کورونا وېروس: د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل قرنطين شوه
د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مېرکل له يوه ډاکتره سره تر ليدو وروسته چې د کورونا پر وېروس اخته دی ځان قرنطين کړی.
انګلا مېرکل ته د يکشنبې پر ورځ د دغې ليدنې په اړه ويل شوي وو چېرته چې نوموړې د کورونا وېروس د مخنيوي په موخه د نويو ګامونو اعلان کړی و.
جرمني د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه د راتلونکو دوو اوونيو لپاره له کورونو يا کار ځای بهر له دوو زياتو کسانو پر راټولېدو بنديز لکولی دی.
په نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۰۰ زره اوښتی دی او ۱۳ زره کسانو یې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ۲۹ زره بيا ترې روغ شوي دي.
د کورونا له امله تر ټولو ځپل شوي هېواد ايټاليا کې د يکشنبې پر ورځ د ۶۵۱ کسانو د مړينې راپورنه ورکړل شوي. حکومت وايی تر دې مهاله په دې هېواد کې ټولټال ۵۴۷۶ کسان د دې وېروس له امله مړه شوي دي.
راپورنه وايي، روسيې د کورونا وېروس سره د مبارزې په موخه ايټاليا ته پوځي ډاکتران استولي دي.
د عکس سرچینه، Getty Images
د بريتانيا لومړي وزير بورېس جانسن، د مور د ورځې په مناسبت له خلکو غوښتي چې سږ کال مخامخ د میندو ليدو ته مه ورځئ او د ټيليفون يا انټرېنټ له لارې ورسره خبرې وکړئ.
نوموړی وایي، "په بريتانيا کې د کورونا وېروس پېښې په چټکۍ په زياتېدو دي". په دې هېواد کې تراوسه ۲۸۱ کسان له وېروس مړه شوياو ۵۶۸۳ تنه نور پرې اخته دي.
په افغانستان کې د کورونا وېروس له امله د يوه کس د مړينې خبر ورکړل شوی دی، د عامې روغتيا وزارت وايي مړ شوی کس د بلخ ولايت اوسېدنکی دی.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا ۱۰ مثبتې پېښې شوې چې دوه یې په کابل کې دي. دوی وایي، پلازمېنه کابل کې ۲۲۰ نورې پېښې ثبت شوې چې د کورونا شک پرې کېږي.
افغانستان کې د روان وضعيت له مخې ښايي د کره شمېرو روښانېدل سخت وي، خو د رسمي شمېرو له مخې دغه هېواد کې د کورونا وېروس مثبتو پېښو شمېر اوس ۳۴ ته رسېدلی دی.
د عکس سرچینه، Getty Images
له ايټاليا او چين وروسته اسپانيا هم د هغو هېوادونو په نوملړ کې ده چې د کورونا وېرس په کې د ډېرو کسانو ژوند اخيستی دی. دې هېواد کې يوازې تېرو څلوروېشتو ساعتون کې ۳۹۴ کسان مړه شوي چې له دې سره د مړينو شمېر ۱۷۰۰ ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې ۷۶۱ کسان پر کورونا وېروس اخته دي او شپږ کسان ترې مړه شوي دي، په دې هېواد کې د کورونا وېروس د مخنيوي په موخه رسټورانټون، بازارتونه او مارکېټنه تړل شوي دي.
کورونا وېروس د پاکستان ګاونډي هېواد ايران ډېر ځپلی دی، د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې تر دې مهاله ۱۶۸۵ کسان مړه شوي او نژدې ۲۲ زره کسان پرې اخته دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته