پر مصنوعي ځيرکتیا جوړه هغه لنډه ویډيويي لړۍ چې لوبغاړي یې مېوې او ترکارۍ دي

هغه لنډه ډرامه چې اصلي لوبغاړي یې مېوې دي او د نړۍ ګوټ ګوټ کې یې خلک پر ځان رامات کړي

د عکس سرچینه، TikTok account ai.cinema021

د عکس تشریح، دا پر مصنوعي ځیرکتیا د جوړې شوې هغې لنډې ویډيويي لړۍ یو انځور دی چې پر ټېک‌ټاک خپرېږي او د څو اوونیو موده کې یې میلیونونه مینه وال موندلي
    • Author, ساکشي وېنکترامان
    • دنده, بي‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

پر ټېک‌ټاک د لنډو ویډیو ګانو یوه نوې لړۍ پيل شوې چې لوبغاړی یېبارسلونا مېشتی ۲۴ کلن الو دی. دهو انسان نه بلکې الو یې کرکټر دی.

ښايي تاسو به فکر کوئ چې کوم مستعار نوم دی خو دا په ریښتیا الو دی، د مېوې الو!

دغه لړۍ چې د مېوې مینې ټاپو اې ای (مصنوعي ځيرکتیا) بڼه نومېږي له یوې میاشتې هم کمه موده مخکې پیل شوې او ښايي د لنډو ویډیوګانو لومړنۍ ډېره لاس په لاس شوې خپرونه وي چې په بشپړه توګه د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ جوړه شوې ده. دغه ډرامه د ای ټی وي (ITV) رسنۍ هغې نامتو لړۍ ته ورته ډیزاین شوې چې د مینې ټاپو نومېږي خو دلته بیا د انسانانو پر ځای مېوې کرکټرونه لوبوي.

یو بارسلونایی له مېوې جوړ کرکټر یې پلمېرو (الو) نومېږي. نور یې بیا واټرملینا (هندواڼه)، بنانیتو(کېله) او چریټا (ګیلاس) نومېږي.

پر ټېک‌ټاک د دغې یوې دقیقې لنډو ویډیو ګانو لړۍ یوه برخه هر ورځ پر ټېک‌ټاک کې خپرېږي چې د څو اوونیو موده کې یې سلګونه میلیونه لیدونکي پر ځان ورمات کړي. همداراز، د دې ویډیوګانو خپروونکی یو داسې نامعلوم کس دی چې اوس د همدې ویډیوګانو له امله پر ټېک‌ټاک ۳،۳ میلیونه کسانو فالو کړی.

پر انټرنټ په دې اړه د خلکو نظرونه سره وېشلي دي. ځینې وايي دا د ټیټ کیفیت "د مصنوعي ځیرکتیا محتوا" یوه بله بېلګه ده چې نامعلوم کسان یې جوړوي او لا هم جدي او وفادار مینه‌واله مومي.

د لوېدیځ ځینو نامتو ستورو بیا ویلي، دغه ډېره لاس په لاس شوې لړۍ څاري، لکه سندرغاړي جو جوناس او زارا لارسن.

لارسن د ټېک‌ټاک د یوې ویډیو د تبصرې برخه کې لیکلي وو چې: "بخښنه غواړم، نن د باندې نشم وتلی، ځکه غواړم وګورم چې له چاکلېټینا (چاکلېټ) او سټرابېرټو (ځمکني توت) سره څه روان دي". خو وروسته یې بیا د مینه والو د غبرګونه له امله دا لیکنه ړنګه کړه.

جوناس هم د خپلې ټېک‌ټاک یوې ویډیو پر تبصره لیکلي وو: "زه د واټرملین (هندواڼې) په اړه اندېښمن یم."

د برتانوۍ لړۍ "مینې ټاپو" اصلي خپرونې په څېر دلته هم کرکټرونه له یو بل سره سیالي کوي چې ځان ته جوړه ومومي او په ټاپو کې پاتې شي. دا کار د شخړو، مینې، جلا کېدو او ان فزیکي جنجالونو لامل ګرځي او دا ټول په داسې فضا کې چې د مینې ټاپو یا لو ایلنډ لړۍ له صحنو سره ډېرورته والی لري.

