کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"

ننګرهار - ګردی کڅ

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت د دغه شمېرو ورکولو پرمهال "دا د پاکستان د پوځي رژیم جنایت" بللی دی.

د پاکستان هوايي بریدونه شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۲مه له ننګرهار او پکتیکا ولایتونو څخه پیل شول.

د دغه برید له امله یوازې د ننګرهار د بهسودو په ګردي‌کڅ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي وو.

پاکستان دغه عملیات د خپل هېواد دننه د پرله‌پسې ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې غچ اخیستونکی اقدام بللی و.

د طالبانو حکومت د دغو بریدونو په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوځي مرکزونو او تاسیساتو پراخ تعرضي عملیات ترسره کړل.

په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال، ببرک احساس، وایي چې له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا او کړکېچ دوام لري او اوس هم وخت ناوخت له سرحدي سیمو په افغانستان کې د هوانونو د لګېدو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت دا ادعا هم کړې ده چې په تېرو نږدې ۴۰ورځو کې پاکستان پر افغانستان ۱۴ زره ۹۷۳ د هاوان، راکټ او توپچي مرمۍ ویشتلې او د کابل په ګډون یې په ۹ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله ایکس خپرو کړو جزییاتو کې لیکلي، چې د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.

هغه د دغو معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله تر ۲۷ زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه کېدو ته اړ شوې دي.

دا جنګ له اقتصادي پلوه هم په ځانګړې توګه پر دیورنډ کرښه د پرتو سیمو خلکو ته ډېر زیان رسوونکی بلل شوی دی.

د طالبانو لخوا ورکړ شوو شمېرو کې ادعا شوې ده چې په دغو بریدونو کې ۶۶۱ څاروي له منځه تللي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ مدرسې، ۳ کلېنیکونه او ۲۵۶ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

حمدالله فطرت لخوا خپاره شوي مالومات

د عکس سرچینه، @FitratHamd

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت مرستیال ویاند لخوا خپاره شوي جزییات

د پاکستان حکومت دې شمېرو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له خپل لوري یې تل ادعا کړې چې "په بریدونو کې یې پوځي تاسیسات او د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په نښه کړي دي".

د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو فدرالي وزیر عطا تارړ چې په افغانستان کې د دوی د پوځي عملیاتو جزییات خپروي، د مارچ ۱۸ مه اختر لپاره د لنډمهاله اوربند تر اعلانېدو مخکې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۷۰۷ افغان او پاکستاني طالبان وژل شوي او له ۹۰۰ ډېر نور دي.

هغه د طالبانو حکومت اړوندو ۲۵۵ پوستونو او ۲۳۷ ټانکو، زغره‌والو ګاډو او توپونو د ویجاړولو ادعا هم کړې وه.‌

کابل -

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د طالبانو حکومت کابل کې د روږدو د درملنې پر روغتون هوايي برید کې سلګونو کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی و

خو د روژې میاشتې په وروستیو کې د کابل ختیځ کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز شوې بمبارۍ کې چې سلګونو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه، پراخ غبرګونونه راوپارول.

افغانستان کې د پاکستان به بریدونو کې د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې دا جزییات داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان استازي له تېرو څو ورځو راهیسې د چین په منځګړیتوب په ارومچي ښار کې پر خبرو بوخت دي.