د ایران جګړه: ایا خلیجي هېوادو کې د ژوند په بیه کار کول هوښیاري ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, آزاده مشیري، جوئل ګنټو
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, دوبۍ
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
له بریدونو وړاندې د خطر زنګ اورېدو سره نورما تکتون دعا ګانې پیلوي. نهه څلوېښت کلنه نورما قطرکې د کور یوه خدمتګاره ده، ددې مېړه او درې کوچنیان زرګونه کیلومتره لرې په فیلپین کې اوسېږي. قطر یو له هغو هېوادو دی چې د ایران پرضد د امریکا او اسرائیلو جګړې کې بند پاتې دی. نورما هر وخت لاس په دعا وي چې کله به په خوندي ډول خپل هېواد ته ستنیږي.
دې بي بي سي ته وویل چې "کله هم د ویشتل شوو توغندیو انځورونه او ویدیوګانې ګوري ډېره وېریږي، زه غواړم خپلې کورنۍ لپاره ژوندۍ پاتې شم".
څه وخت چې د خلیج پر شتمنو هېوادو د امریکا د پوځي اډو د شتون له امله بریدونه پيل شول یو لوی شمېر بهرنیان له دې هېوادو ووتل.
خو دې حالت هغو لکونه کسانو ته چې دې هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې کار کوي ستونزې پیدا کړي دي. دوی له ډېرې مودې د خلیج شتمنو اقتصادونو کې ونډې سره خپلو هېوادو کې خوارو کورنیو سره مرسته کړې ده.
نورما هيله درلوده چې قطر کې کارکولو سره به د خپلو بچو د زدکړې لګښتونه پوره کړی شي، له همدې امله هغې له نژدې تېرو دوو لسیزو سعودي، متحده عربي اماراتو او قطر کې کورونو کې د خدمتګارې په توګه کارکړی دی. هغه څه چې قطر کې هغه پاتې کېدو ته اړباسي هغه ددې تنخوا ده.
د فیلپین هغه وګړي چې قطر کې کورونو کې د خدمتګارانو په توګه کار کوي هره میاشت لږ ترلږه ۵۰۰ ډالره تنخوا لري، چې دا معاش فیلپین کې د ورته کار له تنخوا نژدې پنځله ځله زیات دی.
نورما وايي "هیله لري چې نړۍ کې به بیا سوله راځي او حالت به بېرته د پخوا په څېر کېږي، همدا زما دعا ده".

د عکس سرچینه، Getty Images
خو، د جنګ له امله هغه پر دې فکر کوي چې هلته کار جاري وساتي که نه.
د ایران جنګ په لومړنۍ اغېزمنو شوو کې د فیلپین د ۳۲ کالنه میري این ویولاسکیز هم شامله ده . دې اسرائیلو کې د روغتیا برخه کې کار کاوه.
د فیلپین په پلازمېنې منیلا کې د اسرائیلو سفارت په وینا، هغه په تل ابیب کې هغه مهال ژوبله شوه چې پر یو اپارتمان د بالستیک توغندي د لګېدو وروسته یې یو ناروغ خوندي ځاي ته لېږداوه.
د کار د نړیوال سازمان (آی ایل او) د شمېرو ترمخه په خلیجي هېوادونو کې ۲۴ لکه بهرنیان د کارګرو په توګه په دندو بوخت دي. دې کې ډېر یې د هندوستان، پاکستان، بنګله دېش، شري لنکا، فیلپین او اندونیزیا وګړي دي.
آی ایل او وايي دوی څخه یې ډېر یې په کمې تنخوا کوي یا داسې کارونو کې بوخت دي چې خطر کې په ډېر وي او د روغتیايي اسانتیاوو په څېر بنسټیزه خدمتونو ته هم ډېر کم لاسرسی لري.
د راپورونو له مخې د روان جنګ له امله تراوسه پورې لږ تر لږه ۱۲ کارګر چې د جنوبي اسیا اوسېدونکي وو هلته وژل شوي دي. په دوی کې د نیپال یو ۲۹ کلن ځوان دیباس شریستا هم دی، ده ابوظبۍ کې د امنیتي ګارد په توګه کار کاوه چې د مارچ پر لومړۍ نېټه یې یو ایراني برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
دده کاکا رمېش بي بي سي ته وویل "ما هڅه وکړه چې هغه نيپال ته راشي، خو هغه ویل ابوظبۍ کې ښه دنده لري او ژوند یې هم هلته ښه دی".
