBC

خو دا لا نه ده روښانه چې د لوړې کچې بډايه شوي يورانيمو څومره اندازه په نورو ځايونو کې ساتل کېږي.

سرچينې وايي، تهران د اټومي بډاينې د ۲۰ کلن ځنډ غوښتنه رد کړې ده. پر ځای یې د پنځه کلن ځنډ وړانديز کړی دی.

همدا راز ایران دا غوښتنې هم رد کړې چې خپل ۴۴۰ کيلو ګرامه د لوړې کچې بډايه شوي يورانيم ورسپاري او پر دې ټينګار کوي چې ۶۰ سلنه بډايه شوي يورانيم به کمزوري کوي.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې مشر رافايل ګروسي د تېر کال په اکټوبر کې اسوشېټېډ پرېس ته ویلي وو چې دا اندازه که نوره هم بډايه شي، د لسو اتومي بمونو لپاره بسنه کولی شي.

ایا ايران اټومې وسلې جوړوي؟

ایران ټينګار کوي چې د دې هېواد اټومي تاسيسات په بشپړه توګه سوله ييز دي او د اټومي انرژۍ نړيواله اداره وايي د فعالو اټومي وسلو د پروګرام شواهد یې نه دي ليدلي.

د وسلو د کچې يورانيمو توليد يوازې د اټومي وسلې د جوړولو يو پړاو دی. خو یو فعال بم نور پېچلي کارونه هم غواړي لکه د سرګلولې جوړول او د لېږد يو سيستم رامنځته کول.

د وسلو د کنټرول يوه خپلواکه کارپوه پېټريشيا لوېس وايي، "ایران تر ۲۰۰۳ کال پورې د سرګلولې د طرحې په برخه کې يو څه وړتياوې لرلې خو ظاهرا یې هغه مهال دا پروګرام درولی و".

نوموړې زياتوي، "د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون له ختمېدو او د نوي تړون لپاره د خبرو اترو له پرلپسې ناکامۍ وروسته دا شونتيا شته چې ایران دې پرېکړه کړې وي چې د سرګلولې د جوړولو وړتيا پیل کړي".

د ۲۰۲۵ کال د مې مياشتې کې د امریکا د دفاعي استخباراتو ادارې د ارزونو له مخې ایران کولی شي د یوې وسيلې لپاره کافي د وسلو د کچې يورانيم "ښايي له يوې اوونۍ کمه موده کې" توليد کړي.

خو دا ارزونه دا هم وايي چې ایران "نژدې يقينا اټومي وسلې نه توليدوي"، خو که وغواړي دې پړاو ته ځان رسولی شي.

اسرائيل وايي، داسې استخباراتي معلومات لري چې ښيي ایران د اټومي وسلې د برخو په پراختيا کې "واقعي پرمختګ" کړی دی.