بي بي سی له ای ټي وي رسنۍ چې د دغې لړۍ جوړوونکې ده نظر وغوښت خو ځواب یې ونه ویل. خو د "مېوې مینې ټاپو" لړۍ نامعلوم جوړوونکي بیا ویلي چې د دې لړۍ څو برخې د ټېک‌ټاک له‌خوا لیرې شوې دي. خو لامل یې روښانه نه دی. اوس همدغه لړۍ پر یوټیوب خپرېږي.

د مینې ټاپو لړۍ امریکایۍ بڼې ځینو پخوانیو ګډونوالو هم خپل نظرونه څرګند کړي دي چې ځینو یې ویلي هېڅکله به پر اې ای جوړه دغه لړۍ ونه ګوري او نه به یې ملاتړ وکړي.

د مېوه لرونکو کرکټرونو دغه لړۍ له څو میاشتو راهیسې ډېره مشهوره شوې او ګڼ شمېر نورو ټېک‌ټاک کاروونکو یې هم له خپرولو ګټه پورته کړې.

امایا اېسپاینل چې د مینې ټاپو د اصلۍ لړۍ له ګډونوالو یوه وه ویلي چې د هغې د کرکټر په څېر یواکونټ هم پر ټېک‌ټاک جوړ شوی چې انایا پاپایا نومېږي او داسې ښکاري د هغې د شخصیت پر بنسټ جوړ شوی وي. دغه اکونټ یوازې د پنځو ورځو موده کې ۳۳ زره مینه وال موندلی دي.

اغلې امایا په ټوکه وویل: "هغه زما دښمن دی."

د مینې ټاپو دوو نورو ستورو کېلر مارټین او جانا کرېګ بیا ویلي چې د دغې لړۍ له لیدو خوند اخلي او له یوې برخې سره یې خپله ویډیو هم د ټېک‌ټاک لپاره جوړه کړې ده.

اوس ګڼ شمېر خلک د دې لړۍ په کتلو بوخت دي او خپلې رایې ورکوي چې له مېوو جوړه کومه جوړه یې ډېره خوښه ده، او څوک باید له ټاپو ووځي او د راتلونکې برخې لیدو ته یې انتظار باسي.

که څه هم دا تر ټولو ډېره خپره شوې ویډیو نه ده چې د اې ای په بڼه جوړه شوې، نورې بېلګې یې هم شته لکه "پسرلی ښکلی شو".

خو دغه ویډیوګانې د هر چا نه خوښېږي. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي او کارپوهان وایي چې د اې ای دغه لړۍ یوازې یوه ساتېري ده چې د خلکو له لنډ شوي تمرکزه ګټه اخلي.

د دې ویډیوګانو نامعلوم جوړوونکي بیا ویلي چې پر هرې برخې یې ساعتونه کار کېږي. دی وايي:

"زه متن لیکم، صحنې پلان کوم، اوخپل کار په بیا بیا ځلې ګورم ځکه مصنوعي ځيرکتیا ډېری وخت تېروتنې کوي."

خو نیوکه کوونکي وایي چې دغه ډول انیمېشن یا کارتوني "روح نه لري" او د اې ای د احتمالي منفي اغېزو پر وړاندې ارزښت نه لري. یوه کاروونکي بیا ان لیکلي: "همدا لامل دی چې ځمکه له منځه ځي!"

یوه څېړنه اټکل کوي چې د اې ای پر بنسټ د معلوماتو مرکزونه به تر ۲۰۲۷ کاله ښايي په نړۍ کې ۱.۷ ټریلیونه ګیلنه اوبه مصرف کړي.

لېنګول وایي: "موږ ډېرې سرچینې کاروو چې داسې محتوا جوړه کړو چې هېڅ پیغام نه لري او نه کوم بحث مخته وړي."

هغې زیاته کړه چې اې ای کولی شي مهم کارونه هم ترسره کړي، لکه د لرغونو ژبو ساتنه یا د سرطان په څېړنو کې مرسته. خو: "دا هغه اې ای نه دی... دا یوازې بې‌ګټې شیان خپروي."