کله چې جنګ پیل شو، شرېستا خپلې کورنۍ ته ډاډ ورکړی و چې هلته هر څه خوندي دي. ده پر خپل فیسبوکپاڼه لیکلي وو "کله چې تاسې خبرونه ګورئ هرومرو به اندېښمنېږئ، خو ځینې وخت خبرونو کې مبالغه کېږي یا هم تېراییستونکي وي".
د هغه کاکا وايي "شرېستا د خپل مور او پلار کور بیا جوړولو لپاره روپۍ جمع کولې، د هغوی کور د ۲۰۱۵ کال کې زیانمن شوی و".
رمېش وايي "هغه د خپل مور او پلار یواځېنی زوی و، ډېر مهربانه او ډېر هوښیار و".

د عکس سرچینه، BBC/Dibash Shrestha's family
دوبۍ چې له ابوظبۍ نه ۱۲۰ کېلومتره لرې ده، په فضا کې یو ویشتل شوي توغندي پاتې شونو راپرېوتلو له امله یو ۵۵ کالن بنګله دېشی وګړی ووژل شو. دده زوی عبدالحق وايي "ده هم په متحده عربي اماراتو کې خپل پلار سره یوځای کار کاوه، خو د جنګ شروع کېدو نه وړاندې هغه بنګله دېش ته ستون شو".
د هغه پلار کور ته هره میاشت له ۵۰۰ تر۶۰۰ ډالر استول. دا د جنوبي اسیا دې غریب هېواد کې ډېرې پېسې ګڼل کېږي. احمد روژه کې ووژل شو، د هغه زوی ته ویل شوي چې هغه د روژه ماتي پر مهال برید کې مړ شوی.
عبدالحق وايي "دوبۍ یې خوښېدله خو اوس یې د ټولې سیمې په اړه نظر بدل شوی، دا سیمه اوس خوندي نه ده، څوک هم نه غواړي چې خپل پلار له لاسه ورکړي".
د اسیا حکومتونه په منځني ختیځ کې د کارکوونکو ستنولو لپاره په بېړني توګه هڅه کوي. خو د توغندیو بریدونو دوبۍ، ابوظبۍ او قطر ته تګ راتګ نظام ګډوډ کړی دی. له دې امله هغه کسان چې خپلو هېوادو ته ستنېدل غواړي اړ دي چې اوږدې لارې غوره کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خپل هېواد ته د ستنېدو لپاره ۲۳۴ فیلپیني وګړو قطر، کویت او بحرین نه سعودي ته د ځمکې له لارې اته ساعته سفر وکړ
هلته ۱۰۹ نورو کسانو د فلپین هوايي کرښې الوتکې کې د سفر لپاره انتظار کاوه.
د حکومتي شمېرو ترمخه، د مارچ تر ۲۳مې نژدې دوه زره فیلپیني وګړي الوتکو کې خپل هېواد ته لېږدول شوي دي.
فیلپین له ۲۰ لکه بهرنیو کارکوونکو نژدې نیمايي یې منځني ختیځ کې کار کوي او ددې کسانو لخوا استول شوې پيسې د فیلپین د اقتصاد ۱۰ سلنه جوړوي. له بهره دا استول کېدونکې پېسې بنګله دېش لپاره هم ډېرې مهمې دي. ځکه د بنګله دېش د ۱۴۰ لکه بهرنېوو کارکوونکي اکثره یې په منځني ختیځ کې دي.
د جګړې له پیله نژدې ۵۰۰ بنګله ديشي وګړي خپل هېواد ته ستانه شوي دي، زرګونه ستنېدو ته انتظار کوي خو ډېرو ته د خپلو کوربه هېوادو پرېښودل اسانه نه دي.
د برما/میانمار اوسېدونکي سو سو په ۲۰۲۱ کال کې خپل هېواد کې د کورنۍ جګړې له امله دوبۍ ته تللی و. دی وايي چې "اوس له کوره کار کول ورته د کورونا وخت رایادوي، ما د بېړنیو اړتیاو یو بکس تیار کړی، دا عادت ما برما کې خپل کړی و، دلته وخت نا وخت د خطر زنګ وي"، خو ټولو ستونزو سره دی زیاتوي "دلته د ډېر ارام احساس کوی او باوري یم چې یو ورځ به هر څه سم شي".


















