تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ ولې مهمې پوښتنې بېځوابه پرېښې، خو د ایران د جګړې په اړه د اندېښنو کمولو هڅه کوي
- Author, ګیري اوډونوګیو
- دنده, د شمالي امریکا مشر خبریال
- د لوستلو وخت: ۵ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې ماښام له سپینې ماڼۍ خپله وینا وکړه، - سره له دې چې مخکې یې ځینې اټکلونه کېدل - تر ډېره هغه خبرې بیا تکرار شوې چې دی یې د ایران جګړې په اړه له څو ورځو راهیسې کوي.
د۲۰ دقیقو وینا ډېره کتل شوې موده برخه کې، هغه وویل چې له یوې میاشتې جګړې وروسته د امریکا او اسرائیلو د پوځي عملیاتو "اصلي ستراتیژیک هدفونه"، "د بشپړېدو په درشل کې دي" او اټکل یې وکړ چې دا به نورې دوه تر درېیو اونیو دوام وکړي.
د ایران پر وړاندې د هغه معمول ګواښونه هم موجود وو، په دې کې دا ژمنه هم بیا تکرار شوه چې دغه هېواد به "بېرته ډبرین پېر" ته بمبار کړي.
که د هغه د وروستۍ یوې اونۍ د ټروت سوشل پوسټونه راواخلئ او دلته یې نقل کړئ، نو له دې وینا سره به ډېر توپیر ونه لري.
ولسمشر هڅه وکړه چې امریکایان د دې جګړې د ګټلو په اړه قانع کړي. دا ځکه مهمه ده چې نظرپوښتنې ښيي، د رایه ورکوونکو اکثریت په پرلهپسې ډول د هغه له لوري د فبرورۍ په ۲۸مه له پیل شوو پوځي عملیاتو سره مخالفت لري.
ټرمپ له امریکایانو وغوښتل چې دا جګړه د خپلې راتلونکې لپاره یوه "پانګونه" وبولي او ویې ویل چې دا جګړه د تېرو سلو کلونو هغو جګړو پرتله هېڅ نه ده، چې امریکا پکې ښکېله شوې او ډېر اوږد وخت یې دوام کړی.
خو د هغو کسانو لپاره چې د دې جګړې د راتلونکي مسیر یا د امریکا د وتلو احتمالي لارو په اړه روښانه ځوابونه غواړي، په دې وینا کې ډېر څه نه وو. مهم ټکي پرېښودل شوي، چې ګڼ شمېر پوښتنې لا هم بېځوابه پرېږدي.
لومړی، اسرائیل لا هم پر ایران بریدونه کوي او له بلې خوا د ډرونونو او توغندیو بریدونه پرې کېږي - چې د چهارشنبې په ورځ په تل ابیب کې، د "پسوور" (یهودانو مهم مذهبي اختر) له پیله یوازې څو ساعته مخکې هم داسې بریدونه وشول.
یوه مهمه پوښتنه دا ده چې ایا د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو حکومت له هغه مهالوېش سره موافق دی چې ټرمپ وړاندې کړی، یعنې دا چې جګړه به څو اونۍ نور دوام وکړي که نه. تر اوسه پورې دا خبره روښانه نه ده.
دویم، د سولې هغه ۱۵ مادهییز پلان چې سپینې ماڼۍ یوازې څو ورځې مخکې ایران ته د منلو لپاره وړاندې کاوه، څه شو؟ ټرمپ یې د چهارشنبې په وینا کې هېڅ یادونه ونه کړه. ایا واشنګټن اوس له خپلو ډېرو غوښتنو، لکه د بډایه شوي یورانیمو د زېرمو بېرته ترلاسه کولو، تېرېږي؟
دا موضوع لا هم ګونګه ده.
د هرمز تنګي بېرته پرانیستل - چې د نړۍ له تر ټولو بوختو د تېلو د لېږد لارو څخه ده او ایران په عملي ډول تړلې ده - د دې شخړې یو مهم ټکی دی.
خو داسې ښکاري چې ولسمشر په دې اړه لا هم روښانه دریځ نه لري.
یو وخت له ایران غواړي چې د تېلو ټانکرونو ته د تېرېدو اجازه ورکړي او بل وخت خپلو متحدینو ته وايي چې خپله دې دا ستونزه حل کړي. هغه د چهارشنبې په ورځ وویل:
"تنګي ته لاړ شئ، هغه ونیسئ، و یې ساتئ او خپله ګټه ترې واخلئ. سخت کار پای ته رسېدلی، نو دا باید اسانه وي."
وروسته یې - پرته له دې چې نور وضاحت ورکړي یوازې دا وویل جګړه چې پای ته ورسېږي تنګی به "په طبیعي ډول" بېرته پرانیستل شي. دا خبره به د هغو کسانو لپاره چې د تېلو د بیو په اړه اندېښمن دي، ډاډ ورکوونکې نه وي.
ټرمپ له دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ په یوه مرکه کې پر ځینو متحدینو نیوکو کې ویلي و هغوی باید "که څه هم ځڼد یې کړی لږ جرائت سره راوړاندې شي " او د تنګي د پرانیستلو مشري وکړي ، ده دغه راز د ناټو له پوځي ټلوالې د وتلو نظر هم مطرح کړی و.
خو دا ډول څرګندونې په دې وینا کې هېڅ نه وې، سره له دې چې مخکې ویل کېدل دا به د هغه د خبرو مهمه برخه وي.
بله مهمه بېځوابه پوښتنه پر ځمکنیو ځواکونو پورې اړه لري. هغه زرګونه سمندري سرتېري چې سیمې ته پرلهپسې رارسېږي، په حقیقت کې به څه کوي؟
حقیقت دا دی چې له دې ملي وینا وروسته، موږ لا هم نه پوهېږو چې ولسمشر په دې جګړه کې بریا څه ته وایي.
او له دې امله چې د هغه څرګندونې له یوې ورځې بلې ته ډېر وخت متضادې وي، هر څه هر وخت بدلېدای شي.
په همدې حال کې، په امریکا کې د تېلو منځنۍ بیه له نژدې څلورو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په یو ګېلن یا نزدې څلور لیترو کې له ۴ ډالرو اوښتې ده او د ولسمشر د ملاتړ کچه هم په چټکۍ راټیټېږي، په داسې حال کې چې د کانګرس د کنټرول د ټاکلو لپاره مهمو منځمهاله ټاکنو ته یوازې څو میاشتې پاتې دي.
دا یو داسې امریکایي ولسمشر دی چې د دې جګړې د پای ته رسولو لاره لټوي - او لا هم هڅه کوي چې دا لاره ومومي.