ملګرو ملتو افغانستان کې "په سم لاسی ډول" پر ښځینه کارکوونکو د بنديز لرې کولو غوښتنه کړې

 دملګرو ملتو دوه کار کوونکي

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ کال په ستمبر کې د ملګرو ملتو دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو په ورتګ بندېز ولګولو
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ملګرو ملتو کارپوهانو د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ددې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو پر ورتګ لګېدلی بندیز په سم لاسي توګه لرې کړي.

دې کارپوهانو په یوه اعلامیه کې پردې بندیز اندېښنه ښودلې او دا یې "د ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه کارکوونکو مېرمنوپه حقونو مخامخ ګذار" بللی دی.

اعلامیه کې وړاندې ویل شوي دي "د وسله والو پولیسو لخوا د ملګرو د دفترونو څارنه او هغوی ته د مېرمنو د ورتګ مخنیوی د منلو وړ نه دی".

دې کارپوهانو په خپله اعلامیه کې زیاته کړې ده چې "د طالبانو د بندیز دا تګلاره هېڅ کلتوري، مذهبي او اداري توجیه نه لري".

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۵ کال سپتمبر کې د ملګرو ملتو دفترونو ته د مېرمنو پر ورتګ بندیز ولګاوه. دا بندیز په داسې وخت کې لګول شوی و چې د افغانستان ځیني ولایتونه زلزلې ځپلي وو، هغه وخت ملګرو ملتو ویلي وو چې ددې بندیز له امله له زلزلې اغېزمن شوو مېرمنو ته مرستو رسولو کې ستونزو سره مخامخ دي.

له دې تازه غوښتنې وړاندې هم ملګرو ملتو د دې بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي راپورټر ریچرډ بېنېټ هم په ایکس یو پیغام کې دا بندیز غندلی او دا یې "د افغان مېرمنو پر حقونو نه توجیه کېدونکی ګذار" بللی دی. ده ویلي چې دا بندیز ددې سازمان ژوند ژغورونکې مرستې اغېزمنوي.

د ملګرو ملتو د کارپوهانو په وینا "ددې بندیز دوام د منلو وړ نه دی او د نړیوال قانون له مخې د مېرمنو له حقونو سرغړونه ده".

" دا بندیزونه پر افغان مېرمنو ژور اغېز کوي"

یوې شمېرې مېرمنې  د مرستو له یو مرکزه مرستو ترلاسه کولو لپاره راغونډې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

تر دې وړاندې په روانه اونۍ کې د ملګروملتو د بشري حقونو سازمان هم په افغانستان کې بشري حقونو پر حالت اندېښنه ښودلې وه.

ددې سازمان مشر والګر ترک په جنیوا کې افغانستان کې د بشري حقونو حالت په اړه د راپور وړاندې کولو پرمهال ویلي وو "د طالبانو حکومت لخوا د بندیزونو تګلاره افغان مېرمنو باندې تاوان رسوونکی اغېز کوي".

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتو د کارپوهانو دې غوښتنو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

د ملګرو ملتو دې راپور کې د ۲۰۲۵ کال له اګسته د ۲۰۲۶ کال تر جنورۍ افغانستان کې بشري حالت څېړل شوی او خبرداری ورکړ شوی و چې د طالبانو واکمنۍ کې د عادي خلکو په ځانګړې توګه د مېرمنو او نجونو حالت ډېر خراب شوی دی.