BBC News, پښتو - کور پاڼه

ایران-امریکا-اسرائيل

ژوندۍ پاڼه,
اسرائيل د ټرمپ لخوا تهران ته د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو مخکې ایران کې پر څو مهمو زېربناو بریدونه کړي

اسرائيلي ځواکونو نن دوشنبه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا تهران ته د هوکړې لپاره د سې‌شنبې تر سهار د ټاکل شوي ضرب‌الاجل له پای ته رسېدو مخکې ایران کې پر بېلابېلو زېربناو او تاسیساتو بریدونه کړي دي. د رپوټونو له مخې په دغو بریدونو کې د پېترو کیمیاوي‌ توکو عسلویه او مارودشت تاسیسات، په تبریز او اصفهان کې صنعتي کارخانې او د خرم‌اباد لویه لار په نښه شوي‌ دي. له دې سره رپوټونه وايي، چې ایران هم پر اسرائيل او سیمه کې د امریکا پر نورو متحدانو تازه بریدونه کړي‌دي.

مهم خبرونه

  • یو انځور چې ادعا کیږي د هغو الوتکو سوځیدلي ټوټې ښیي چې په ایران کې د بند پاتې شوي هوایي ځواک غړو د موندلو لپاره د متحده ایالاتو د ماموریت پر مهال  ویجاړې شوې وې.

    په ایران کې د امریکا د هوايي ځواک افسر څنګه وژغول شو؟

    د امریکا پوځ د الوتکې عمله غړی وروسته له هغه چې جنګي الوتکه یې د ایران په یوې لیرې سیمه کې وویشتل شوه، په ډېر ډراماتیک ډول وژغورل شو.

  • اسرائيل - پاکستان - ایران

    تهران او واشنګټن د اوربند طرحه ترلاسه کړې؛ ایران وايي د خپلو ګټو په رڼا کې یې ورته ځواب چمتو کړی

    رویټرز خبري اژانس وايي چې د امریکا متحدو ایالتونو او ایران له جګړې د لاس اخیستلو په تړاو له پاکستانه یوه طرحه ترلاسه کړې ده. رویټرز دا خبر د یوې باخبره سرچینې په حواله ورکړی دی. دې سرچینې رویټرز ته ویلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډمارشال عاسم منیر تېره "ټوله شپه" د امریکا له مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس، منځني ختیځ لپاره د ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف او د ایران له بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سره په اړیکه کې و. ویل کېږي د دې طرحې له مخې په دوو پړاو کې لومړی د سملاسي اوربند او ورپسې د یوې جامع هوکړې وړاندیز شوی دی.‌

  • د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو او نشراتو وزیر

    اسلام‌اباد: افغانستان کې مو ملکیان نه دي په نښه کړي

    اسلام اباد د طالبانو د حکومت هغه ادعا رد کړې چې ګواکې د پاکستان په بریدونو کې له ۷۶۰ څخه زیات ملکي افغانان وژل شوي دي. پاکستان د طالبانو حکومت لخوا د یکشنبې پر ورځ له رسنیو سره شریک شوي مالومات او شمېرې "ناسمې او بې‌ بنسټه" بللې دي.

  • بینکاک کې یوه سیلانۍ

    یوازې سفر کوونکو ښځو ته تر ټولو خوندي پنځه هېوادونه کوم دي؟

    د هغو ښځو شمېر په ډېرېدو برېښي چې یوازې سفر کوي. د سېلانۍ او ګرځندوی خدمتونو وړاندې کوونکې اداره (ټور اپرېټرز) وايي چې په یوازې سفر کوونکو ښځو کې ډېرۍ یې هغه دي چې عمر یې له ۵۰ اوښتی او د سفر پرمهال کوم ملګري ته اړتیا نه لري. "د یوې ښځې لپاره یوازې سفر کول" دا هغه موضوع ده چې په تېرو پنځو کلونو کې د نړۍ په کچه په انلاین یا پرلیکه بڼه یې په پلټلو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی ترسترګو شوی.

  • د طالبانو حکومت ځواکونه

    د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د تازه نښتو راپورونه ورکړل شوي

    د افغانستان له ختیځ خوست ولایت څخه راپورونه وايي د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بيا سختې نښتې شوې دي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د باختر خبري اژانس د سرچینو له خولې ادعا کړې چې جګړه "پاکستاني پوځ پيل کړې" او د طالبانو حکومت یې ځواب ورکړی دی. دوی وايي، نښته هغه مهال پیل شوه چې پاکستاني لوري د تڼیو ولسوالۍ اړوند پر "ملکي خلکو" د توپونو مرمۍ وتوغولې.

لنډې ویډیوګانې

  • hdvhk
  • IRAN
  • floods
  • ماو نینګ
  • ArtemisII
  • Bierut
  • زین العابد عابد
  • Artemis II launch
  • ایران
  • خارګ ټاپو
  • جیټ

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

  • ننګرهار - ګردی کڅ

    کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي. د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا‍ تارړ بیا له خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي .

  • د ایران پر پلازمېنه تهران کې له هوايي برید وروسته لوګی اسمان ته پورته کېږي (۱ اپریل ۲۰۲۶)

    "څو شپې مې خوب نه دی کړی" ايرانيان د جګړې له امله د زياتېدونکې نهیلۍ کيسې کوي

    تر هغه وخته چې جګړه د تهران په نورو سیمو کې روانه وه، نو د "ستارې" او د هغې د همکارانو پر ژوند یې اغیز کم و. خو کله چې هغې يو خطرناک ږغ واورېد، چې د دفتر ودانۍ یې ور ولړزول، نو یې همکارانو ته وويل: " فکر کوم د بم ږغ و."

  • 
یو لاس چې د پیچکاري‌ په ډول یوه وسیله یې لاس کې نیولې او داسې ښيي چې بدن ته درمل ور پیچکاري کوي.

    ولې د وزن کمولو درملو کارول یوه چټکه حل لاره نه ده

    سارا لی بروک د وزن کمولو درملو د بدلون راوستو او اغیزو مستقیمه تجربه لري. هغې د خپل بالغ عمر ډیره برخه له چاغښت سره تېره کړی او ګڼ شمېر رژیمونه یې ازمویلي دي.

  • ماو نینګ

    چين د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ خبرې مثبتې او د پرمختګ په حال کې بللي

    د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ د چین په ارومچي ښار کې د خبرو په دویمه ورځ کوربه بېجېنګ دا خبرې مثبتې او په پرلپسې ډول د پرمختګ په حال کې بللې دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د جمعې پر ورځ (اپرېل درېیمه) په یوه خبري غونډه کې وویل، " د افغانستان او پاکستان ترمنځ خبرې په ثابت ډول مخته روانې دي."

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۷ اپریل ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۶ اپریل ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده

    دا خپرونه له بي‌ بي سي پښتو اورئ

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي

    1. ۸
      تر ټولو خوښ او ناخوښ هېوادونه کوم دي؟