کابل وايي پاکستاني بریدونو کې "په ټولیز ډول ۷۶۱ ملکي افغانان وژل شوي"

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د فبرورۍ په ۲۲ مه د پاکستان د بریدونو له پیل راهیسې په افغانستان کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي دي.

که څه هم د دواړو خواو ترمنځ له اختروروسته په عمومي ډول تاوتریخوالی راکم شوی خو بیا هم وخت نا وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پرتو سیمو نه د درنو وسلو د بریدونو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت د دغه شمېرو ورکولو پرمهال "دا د پاکستان د پوځي رژیم جنایت" بللی دی.

د پاکستان هوايي بریدونه شاوخوا ۴۰ ورځې وړاندې د فبرورۍ پر ۲۲مه له ننګرهار او پکتیکا ولایتونو څخه پیل شول.

د دغه برید له امله یوازې د ننګرهار د بهسودو په ګردي‌کڅ کې لږ تر لږه ۱۸ کسان وژل شوي وو.

پاکستان دغه عملیات د خپل هېواد دننه د پرله‌پسې ځانمرګو بریدونو په غبرګون کې غچ اخیستونکی اقدام بللی و.

د طالبانو حکومت د دغو بریدونو په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوځي مرکزونو او تاسیساتو پراخ تعرضي عملیات ترسره کړل.

په کابل کې د بي‌بي‌سي خبریال، ببرک احساس، وایي چې له هغه وخت راهیسې تر اوسه پورې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا او کړکېچ دوام لري او اوس هم وخت ناوخت له سرحدي سیمو په افغانستان کې د هوانونو د لګېدو راپورونه ورکول کېږي.

د طالبانو حکومت دا ادعا هم کړې ده چې په تېرو نږدې ۴۰ورځو کې پاکستان پر افغانستان ۱۴ زره ۹۷۳ د هاوان، راکټ او توپچي مرمۍ ویشتلې او د کابل په ګډون یې په ۹ ولایتونو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پر خپله ایکس خپرو کړو جزییاتو کې لیکلي، چې د پاکستاني ځواکونو بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور ټپیان دي.

هغه د دغو معلوماتو ورکولو پرمهال وویل چې د پاکستاني ځواکونو د بریدونو له امله تر ۲۷ زرو ډېرې کورنۍ بې ځایه کېدو ته اړ شوې دي.

دا جنګ له اقتصادي پلوه هم په ځانګړې توګه پر دیورنډ کرښه د پرتو سیمو خلکو ته ډېر زیان رسوونکی بلل شوی دی.

د طالبانو لخوا ورکړ شوو شمېرو کې ادعا شوې ده چې په دغو بریدونو کې ۶۶۱ څاروي له منځه تللي، ۳۴ جوماتونه، ۱۳ ښوونځي، ۱۳ مدرسې، ۳ کلېنیکونه او ۲۵۶ دوکانونه ویجاړ شوي دي.

د پاکستان حکومت دې شمېرو ته مخامخ غبرګون نه دی ښودلی خوپه افغانستان کې د طالبانو حکومت ددې شمېرو له خورېدو وروسته د پاکستان د اطلاعاتو فدرالي وزیر عطا‍ تارړ د خپل لوري ورکړ شوو شمېرو کې ویلي دي"د خوارجو او افغانستان د طالبانو۷۹۶ کسان یې وژلي دي دی او له ۱۰۰۰ زیات یې ژوبل کړې دي. پاکستان "دخوارجو" توری د پاکستاني طالبانو تحریک غړو او نورو وسله والو لپاره کاروي.ر

ښاغلي تارړ دغه راز ادعا کړې ده چې "دترورستانو اړوند ۸۱ تاسیسات یې په افغانستان کې هوايي بریدونو کې په نښه کړې دي

ښاغلي تارړ چې په افغانستان کې د دوی د پوځي عملیاتو جزییات خپروي، د مارچ ۱۸ مه ا هم ختر لپاره د لنډمهاله اوربند تر اعلانېدو مخکې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې ۷۰۷ افغان او پاکستاني طالبان وژل شوي او له ۹۰۰ ډېر نور دي.

هغه د طالبانو حکومت اړوندو ۲۵۵ پوستونو او ۲۳۷ ټانکو، زغره‌والو ګاډو او توپونو د ویجاړولو ادعا هم کړې وه.‌

خو د روژې میاشتې په وروستیو کې د کابل ختیځ کې د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز شوې بمبارۍ کې چې سلګونو کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې وه، پراخ غبرګونونه راوپارول.

افغانستان کې د پاکستان به بریدونو کې د اوښتو زیانونو او مرګژوبلې دا جزییات داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو حکومت او پاکستان استازي له تېرو څو ورځو راهیسې د چین په منځګړیتوب په ارومچي ښار کې پر خبرو بوخت دي.