ایران کې د وېشتل شوې امریکایۍ الوتکې د عملې ورک غړي موندلو لپاره "وېروونکي او خطرناک" عملیات

د لوستلو وخت: ۶ دقیقې

لومړني راپورونه ښيي چې د ایران په فضا کې د غورځېدلې امریکایۍ اېف-۱۵ جنګي الوتکې پیلوټ ژغورل شوی دی.

که تایید شي، نو دا به د امریکا لخوا له لسیزو راهیسې د جګړې پر مهال د لټون او ژغورنې ماموریتونو په اوږد تاریخ کې وروستی مورد وي.

د بي‌بي‌سي د امریکايي شریک سي‌بي‌ایس په وینا، ایران کې دننه د لوېدلې الوتکې د عملې د دویم غړي د لټون عملیات روان دي.

په جګړه کې د لټون او ژغورنې (سي‌اېس‌اې‌ار) ماموریتونه له خورا پیچلو او د وخت له اړخه د ډېرو حساسو عملیاتو له ډلې ګڼل کېږي، چې د امریکا او د متحدانو پوځونه یې ورته چمتووالی نیسي.

په متحدو ایالتونو کې د هوایي ځواک ممتاز واحدونه په ځانګړي ډول د جګړې په ډګر کې د لټون او ژغورنې ماموریتونو لپاره روزل شوي او ډېری وختونه مخکې له مخکې د جګړې سیمو ته نږدې په هغو ځایونو کې ځای پر ځای کېږي چې د الوتکو د غورځېدو امکان پکې وي.

په جګړه کې د لټون او ژغورنې ماموریت څه شی دی؟

که په ساده ډول یې ووایو په جګړه کې د لټون او ژغورنې (CSAR) ماموریتونه داسې پوځي عملیات دي چې موخه یې د ورکو یا خطر سره د مخامخ پرسونل موندل، له هغوی سره مرسته او په بالقوه توګه ژغورل دي. په دې کې د غورځېدلو الوتکو پیلوټانو او ګوښې ایسار سرتېري هم شاملېږي.

د لټون او ژغورنې د دودیزو هڅو برعکس، چې ښايي د بشري عملیاتو پر مهال یا تر پېښو وروسته ترسره شي - CSAR ماموریتونه د جګړې چاپېریال یا د شخړې ډګر کې ترسره کېږي.

په ځینو مواردو کې، لکه څنګه چې یې د جمعې پر ورځ له ایرانه رپوټ ورکړ شو، دغه عملیات ممکن آن د دښمن په خاوره کې دننه ترسره شي.

سي‌ایس‌اې‌ار ماموریتونه اکثر وخت د چورلکو لخوا ترسره کېږي، د تېلو ورکولو الوتکې یې ملاتړ کوي او تر څنګ یې نورې پوځي الوتکې هم د لاسرسي وړ وي، چې د اړتیا پر مهال بریدونه ترسره او په سیمه کې ګزمې وکړي.

د امریکا په هوايي ځواک کې د CSAR ماموریتونو لپاره د ځانګړو ځواکونو (پارا ریسکیو جمپرز) یوه پخواني ډلګي‌مشر CBS نیوز ته ویلي، د داسې پېښو پر مهال چې له ایرانه یې رپوټ ورکړ شوی، د ژغورنې په عملیاتو کې لږترلږه څلېرویشت پاراریسکیو جمپرز په بلک‌هاک چورلکو کې سیمه پلټي.

نوموړی زیاته کړه چې دا ډله به د اړتیا پر مهال کې له الوتکو کښته کېدو ته چمتو وي، او کله چې ځمکې ته کیوځي نو لومړیتوب یې دا وي، چې د عملې له ورک شوي غړي سره اړیکه ونیسي.

د سي بي ایس نیوز په وینا، پارا ریسکیو جمپرز یا د CSAR ماموریتونو د ډلګۍ غړي چې کله ورک کس ومومي نو که اړتیا وي روغتیايي مرسته ورسوي، له دښمنه ځان څنډې ته او داسې ځای ته رسوي چې وژغورل شي.

د CSAR ډلګۍ پخواني قوماندان سي‌بي‌ایس نیوز ته ویلي، که دغه عملیات هر څومره وېروونکي او له خطر ډک وبلل شي، بیا هم کمه ده.

دوی زیاته کړه: "دا داسې څه دي چې دوی یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترسره کولو لپاره روزل شوي دي. دوی د هوایی ځواک د سویسۍ پوځي چړې په نوم پېژندل کېږي."

سویسۍ پوځي چړه داسې وي، چې له څو ډوله تېرو چړو رانیولې تر بیاتۍ، پېچ تاو، پلاس، ناخونګیر بېلابېل شیان پکې وي.

په یوې تایید شوې ویډیو کې چې د جمعې پر ورځ له ایرانه خپره شوه، ښکاري چې د متحدو ایالتونو پوځي چورلکې د لږترلږه یوې تېل ورکوونکې الوتکې په ملتیا د ایران د خوزستان ولایت اسمان کې فعالیت کوي.

دا ماموریتونه د وخت له اړخه ځکه خورا مهم وي، چې ښايي همدې سیمه ته د دښمن ځواکونه هم د هغه ورک امریکايي موندلو لپاره را استول شوي وي، چې د CSAR ډله یې د ژغورلو هڅه کوي.

د امریکا د سمندري ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پخواني متخصص جنتن هاکېټ بي‌بي‌سي ته وویل چې د ژغورندویه ډلې لومړیتوب به دا وي، چې داسې نښې نښانې ومومي چې مالومه کړي بې‌درکه کس ژوندی دی.

هاکېټ وايي "دوی هڅه کوي له وروستي ځایه چې پوهېدل دا کس پکې دی، شا خوا ته کار وکړي، او د هغه سرعت له مخې چې دغه [ورک] کس کولی شي په دغې واقعآ له ستونزو ډکه سیمه کې تر مختلفو شرایطو لاندې حرکت وکړي، خپل سرعت زیات او کموي."

هاکېټ وویل چې دا ډول راپور شوې ژغورنه به "د موندنې یوه غیر معیاري مرستیال ماموریت" وي، چې د احتمالي بېړنیو پلانونو د رامنځته کولو په هدف پکې د سیمې له ځايي یا بومي ډلو سره دمخه اړیکه نیول کېدی او د ژغورنې له هر ډول مرستې لپاره فعالېدای شي.

جګړه کې د لټون او ژغورنې ماموریتونو مخینه

د جګړې په وخت کې د هوا له لارې د ژغورنې ماموریتونه اوږد تاریخ لري. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال به پیلوټانو فرانسه کې د خپلو غورځېدلو بې‌درکه ملګرو د ژغورنې لپاره ناڅاپي ناستې کولې.

د متحدو ایالتونو د پوځ د پارا رسکیو ډلګیو د فعالیت مخینه د ۱۹۴۳ کال ماموریت ته ورګرځي، چې د جګړې ډګر دوه جراحان پکې له ټپي شویو سرتېرو سره د مرستې لپاره په برما، یا اوسني میانمار، کې د پاراشوټ په وسیله کښته کړای شول.

د سمیتسونین هوا او فضا مجلې په وینا، تر هغې یو کال وروسته د چورلکې په وسیله د ژغورنې لومړني عملیات ترسره شول. په دغو عملیاتو کې یوه امریکایي ډګرمن د جاپاني ځواکونو د لیکو شا ته څلور ایسار سرتېري وژغورل. دا په جګړه کې د چورلکې د عملیاتي کارول کېدو لومړنی ځل هم وو.

د لټون او ژغورنې رسمي قطعات په لومړي ځل له جګړې وروسته په متحدو ایالتونو کې رامنځ ته شول. خو د CSAR عصري او پرمختللي ماموریتونه د ویتنام جګړې پرمهال پیل شول.

یو ماموریت، چې د بت ۲۱ په نوم پېژندل کېږي، خونړی پرېوت او پایله کې یې څو امریکایۍ الوتکې لمنځه ولاړې.

دوی د شمالي ویتنام د ځواکونو د لیکو شا ته د یوې غورځول شوې الوتکې د پیلوټ د موندلو هڅه کوله.

دې جګړې له پراخې ساحې او پیچلتیا سره د CSAR ماموریتونو غځېدا ته اړتیا درلوده. دې تجربې د امریکا له پوځ سره د تاکتیکونو او پروسیجرونو په اصلاح کې مرسته وکړه او له هغې راوروسته د ژغورنې د عملیاتو بنسټ جوړوي.

د متحدو ایالتونو د هوايي ځواک د پارا رسکیو ډلې

که څه هم د متحدو ایالتونو هره پوځي څانګه خپلې محدودې CSAR وړتیاوې لري، خو د نظامي پرسونل د موندلو او ژغورنې اصلي مسوولیت د دغه هېواد د هوایي ځواک په غاړه دی.

دا کار په بنسټیزه توګه د داسې ډلګیو لخوا ترسره کېږي چې پارا رسکیو جمپرز یې بولي. دا د امریکا په پوځ کې ځانګړو عملیاتو لپاره د پراخې ټولنې یوه برخه ده.

"دا څه چې موږ کوو، چې نور ژوندي پاتې شي" د پارا رسکیو رسمي شعار دی او دغه کار د امریکا د پوځي قطعاتو له غړو ته د یوې پراخې ژمنې برخه ګڼل کېږي چې پاتې به نه شي.

دا پرسونل د جنګیالیو او پیرامیډیک دواړو په توګه لوړ روزل شوي، او د هغه څه څخه تیریږي چې په پراخه کچه د متحده ایالاتو په اردو کې د انتخاب او روزنې ترټولو سخت پایپ لاینونو څخه ګڼل کیږي.

د دغو ډلګیو پرسونل په جګړه ییزه او روغتیايي دواړو برخو کې په لوړه کچه روزل شوی، او له داسې ازموینو تېرېږي چې د متحدو ایالتونو په پوځ کې د غوراوي او روزنې د ډېرو سختو پړاوونو له ډلې ګڼل کېږي.

د دوی د انتخاب او روزنې پروسه له پیل تر پایه پورې نږدې دوه کاله وخت نیسي.

په دې کې د پراشوټ او ډوبېدو روزنه، د اوبو تر سطحې لاندې د ورانکارۍ، پایښت، مقاومت او تېښتې بنسټیزه زدکړه او همدا راز د ملکي روغتیا بشپړ کورس شامل دي.

دوی ته همدا راز د جګړې په ډګر کې د روغتیايي مرستې، د موندنې د پېچلو عملیاتو او د وسلو برخه کې ځانګړي کورسونه ترسره کېږي.

د عمل ډګر کې د دغو ډلو مشري د جګړې او ژغورنې متخصص افسران کوي، چې د موندنې ماموریتونو لپاره د پلان جوړولو، همغږۍ او اجرا کولو مسوولیت لري.

د امریکا لخوا د ژغورنې وروستي ماموریتونه

په عراق او افغانستان کې د پارا ریسکیو قطعات په پراخه کچه ځای پر ځای شوي وو. دوی په جګړه کې د ټپي شویو امریکایي او د متحدو هېوادونو د سرتېرو ژغورلو لپاره زرګونه ماموریتونه ترسره کړل.

د امریکا د هوایی ځواک پارا رسکیو ډلو ۲۰۰۵ افغانستان کې د خپلو سمندري ځواکونو د یوه ټپي سرتېري ژغورنې لپاره چې د یوه افغان کلیوال په کور کې یې پناه اخیستې وه، عملیات ترسره کړل.

له دغه سرتېري سره پر ملې ډلې برید کې درې امریکايي سرتېري وژل شوي وو. وروسته د همدې پېښې په استناد د "لون سروایور" په نوم فلم هم جوړ شو.

د غورځول شویو امریکايي الوتکو د پیلوټانو ژغورلو لپاره ماموریتونه په وروستیو لسیزو کې ډېر نادر وو.

په ۱۹۹۹ سربیا کې د یوې ویشتل شوې اېف-۱۱۷ جنګي الوتکې پیلوټ د پارا رسکیو ډلې لخوا وموندل شو.

په ۱۹۹۵ بوسنیا کې په یوه پېښه کې چې وروسته ډېره مشهوره شوه، د متحدو ایالتونو پیلوټ سکاټ اوګراډي د نوموړي د الوتکې له ویشتل کېدو شپږ ورځې وروسته، د هوایي او سمندري ځواکونو لخوا د CSAR په ګډ ماموریت کې وژغورل شو.