پسرلي کې کمسارې واورې: زابل او څو نورو ولایتونو کې یې زیانونه اړولي

د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

افغانستان کې د ورښتونو او سېلابونو پسرلنۍ څپې پر مهال له پرلپسې ورښتونو ور هاخوا ځينو ولایتونو کې واورې هم شوې دي.

له زابله رپوټونه وايي، دلته د پسرلي په موسم کې نادره او د تمې خلاف ډېره واوره ورېدلې چې ځای ځای د لارو بندېدو ور هاخوا یې کښتونو ته زیان اړولی دی.

د طالبانو حکومت اطلاعاتي سرچینو "حریت" غږ راډيو او ملي تلویزیون د دغې واروې اندازه ۷۵ سانتي متره ښودلې چې د کال په دغې وخت کې کمسارې بلل کېږي. د زابل له خاک افغان او نوبهار ولسوالیو څخه په خپرو شویو ځینو ويډیوګانو کې ښکاري چې درنې واورې د مېوو باغونه او کښتونه زیانمن کړي دي.

د افغانستان په سوېل کې پروت د دغې ولایت هوا ګرمه او وچه تعریفېږي او د وري میاشتې نیمایي کې واورې یې د اقلیمي بدلونونو یوه بېلګه بلل کېږي.

د زابل تر څنګ د غزني او وردګو ځینې سیمې هم داسې مهال چې ونې ګل او کښتونه غوړېدلي وو، سپینو واورو پوښلي دي. د افغانستان په غرنیزو سیمو له ډلې یې سالنګ کې هم د پام وړ ډېره واوره شوې ده. د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې اوسېدونکو ویلي 'د پنجشبې له ورځې راهیسې واوره ووري چې له امله یې د تګ راتګ لارې محدودې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.'

ورښتونو او سېلابونو ځینې لویې لارې بندې او سلګونه کورونه ویجاړ کړې

افغانستان کې د تازه واورو او ورښتونو له کبله د ځينو لویو لارو د بندیدو او له دې کبله د زرګونو خلکو د اغېزمندو ویل کېږي.

په دې لړ کې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې په تېره یوه اونۍ کې د بارانونو او سیلابونو له کبله له پنځوسو د ډېرو کسانو د مړینې او نږدې سلو نورو کسانو د ژوبلیدو پخلی کړی دی. دغې ادارې ویلي په دې موده کې نږدې درې زره کورونه نسبي یا بشپړ ویجاړ شوي او نږدې څلور زره جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ځای ځای د واورو پاکېدو او ترافيکو پر مخ د لارو د خلاصېدو له هڅو ویلي خو افغانستان کې د جمعې ورځې تر ناوخته د کابل- جلال اباد، د دره صوف-بلخ او د سالنګونو لویې لارې په ګډون ځینې هغه یې د ترافیکي پر مخ تړلې وې.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په وینا " د کابل – جلال اباد لویه لار د دوغان تنګي په سیمه کې د غزه او ډبرو راښویېدنې له کبله تړل شوې." د غره ښویېدنې دلیل ډېر ورښت ښودل شوی دی.

د دې ترڅنګ افغانستان کې د طالبانو حکومت په واورو او سېلابونو کې د ایسارو خلکو لپاره د ژغورنې له هڅو خبر ورکړی او ویلي یې دي زابل کې یې ځواکونو په سېلاب کې بند دوه کسان ژغورلي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې د نړیوالو بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ دا اونۍ د ورښتونو له کبله د افغانستان لپاره له ګواښونو ډکه بللې ده. دغې ادارې له خلکو غوښتي چې که ډېره اړتیا نه وي له ځينو سفرونو دې ډډه وکړي.

په همدې مهال افغانستان کې بېلابېلو ادارو د ورښتونو او سېلابونو دې وخت کې په خلکو د اضافي پاملرنې غږ کړی او له هغو سیمو یې د لېرې کېدو سپارښتنه کړې چې سېلابونه پکې راوځي.

افغانستان له اقلیمي بدلونو زیانمن هېواد

د ورښتونو دا نوې څپه داسې مهال پیل شوې چې د روان کال جنوري میاشتې په وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کرنې ادارې افغانستان کې تېر ژمی په وروستیو دوه نیمو لسیزو کې تر ټولو وچ هغه بللی و. ملګرو ملتونو ویلي په تېرو ۲۵ کلونو کې د ۲۰۲۵-۲۰۲۶ ژمي کې ورښتونه په ځانګړې ډول واورې کمې وې.

اوس بیا د هوا پېژندنې کارپوهان د افغانستان په ځینو سیمو په ځانګړي ډول ګرمسېرو ولایتونو کې په پسرلي کې د واورې اورښت نادر ګڼي او د اقلیمي ناڅاپي بدلونونو سره یې تړي. دا هغه موضوع ده چې په دې وروستیو کې یې په نړیواله کچه اندېښنې پارولې دي.

د اوبو د مدیریت او اقلیمي مسایلو افغان کارپوه ډاکتر محمد عاصم مایار وایي هر کال سېلابونواو بې وخته اورښتونو ثابته کړې چې افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه عواقبو ډېر اغېزمن شوی دی.

ښاغلي مایار د جمعې پر ورځ بي بي سي ته وویل: " په زابل، وردګو او غزني کې د واورو ورښت د ځمکې شمالي قطب کې د سړو څپو له امله دی." د نوموړي په ټکو د کال د دغې مودې واورې په سړو سیمو کې ګټه کوي خو په ګرمسېره ولایتونو کې چې ونو ګل کړی وي بزګرانو ته زیان اړولی شي.

بې وخته ورښتونو او د هوا بدلونونو ته په کتو ملګرو ملتونو افغانستان د اقلیمي بدلونونو یو قرباني هېواد بللی، نړیوالې ټولنې وړم کال له اقلیمي تغیراتو سره د مبارزې لپاره افغانستان ته ۱۰ میلیونه ډالره بودجه هم اعلان کړه.