د خیبر پښتونخوا باجوړ کې جرګې "راډیو کې د ښځو پر بنډار" بندیز لګولی
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, اعظم خان
- دنده, بي بي سي اردو، اسلام آباد
د پاکستان خیبر پښتونخوا ایالت قبایلي باجوړ سیمه کې یوې سیمه ییزې جرګې پرېکړه کړې چې راتلونکې کې به پر راډیو د ښځو ټیلیفوني خبرې نه خپرېږي او که چا سرغړونه وکړه، لس زره پاکستانۍ روپۍ به جریمه کېږي.
د باجوړ پرېس کلب یوه خبریال یاسر بلال بي بي سي ته وویل، سیمه ییزې راډیو ته د یوې ښځې هغه خبرې افشا شوې دي، چې د ځايي جرګې په وینا "نا اخلاقي" بلل شوې دي.
خلکو لومړی ددې راډیو د لایسنس یا جواز د لغوه کولو غوښتنه کړې وه، خو کله چې دا غوښتنه ونه منل شوه، ځايي جرګې دا پرېکړه وکړه.
خو د باجوړ ډیپټي کمېشنر محمد فیاض له خولې ویل شوي، هېچا ته به پخپل سر د دا ډول پرېکړو اجازه نه ورکوي.
نوموړی وايي، "که مشران د دولت له امر سرغړونه کوي، پرضد به یې اېف ار ای ثبتېږي".
د مشرانو په دې جرګه کې څلور سیمه ییزې قبیلې ګډون لري.
په جرګه کې د پاکستان د پیپلز ګوند اړوند سیمه ییز مشر ملک سعید الرحمن د جرګې پرېکړه اعلان کړه چې ټولو ومنله.
د عکس سرچینه، Getty Images
په دې جرګه کې د جمعیت علمای اسلام سیمه ییز مشر مفتي بشیر او پي ټي ای د سیمه ییزې شورا د غړي ګل ظفر خان تره ملک محمد زمان، چې د خپلې قبیلې مشر هم و، ګډون کړی دی.
"پر راډیو د ښځو بنډاز د پښتنو له دود سرغړونه ده"
د ملک سعید الرحمن په وینا، "موږ د سیمې د خلکو د کلتور، ادب او دود له مخې پرېکړه کړې ده".
نوموړي ددغه حکم د ملاتړ په پار دا هم ویلي چې "په رادیو کې د ښځو په اړه د خبرو انداز د پښتنو له کلتور او اسلام سره اړخ نه لګوي".
د ده په خبره، د سرغړونې په صورت کې جریمه ټاکل شو ده چې "ښځې د پردې شاته پاتې شي".
جرګې نورې څه پرېکړې وکړې؟
ملک سعید الرحمن بي بي سي ته وویل، له چارواکو سره یې کتلي. نوموړي د جرګې د پرېکړې په تایید ویلي، په دې جرګه کې نورې پرېکړې هم وشوې، خو پر خواله رسنیو یوازې د ښځو د اېف اېم رادیو د بنډار او ټیلیفوني اړیکو په اړه خبر راخیستل شوی دی.
د هغه په وینا، جرګې دا پرېکړه هم وکړه چې په سیمه کې د یوې نا دولتي ادارې د (امن غږ) پروګرام له لارې به د کوچنیو ماشومانو لوڼو ته دوه زره روپۍ ورکول کېږي.
د عکس سرچینه، Bilal Yasir
دی وايي، په سیمه کې یې تر پنځو سوو زرو ډېر وګړي اوسېږي، چې د یادې ادارې بهر زښت ډېرې ښځې راغونډېږي.
جرګې دا فیصله هم کړې، که یوه مجرده نجلۍ د خپلې کورنۍ له نارینه پرته له کوره وځي، د نجلۍ مور او پلار دا غوراوی لري چې هغه وبخښي او یا یې د دښمنې په توګه وباسي.
ددې پرېکړې پربنسټ به د کورنۍ ټول غړي نه مجازات کېږي او سوله به کوي.
د ملک سعید الرحمن په وینا، دې فیصلې د اعدام حکم نرم کړی دی.
د اېف سي ار د پخواني قانون له مخې، "کورونه نه ویجاړې او ټوله کورنۍ نه شړل کېږي، یوازې هغو کسانو ته سزا ورکول کېږي چې جرم یې کړی وي".
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته