ټویټر: اېلون مسک پر ډونلډ ټرمپ بندیز لیرې کړ
د عکس سرچینه، Getty Images
د ټویټر نوي څښتن اېلون مسک ویلي، د امریکا د مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټویټر اکونټ بېرته فعال شوی. د نوموړي اکونټ وروسته تر هغه بېرته فعال شو چې د ټویټر کارنو یوه نظرپوښتنه کې د مخالفانو پر وړاندې دوه سلنه لوړه رایه وګټله.
مسک پر ټویټر لیکلي: "خلک وغږېدل" چې په وینا یې پر ټویټر د ټرمپ د اکونټ د بندیز لیرې کېدو نظرپوښتنه کې له څه باندې ۱۵ میلیون کارنو ۵۱.۸ سلنه کسانو د بندیز لیرې کېدو په پلوۍ رایه ورکړه.
خو د امریکا پخوانی ولسمشر ښايي بیا خپل اکونټ ته راستون نه شي. هغه مخکې ویلي وو "ددې لپاره هېڅ لامل نه وینم".
د ټرمپ ټویټر اکونټ په ۲۰۱۵ کال تاوتریخوالي ته د لمسوونکو ټویټونو له کبله بند شو.
د ټویټر مخکنۍ ادارې دا پرېکړه واشنګټن کې پر کانګرس ودانۍ (کپیټول) د ټرمپ د پلویانو تر برید څو ورځې وروسته کړې وه.
سلګونه اړ و دوړ جوړوونکو پر داسې مهال پر ودانۍ برید وکړ چې کانګرس په ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن د بریا تاییدولو لپاره تابیا نیوله.
دې تاوتریخوالي کې لږ تر لږه څلور ولسي وګړي او یو پولیس ووژل شول.
د اړ و دوړ له دې پېښې لږ موده ووسته پر فیسبوک، انسټاګرام او یوټیوب هم د ټرمپ حسابونه بند شول. پر خواله رسنیو ټرمپ لسګونه میلیونه کتونکي او تعقیبوونکي لرل.
څو میاشتې وروسته، ټرمپ د (ټروت سوشل Truth Social) په نامه خواله رسنۍ خپل پیغامونه خپرول.
د عکس سرچینه، Getty Images
د روانې اونۍ لومړیو کې، دغه مخکني جمهوریپال ولسمشر وویل چې د امریکا ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو ته بیا ځان نوماندوي.
د نړۍ تر ټولو شتمن اېلون مسک په تېره اکتوبر میاشت کې ټویټر د ۴۴ میلیارد ډالرو بدل کې واخیست.
دغه ددغې لویې خواله رسنۍ مدیریت کې بنسټیز بدلونونه راوستل.
د روانې اونۍ پیل کې مسک د ټویټر کارنو ته وویل چې دفترونه به یې د لنډ وخت لپاره تړلي وي.
دا اعلان د مسک له یوه بل هغه اعلان تر خپرېدا وروسته وشو چې له کارمنو یې د اوږد مهال لپاره د کار کولو غوښتنه کړې وه که نه دندې درې پرېږدي، همدا وو چې ډېری کارمنان له دندو لاس په سر شول.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته