ولې د وزن کمولو درملو کارول یوه چټکه حل لاره نه ده

    • Author, میلیسا هوګنبوم
    • دنده, خبریال
    • رپوټ له:, London
  • د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

سارا لی بروک د وزن کمولو درملوکارونې سره د بدلون او اغېزو مستقیمه تجربه لري.

هغې د خپل بالغ عمر ډېره برخه له چاغښت سره تېره کړې او د خوړو ګڼ شمېر رژیمونه یې ازمویلي دي.

دا وايي، "هر څه چې بازار ته راوتل، ما فکر کاوه، زه به یې ازمويم ځکه کېدای شي زما لپاره ګټور وي. له بده مرغه تل مې وزن بېرته زیاتېده."

د وزن کمولو دوا یې له دوه کلونو زیاته موده وکاروله او نږدې ۵۱ کیلوګرامه وزن یې له لاسه ورکړ.

سارا زیاتوي، "ناڅاپه مې د خوړو په اړه فکر کول بند کړل."

هغې زیاته کړه، "زه اوس ډېره انرژي لرم، هغه کارونه کوم چې مخکې مې نشوی کولی. دې [درملو] راته یوه نوې ازادي راکړه. "

میلیونونه نور خلک لکه سارا اوس د سمګلوټایډ او ټیرزیپټایډ په څېر دوا ته لاسرسی لري، چې د اوزمپېک او مونجارو په نومونو سره پېژندل کېږي.

د وزن کمولو درملو کاروونکو شمېر به بازار ته د نویو دواګانو راتګ سره نوره هم زیات شي.

په دې نویو درملو کې هغه ګولۍ هم شاملې دي، چې د پخوانیو پیچکارۍ ډول وسیلو په مټ به بدن ته پیچکاري کېدل.

دا څرګنده ده چې دغه درمل د چاغښت د درملنې په برخه کې نوی پېر پیلوي.

دا یوه داسې ستونزه ده، چې اوس "کنټرول" شوې ده.

د واشنګټن پوهنتون د طب پروفیسور ډېوېډ کمینګز وايي، "دا هغه څه دي چې ما تر اوسه د معجزې ډولو درملو ته تر ټولو نژدې یا ورته لیدلي دي."

خو نور پوهان خبرداری ورکوي، چې موږ د چلند د بدلون اړتیا له پامه غورځوو، په ځانګړي ډول، چې خلک کله درمل بند کړي، وزن یې ژر بېرته زیات شي.

نو څوک، چې د وزن کمولو درمل کارول غواړي، باید له پیلولو وړاندې څه ته پام وکړي؟

څنګه کار کوي

د وزن کمولو دوا د شخص اشتها د هورمونونو په تقلید سره کنټرولوي او بدن ته وايي، چې معده دې ډکه ده.

د دې درملو تر ټولو عام یې ګلوکاګون، لکه پیپټایډ ۱ (GLP-1) او ګلوکوز متکي انسولینوتروپیک پیپټایډ (GIP) دي.

درمل د دې هورمونونو ځانګړو ریسیپټورونو سره نښلي، چې بدن ته د کافي خوړو رسېدو پیغام ورکوي.

عموماً، د درملو کارونکي په څو اونیو کې وزن کموي. که څه هم دا دوا یوازې د چاغښت د کنټرول لپاره منظورې شوې دي، خو هغه کسان چې زیات چاغ نه دي هغوی یې هم په خصوصي ډول له بازاره ترلاسه کوي.

د دوی شهرت د دې لپاره زیات شوی، چې وزن کمول یې ډېر اغېزمن دي، ۷۲ اونیو کې له ۱۴ تر ۲۰ سلنه وزن کمول معمول دي خو شاوخوا له ۱۰ تر ۱۵ سلنه خلک ډېر لږ وزن له لاسه ورکوي، چې دوی "غیر ځواب ویونکي" بلل کېږي.

د ګلاسګو پوهنتون د کارډیو میټابولیک درملو پروفیسور نوید ستار وايي، د جي اېل پی – یو ( GLP-1 ) د "کیمیاوي ډال" په څېر دی، چې خلک له اوسني چاغوونکي چاپیریال څخه ساتي. هغه چاپیریال چې له کالوریو ډک ارزانه خواړه په کې زیات دي.

کمینګز چې د وزن کمولو پروګرام پر مخ بیايي وايي، که تاسو دوا بنده کړئ، وزن به مو بېرته زیات شي. چاغ خلک چې د وزن کمولو دواوې کاروي باید دا په پام کې ونیسي، چې کېدای شي تر اوږدمهاله یې وکاروي.

ډېر خلک یې له یوه کال کارولو وروسته بندوي. د څېړنو په اساس له ۹۰۰۰ څخه د ډېرو ناروغانو د درملنې منځنی موده ۳۹ اوونۍ وه.

خلک د بېلابېلو لاملونو له امله د دوا کارونه بندوي، لکه د درملنې لګښت، د بیمې نه شتون یا اوږدمهاله درمل کارولو سره نا خوښي.

کله چې د دوا کارونه بنده شي، وزن ژر بېرته راګرځي. یوه وروستۍ څېړنه ښيي، چې د درملو بندولو وروسته وزن څلور ځله ژر راګرځي نسبت هغو کسانو ته، چې د وزن کمولو پروګرام پایته رسوي او د دې پرځای خپل چلن ته پام کوي.

یوې بلې څېړنې موندلې، چې د دوا د کارونې بندولو وروسته اتو اونیو کې وزن ۱.۵ کیلوګرامه زیات شوی، او د وخت تېرېدو سره وزن نور هم زیاتېږي. همدارنګه د لوړ فشار او نورو روغتیايي ستونزو بیا راګرځېدل هم لیدل شوي.

د وزن د ا ژر بېرته زياتېدل یې د خوړو له کبله دي.

هورمونونه هم رول لري. کله چې یو څوک وزن کموي، بدن کې یوه قوي هورموني څپه غبرګون ښيئ، چې وزن بېرته ترلاسه کړي.

دماغ د کالورۍ کمښت د انرژۍ کمښت په توګه تعبیروي، نو د درملو بندولو وروسته اشتها زیاتېږي او د بدن د انرژۍ سوځولو کچه کمېږي.

د ژوند طرز یا ډول بدلول

نوید ستار وايي، چې د ژوند طرزیا بڼې بدلولو سره یو شمېر خلک کېدای شي د دوا د کچې کمولو یا بیاځلې کارولو ته اړتیا ولري. ځینې خلک په ریښتیا د خپلو خوړو په رژیم کې بنسټیز بدلونونه راولي.

"ځینې کېدای شي لږه اندازه درملو ته اړتیا ولري، خو زیاتره یې [اوږدمهاله درملو] ته اړتیا لري ځکه چې چاپېریال هماغه ډول پاتې وي یعنې [د ژوند ډول کې بدلون نه وي راوستلی]. "

داسې اندېښنې هم شته، چې خلک یوازې په درملو تکیه کوي او د ژوند طرز نه بدلوي، سره له دې چې شواهد ښيئ د دواوو سره یوځاي د ژوند طرز بدلول د وزن په ښه کمولو کې مرسته کوي.

چټک حل نشته

د روغتیا نړیوال سازمان وایي، یوازې درمل نه شي کولی د چاغښت ستونزه حل کړي. لومړنۍ مداخلې، معاینې او د روغتیايي چاپېریال جوړول هم اړین دي.

ستار وايي، چې کله خلک درمل کاروي نو ذهني وړتیا یې د خوړو په اړه فکر کولو لپاره زیاتېږي.

خو د بریتانیا د لافبورو پوهنتون پروفیسوره اماندا ډیلی وايي، چلند کې بدلون ډېرننګوونکی دی.

چاغښت یوه اوږدمهاله، بیا راګرځېدونکې ناروغي ده، چې یوازې د دوا له لارې "نشي درملېدلی." نو اضافي ملاتړ او "پاملرنه" مهمه ده، چې په دې ډول ناروغان خپل رژیم بدل کړي او فزیکي فعالیت زیات کړي.

دی وايي ډېر خلک دا درمل د ډاکټر له مشورې پرته په خپل سر کاروي، او په دوامداره توګه د بدن معاینه نه کوي.

کوچني ګامونه د چلند په بدلولو کې مرسته کوي

دا ګامونه اصلا په تغذیه، فزیکي فعالیت، خوب او د فشار په مدیریت کې دي. د مثال په توګه د خوږ څښاک پر ځای اوبه څښل، له غرمې وروسته قهوه نه څښل، ژور ساه اخیستل کله چې فشار وي، یا پنځه دقیقې پلی تګ.

څېړونکي وايي دا د چلند بدلون لپاره لومړني مهم ګامونه دی.

.

جانبي اغېزې

ډېوېډ وايي، هر دوا جانبي اغېزې هم لری، د هغې په وینا د دوایانو کارونې سره د معدې ستونزې. د تریخي سوزېدل او هغې کې د تېږي پیدا کېدل شامل دي. دا خطر په ځانګړې توګه هغه کسانو کې ډېر دی چې ورزش نه کوي.

بلخوا یوه بله څېړنه ښيي، چې د دې درملو کارونه د زړه روغتیا ښه کوي، د انتاناتو کچه راکموي، د نشه یي توکو کارول کموي او د ذهني کمزورتیا خطرراکموي.

موږ د GLP-1 درملو اغیزمنتیا په اړه د یو څو کلونو معلومات لرو، خو د اوږدمهالو پایلو په اړه یې لا معلومات نشته.

د حمل یا میندوارۍ پرمهال د دې درملو د کارول سپارښتنه نه کېږي.

خو د چاغو خلکو د ناروغیو له کبله دا دواوې ډېرې ګټورې دي.