پاپ لیو: د 'ظالمانو' کلیمه مې د ټرمپ لپاره نه وه کارولې

    • Author, مایا ډاویس
    • دنده, بي‌‌بي‌سي
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د کاتولیکې کلیسا مذهبي مشر پاپ لیو د تېرې اوونۍ په پيل کې په یوه وینا کې نیوکه کړې وه او ویلي یې وو، "ظالمان" د میلیاردونو ډالرو په لګښت جګړې کوي. خو وايي د "ظالمانو" کلیمه یې له ټرمپ سره د بحث لپاره نه وه کارولې.

نوموړي وویل، دا څرګندونې دوه اوونۍ مخکې لیکل شوې وې، یعنې "وړاندې تر هغه چې ولسمشر زما په اړه څه ویلي وو."

ده الوتکه کې انګولا ته د سفر پر مهال وویل، "خو بیا هم داسې وانګېرل شوه لکه ما چې غوښتل له ولسمشر سره بحث وکړم، او دا هغه څه دي چې زه ورسره هېڅ لېوالتیا نلرم."

د دوشنبې په ورځ، ټرمپ پر لومړني امریکايي پاپ سختې نیوکې وکړې او دی یې د بهرني سیاست لپاره ''ډېر بد" وباله.

پاپ چې اوس په یوه افریقايي سفر بوخت دی، د ټرمپ د څرګندونو له امله جوړ شوي سیاسي وضعیت ته په اشاره وویل: "یو ځانګړی روایت چې سم نه دی" رامنځته شوی دی.

د پاپ وروستیو څرګندونو ته په ځواب کې بیا د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي ونس چې په پاخه عمر کې کاتولیک مذهب ته اوښتی وویل چې هغه د پاپ لیو له دې خبرې مننه کوي.

هغه زیاته کړې، "سره له دې چې رسنۍ تل کړکېچ جوړوي او، هو، ریښتیني اختلافات هم شته او وي به، خو ډېری وخت حقیقت ډېر پېچلی وي."

د اوونۍ په پیل کې او مخکې له دې چې پاپ د "ظالمانو" په اړه وینا وکړي، ونس له واټیکانه غوښتي وو چې په "اخلاقي مسایلو" خپل پام ورټول وساتي."

د پنجشنبې په ورځ په کېمرون کې د وینا پر مهال، پاپ پر مشرانو نیوکې وکړې او ویې ویل، "دوی له حقیقته سترګې پټوي چې میلیاردونه ډالره اوس د وژنې او ویجاړۍ لپاره لګول کېږي، خو د درملنې، زده‌کړې او بیا رغونې لپاره اړینې سرچینې درک نلري."

ده زیاته کړه، "د جګړې واکمنان داسې چلند کوي لکه نه چې پوهېږي ویجاړی په یوه شېبه کې رامنځته کېدی شي خو بیا رغونه ټول عمر غواړي."

پاپ همداراز په "وینو لړلې" سیمه کې د بې‌ثباتۍ او وژنو د نه ختمېدونکي دورې غندنه وکړه، چې شاوخوا لس کاله د ناکراریو تر اغېز لاندې وه.

دغه څرګندونې بیا ځینو داسې تعبیر کړې چې پاپ ډونلډ ټرمپ په غوږ وهلی او ټرمپ هم بیا وروسته خبریالانو ته وويل چې: "پاپ کولی شي هر څه چې غواړي ووایي او زه هم غواړم هغه څه چې غواړي ویې وايي خو زه ورسره همغږی نه یم."

ټرمپ مخکې هم د کاتولیکې کلیسا د دغه مشر پر ضد سختې نیوکې کړې وې، کله چې پاپ د ټرمپ د هغه ګواښ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه چې ویلي یې وو که ایران د امریکا غوښتنې ونه مني، نو "یو بشپړ تمدن به له منځه ولاړ شي."

ولسمشر دا هم ویلي وو چې د "پاپ مینه وال نه دی" او هغه یې د بهرني سیاست لپاره "کمزوری" بللی و. ټرمپ بیا همداراز خپل داسې انځور هم خپور کړ چې پر مصنوعي ځیرکتیا جوړ شوی و او ځان یې ظاهرا د عیسی پیغمبر په څېر ښودلی و، خو وروسته یې لیرې کړ.

د کاتولیک دغه مشر به د افریقا په سفر کې په څلورو هېوادونو کې ۱۱ سیمو کې تم شي. دا یې له ټاکل کېدو راهیسې دویم لوی بهرنی سفر دی چې افریقا کې د کاتولیک مذهب اهمیت څرګندوي.

د ۲۰۲۴ د شمېرو له مخې، د نړۍ د کاتولیکانو له پنځمې برخې زیات چې شاوخوا ۲۸۸ میلیونه کسان کېږي، په افریقا کې ژوند کوي.