کابل: د پاکستان دبریدونو له امله افغانستان کې "۲۷ زره " کورنۍ بې کوره شوي

    • Author, صابرعزیز
    • دنده, بي بي سي
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان د بریدونو له امله په افغانستان کې له ۲۷ زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې دي.

د اقتصاد وزیر پر ملګرو ملتو او نورو مرستندویو ټولنو غږ کړی، چې دغه خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي.

د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د مرستندویو ټولنو له استازو سره په لیدنه کې وویل چې دا کسان په نهو ولایتونو کې بې ځایه شوې دي.

ده زیاته کړه" د ډیورنډ کرښې اوږدو کې هغه شمېر خلک او کورنۍ چې د پاکستان پوځي رژیم د درنو وسلو د بریدونو او بمباریو له امله له خپلو کلیو او کورونو بې ځایه شوي بېړني لاسنیوي ته اړتیا لري، تمه ده چې مرستندویه ادارې له دوی سره مرستې ته لومړېتوب ورکړي".

په همدې لړ کې د نورستان په کامدېش او برګېمټال کې خلک وايي، چې د پاکستانیو ځواکونو د بریدونو له کبله د دغو ولسوالیو لاره له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې بنده ده، چې له امله یې اړینو توکو او روغتیايي چوپړونو ته لاسرسی ورځ تر بلې سخت شوی دی.

د نورستان والي وايي، چې دغو سیمو ته د بدیلو لارو د جوړولو کار بشپړېدو ته نژدې دی.

د نورستان په ګاونډي ولایت، کونړ، کې هم د چارواکو په وینا د پاکستان د وروستیو بریدونو له کبله ګڼ خلک بېځایه شوي او مرګژوبله یې هم اړولې ده.

له دې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي وو چې د پاکستان د بریدونو له کبله افغانستان کې شاوخوا ۲۰ زره کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د کونړ ځايي اوسېدونکي چې د دا ډول بریدونو له سیمې پر خواله رسنیو ویډیوګانې او انځورونه خپروي او وایي، د توپونو دا مرمۍ تر ډېره په عامو مېشتځایونو لګېږي.

له دې سیمو نژدې هره ورځ په دا ډول پېښو کې د ځایي خلکو د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تېر کې یې دا ډول راپورونه رد کړي دي.