د خبریالانو د خونديتوب کمېټه: په خلیج هېوادونو کې سلګونه کسان د ایران د بریدونو ویډیوګانو خپرولو په تور نیول شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د خبریالانو د خونديتوب کمېټه وايي، په خلیج هېوادونو کې سلګونه کسان د ایران بریدونو پورې اړوند موادو خپرولو له کبله نیول شوي دي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېټې په خلیج هېوادونو کې له ایران سره د امریکا او اسرائیلو د جګړې پر مهال "پر رسنيو د سخت سانسور" له امله نیوکه کړې ده.
متحده عرب اماراتو ویلي، د جګړې پورې اړوند د ناسمو معلوماتو د ثبتولو یا خپرولو په تور ۳۷۵ کسان نیول شوي، او د دوی قضیې څارنوالانو ته راجع کړل شوې دي.
د اماراتو یوه چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د امنيتي کچې د لوړېدو په حالت کې د داسې ګامونو پورته کولو "سمه کړنلاره" بللې ده.
قطر هم د بېلابېلو هېوادونو له ۳۰۰ زیات وګړي د عکسونو خپرولو او "ګمراه کوونکو معلوماتو" په تور نيولي دي.
بحرین او کویت هم ورته ګامونه پورته کړي.
په همدې مهال ایران او اسرائیلو هم په جګړه کې د بریدونو یا لاسوهنې پورې اړوند موادو خپرولو په تړاو سخت قوانین وضع کړي دي.
د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټه په عربي هېوادونو کې "پر رسنیو د سخت سانسور" په تړاو اندېښمنه ده
د ژورنالیستانو د خونديتوب کمېټې اعلان کړی چې یو مشهور خبریال، احمد شهاب الدین د شپږو اونیو لپاره په کویت کې توقیف شوی دی.
نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې ۴۱ کلن کویتی-امریکایی خبریال د شاوخوا یوې نیمې میاشتې (مارچ ۲) راهیسې په کویت کې نه دی لیدل شوی او نه یې انلاین څه خپاره کړي دي.
احمد شهاب الدین د نیویارک ټایمز، پي بي اېس، الجزیرې انګلیسي، او یو شمېر نورو معتبرو نړیوالو رسنیو سره کار کړی دی.
د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې راغلي، "ویل کېږي چې چارواکو هغه د غلطو معلوماتو خپرولو، ملي امنیت ته زیان رسولو، او د ګرځنده ټلیفون ناوړه ګټه اخیستنې، مبهم او پراخو تورونو په تور نیولی دی چې معمولا د خپلواکو خبریالانو د چوپتیا لپاره کارول کېږي."
ایران د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په غبرګون کې چې د فبروري پر ۲۸مه پیل شوي، په ګاونډیو خلیجي هېوادونو کې د امریکا پوځي او د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي دي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېټه وايي، د احمد شهاب الدین یو پوسټ هغه ویډیو وه چې په کویت کې د امریکا پوځي اډې ته نژدې د امریکا د جنګي الوتکې د غورځېدو شېبه په کې ليدل کېږي.
کویت د مارچ پر ۱۵مه یو قانون تصویب کړ چې د پوځي ادارو په اړه د غلطو اوازو خپرول د خلکو د باور د کمزوري کولو په هدف تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لري.
د کویت د کورنیو چارو وزارت هم د فبروري پر ۲۸مه له خلکو وغوښتل چې د توغندیو د شنډېدو فلمونو او په ټولنیزو رسنیو کې د خپرولو یا د امنیتي ځواکونو د عکسونو اخیستلو څخه دې ډډه وکړي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېټه د نيول شوي خبریال د سملاسي خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د کویت حکومت تر دې دمه په رسمي ډول د قضیې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په امریکا کې د کویت سفارت د احمد شهاب الدین د وضعیت په اړه د خبریالانو د خونديتوب کمېټې ته د نظر غوښتنې ځواب نه دی ورکړی.

















