چینايي شرکت 'په موټر کې دننه د تشناب' جوړولو امتیاز ترلاسه کړ، چې د غږ له لارې به کنټرولېږي

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د چین د موټرو جوړولو شرکت سیریس ته د داسې ټکنالوژۍاختراع ثبت سند ورکړل شوی چې دوی یې "په موټر کې دننه تشناب" بولي. دا تشناب به د سپرلۍ تر څوکۍ لاندې اېښودل کېږي او د سفر پر مهال به د اړتیا مهال رابهر کېږي.

د شرکت انجنیرانو د اپرېل پر ۱۰مه نېټه په چین کې د امتیاز غوښتنې پر مهال ویلي، دغه ځانګړنه د دې لپاره چمتو شوې چې "د اوږدو سفرونو، کمپ کولو یا په موټر کې د پاتې کېدو پر مهال د کاروونکو د تشناب اړتیاوې پوره کړي."

سیریس چې د چین په چونګ‌کینګ ښار کې موقعیت لري، تر اوسه یې داسې کوم موټر نه دی اعلان کړی چې تشناب ولري او دا هم لا روښانه نه ده چې دا ډول موټر به بازار ته وړاندې شي که نه.

دا وروستیو کلونو کې د چین برېښنايي موټرونه له بېلابېلو نوښتګرو ځانګړنو سره وړاندې کېږي، چې د مساج څوکۍ، کاراوکي سیستمونه او یخچالونه پکې شامل دي، چې د سختې په بازار کې ځان ځانګړی کړي.

د امتیاز له اسنادو ښکاري چې دا تشناب به د سپرلۍ د څوکۍ له لاندنۍ برخې د تڼۍ په کېکاږلو یا د غږ له لارې راووځي.

د دې تشناب لپاره پکې او د هوا ایستلو یو پایپ هم شته چې بوی له موټره بهر وباسي، کثافات به په یوه زېرمه کې راټولېږي چې وروسته تشېدای شي. دغه راز به تشناب د تودوخې تاوېدونکی سیستم لري چې ادرار په بخار بدل کړي او نور کثافات وچ کړي.

کله چې کار نه ترې اخیستل کېږي، تشناب به د څوکۍ لاندنۍ برخه کې پټ وي، چې د موټر دننه ځای په اغېزمن ډول وکارول شي.

په موټرو کې دننه تشنابونه ډېر عام نه دي، د اوږده واټن سفر کوونکو بسونو کې لیدل کېږي، خو په کوچنیو موټرو کې یې بېلګې شته.

د ساوتبې معلوماتو له مخې ۱۹۵۰ مو کلونو کې د رولز-رائس سلور ریث یو ځانګړی موډل چمتو شوی و، چې پکې ټلویزیون او د سپرلۍ تر څوکۍ لاندې تشناب هم شامل و.

سیریس او د دې فرعي ایتو برانډ د اېس یو وې ډوله برېښنايي موټرو چمتو کولو کې شهرت لري. دا هغه لوی موټرونه دي چې له ځمکې یو څه لوړ وي او د بار وړلو لپاره زیات ځای لري.

د دې شرکت ډېری موټرونه په چین کې پلورل کېږي، خو سیریس اروپا، منځني ختیځ او افریقا کې هم وده کړې ده.

د چین برېښنايي موټرو بازار کې لسګونه شرکتونه فعال دي، چې له امله یې د بیو پر سر سخته سیالي روانه ده او د شرکتونو ګټې یې کمې کړې دي.

سیریس له هغو څو اي وې له هغو څو چینایي شرکتونو یو دی چې ګټه یې کړې، چې پکې نړیوال مخکښ بي واې ډي هم شامل دی.

د چارو ګڼ شمېر ماهرینو خبرداری ورکړی چې د چین برېښنايي موټرو ډېری شرکتونه د سقوط له خطر سره مخامخ دي.