په ایران کې د امریکا د هوايي ځواک افسر څنګه وژغول شو؟

یو انځور چې ادعا کیږي د هغو الوتکو سوځیدلي ټوټې ښیي چې په ایران کې د بند پاتې شوي هوایي ځواک غړو د موندلو لپاره د متحده ایالاتو د ماموریت پر مهال  ویجاړې شوې وې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د یوې الوتکې پاتې شونې، چې ایران ادعا کوي د امریکا د ژغورنې په ماموریت کې ویجاړه شوې، او د ایران په دولتي تلویزیون و ښودل شوې.
د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا د جنګي جیت الوتکې عمله چې د ایران په یوې لیرې سیمه کې وویشتل شوه، په ډېر ډراماتیک ډول وژغورل شوه.

دا لاروښانه نه ده چې دا الوتکه څنګه او به څه ډول په نښه شوې وه ، خو هغه عملیات چې ددی الوتکې عمله یې د خپل دښمن په سیمه کې وژغورله، ډېر پېچلي وو.

د راپورونو له مخې، د هغوی د ژوغورنې په عملیاتو کې لسګونه ځانګړي ځواکونه، د امریکا جنګي الوتکې او چورلکي او همدارنګه د سي، ای، یې استخباراتي کارکوونکي شامل وو.

د یکشنبې په ورځ، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلې ټولنیزې رسنۍ سوشل ټروت ولیکل: "موږ د ایف-۱۵الوتکې هغه سخت ټپي شوی او ډېر زړور افسر له ایراني غرونو وژغوره."

د امریکا د هوايي ځواک پیلوټ او افس د جمعې په ورځ وروسته هغه وخت ورک شول ، کله چې یې ایف-۱۵الوتکه، د ایران په سوېل کې وویشتل شوه.

له تېرو ۲۰ کالو نه زیات وخت کې دا لومړی ځل و د امریکا یوه جنګي الوتکه د دښمن له خوا وویشتل شوه.

په دې الوتکه کې سپاره دواړه پوځیان وتوانېدل چې له الوتکې ځانونه پراشوټ کې راښکته کړي. پیلوټ هماغه ورځ وژغورل شو، خو دعملې دویم غړی ورک شو. د دغه خبر له خپرېدو سره سم امریکا د هغه د موندلو او ژوغورلو عملیات پیل کړل.

ایران هغه د ژوندي نیولو هڅه کوله او د ځای‌ځایګی په اړه کره مالوماتو ور کونکي ته یې د ۶۶ زره امریکایې ډالرو انعام اعلان کړی و.

پر ټولنیزو رسنیو داسې وېډیوګانې، چې بی‌بی‌سي یې تائید نه شي کولای، خپرې شوي چې ښيي وسله‌وال ملکي کسان د یاد امریکايي سرتیری په لټه کې دي.

د امریکايي چارواکو په وینا کله چې یاد سرتیری ځمکې ته راکوز شو، د ځان ساتنې لپاره یې یوازې یو لاسي ټوپک درلود.

د امریکا د هوايي ځواک دا سرتېری د داسې حالاتو لپاره روزل شوی و، چې د خطر په حالت کې د موقعیت معلومولو لپاره د ورکړ شوې الې فعالول، لوړ ځای ته ځان رسول، ځان پټول اوخپلو پوځیانو سره اړیکه نیول شامل وي.

د ویډیو تشریح، وېډیو د جمعې په ورځ د ایران په سوېل کې د امریکا یوه الوتکه او چورلکې ښیي.

د راپورونو له مخې هغه د یو غر په سمڅه کې پټ شوی و او د موقعیت د معلومولو الې یا "بېکن" کارول یې محدود کړي و، ځکه وېره یې لرله چې ایران یې سیګنال کشف نه کړي. هغه په هماغه سمڅه کې د خپلو ژغورونکو د راتګ انتظار کاوه.

د امریکا استخباراتي ادارې سي، آی، اې د ژغورنې په دې عملیاتو کې مهم رول درلود. یوې لوړپوړې چارواکې یې وویل، د هغه کره ځای مو وموند او بیا مو پینټاګون ته خبر ورکړ.

ټرمپ وویل، د یاد سرتیري پټنځای ۲۴ ساعته څارل کېده او په وینا یې: "دښمنانو زموږ دغه افسر تعقیب وه او هر ساعت ور نژدې کېدل."

د راپورونو له مخې سي، آی، اې د تېرایستلو ستراتیژي هم کاروله او په ایران کې یې داسې اوازې خپرې کړې چې ګواکې امریکا لا دمخه دوهم سرتېری ژوغورلی دی.

ټرمپ وايي، پوځ یې "لسګونه الوتکې، له ډېرې وژونکو وسلو سره د هغه د ژغورلو لپاره لېږلې وې."

کله چې ځانګړي ځواکونه د دغه امریکايي افسر پر لور روان وو، د هغه له ځایه د ایراني ځواکونولیري ساتلو لپاره یې په سیمه کې بمبارۍ او ډزې وکړې .

راپورونه وایي، دوې ترانسپورټي الوتکې، چې د ژغورنې ډلې د ایستلو لپاره ټاکل شوې وې، و نه توانېدې چې ایران کې دننه له یوې لیرې اډې پورته شي او وروسته له دې وېري چې د دښمن لاس ته و نه لویږي، له منځه یووړل شوې او ځانګړي ځواکونه په درېوو نورو الوتکو کې د هغې عمله را وایستله.

د بی‌بی‌سي له خوا تائید شووېدوګانې ښيي چې د ایران په مرکزي غرنیو سیمو کې د اصفهان ښار سوېل ختیځ ته، د یوې سوځېدلې الوتکې پاتې شوني موجود دي.

د ایران پوځ وايي، په دې عملیاتو کې یې دوه سي-۱۳۰ ترانسپورټي الوتکې او دوه بلیک هاوک چورلکي ویجاړې کړي او د امریکايي سرتیري د ژوغورنې عملیات یې "ناکام" بللي دي.

بلخوا د ایران دولتي رسنیو ویلي، د سپاه پاسداران ځواکونو یوه امریکايي ډرون ویشتلی.

بی‌بی‌سي د ایران په اصفهان کې د رامنځته شوي پېښې په اړه د دواړو خواوو ادعاوې نه شي تاییدولای.

د امریکايي چارواکو په وینا امریکا تر نیمې شپې مخکې عملیات بشپړ او سرتېری یې کوېت ته د درملنې لپاره ورساوه.

ټرمپ وايي، د دوی سرتیری سخت ټپي دی، خو په وینا یې "ښه به شي."

امریکايي چارواکو د هغه د کره ځای او هویت په اړه مالومات نه دي خپاره کړي.

یوه پخوانی امریکايي پوځي چارواکي ویلي، د شپې لخوا د هغه د ژوغورنې عملیات ښه پرېکړه وه، ځکه په وینا یې "تیاره زموږ په ګټه وي او موږ له شپنیو عملیاتو سره عادت یو."

د یکشنبې په سهار وختي امریکايي رسینو کې دا خبر خپور شو چې دوهم پیلوټ هم وژغول شوی دی.

ټرمپ وویل: "موږ هېڅکله خپل سرتېري تر شا نه پرېږدو!"

خو ایران په ټینګار سره د امریکايي سرتیري د ژوغورني عملیات ناکام بللي او ادعا یې کړې، چې په یادو عملیاتو کې څو امریکايي الوتکې بېړنۍ ناستې ته اړې شوې وي.

ځینې امریکايي شنونکي په دې باور دي، چې د ایف-۱۵ ای له منځه تلل او د ژغورنې د الوتکو ویجاړېدل د امریکا د هوايي ځواک محدودیتونه ښيي.

خو یو پخواني جنرال وايي: "موږ ښايي الوتکې له لاسه ورکړې وي، خو په داسې حالت کې دا بیه ارزښت لري. الوتکه په یو کال کې جوړېږي، خو داسې پوځي دود چې هېڅوک شاته نه پرېږدي، سلګونه کاله وخت نیسي."