ترکیه کې د کډوالو کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۹ افغانان مړه شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د رپوټونو له مخې د ترکیې د ایجین سمندرګي کې د افغان کډوالو د یوې کښتۍ چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسان مړه شوي دي.
په ترکیه کې د ساحل ساتونکو امنیتي ځواک چارواکو ویلي، 'دې بېړۍ هڅه کوله چې له امنیتي ځواکونو وتښتي' او د زیات سرعت له امله چپه شوه.
په مړو شوو کې یو کوچنی هم دی، ۲۰ نور کسان ژغورل شوي دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ترمخه امنیتي ځواکونو ویلي چې له کښتۍ چلوونکي د ودرېدو غوښتنه شوې وه، خو د دې پرځای چې ودریږي خپل سرعت یې تېز کړ او دا پېښه رامنځته شوه.
د ترکیې د ازمیر ښار ژغورونکو ډلو لومړی ۲۱ کسان وژغورل او وروسته یې له اوبو ۱۸ مړي راویستل. یو بل کس په روغتون کې ساه ورکړې ده.
امنیتي ځواکونه وايي د یوه بل لادرکه تن لټون روان دی . د ترکیي اناتولي خبري اژانس د ځايي چارواکو له خولې ویلي چې " ټول قربانیان افغانان دی."
د یونان کاس ټاپو دپېښې ځای نه ۲۰ کېلومتره لرې دی، او ډېر ناقانونه کډوال هڅه کوي له دې لارې ځانونه اروپا ته ورسوي.
په ترکیه کې د افغانستان سفارتي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا لومړی ځل نه دی چې افغان کډوال اروپا ته د رسېدو په تکل کې دا ډول پېښو سره مخامخ کېږي، تېر کې هم دا ډول پېښې شوې خو بیا هم د بېلا بېلو علتونو له امله کډوال اروپا ته رسېدو لپاره دا لاره غوره کوي چې ډېرو لپاره د ژوند په بیه تمامیږي.





















