تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران وايي، هرمز تنګی 'پرانیستی' دی، خو د بېړیو څار ادارې وايي، خورا لږ شمېر بېړۍ روانې دي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر له جي ایم ټي مهال سره سم ماسپښین یوه بجه وویل، په داسې حال کې چې د لبنان اوربند پر ځای وي، هرمز تنګی د بېړیو لپاره "پرانیستی" دی.
بل لور د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر ټروت سوشل د پیغامونو یوه لړۍ کې د دې اقدام ستاینه وکړه، ټینګار یې وکړ چې د امریکا لخوا به د ایراني بندرونو محاصره تر هغه وخته دوام وکړي چې د امریکا او ایران تر منځ بشپړ توافق نه وي شوی.
دې سره د تېلو بیو کې کمښت راغلی، خو د سمندرونو چارو نړیوال سازمان مشر بي بي سي ته وویل، د بار صنعت باید "محتاط" پاتې شي. رپوټونه په فارس خلیج کې د ګڼ شمېر ایسار پاتې بېړیو یادونه هم کوي.
په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو ولسمشر وايي چې د اوبو حیاتي لاره په بشپړ ډول پرانیستې ده، ایراني چارواکو ویلي، ښايي د تنګي له لارې د بار وړلو په برخه کې بهرني محدودیتونه وي.
د ایران بهرنیو چارو وزیر له څرګندونو لږ وروسته د ایران دولتي ټلوېزیون د یو "لوړپوړي پوځي چارواکي" له قوله وویل، چې د دغو بېړیو تګ راتګ به د یوې "ټاکل شوې لارې" له لارې او د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په اجازه ترسره کېږي.
دغه چارواکي دولتي ټلوېزیون ته وویل چې دغه ټاکل شوې لاره د ایران د بندرونو او سمندري چلند سازمان لخوا په ګوته شوې ده.
د ایران د دولتي ټلوېزیون په وینا، د دغه لوړپوړي پوځي چارواکي په حواله ویل شوي، د هرمز تنګي له لارې د پوځي کښتیو تګ راتګ به لا هم "منع" وي.
د امنیتي چارو لپاره زموږ خبریال فرانک ګارډنر لیکي، ایران ټینګار کوي چې ټولې بېړۍ "ټاکل شوې لار" تعقیبوي. د سمندري تعقیب خدمتونو ادارو ښودلې چې د جمعې پر ورځ خورا لږ شمېر بېړۍ د تنګي له لارې تېرېږي.
ټرمپ د امریکا او ایران د خبرو اوسني وضعیت په تړاو هم ډېرې خوشبینانه اشارې درلودې، په امریکا کې یې د بي بي سي همکاره رسنۍ سي بي اېس نیوز ته ویلي، چې له هېواده د بډایه شویو یورانیمو لېرې کولو په ګډون ایران "له هرڅه سره موافقه کړې". خو یو لوړپوړی ایرانی چارواکی بیا وايي، چې خبره داسې نه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د ایران له دولتي ټلویزیون سره خبرو کې وايي ،"امریکا ته د یورانیم لېږد د یو اختیار په توګه نه دی وړاندې شوی. د ایران بډایه شوي یورانیم زموږ لپاره د ایران د خاورې په څېر سپېڅلي دي او په هیڅ حالت کې به هیڅ ځای ته ونه لېږدول شي".
د ښاغلي بقايي دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو خبرو وروسته مخې ته راځي، چې وايي، ایراني لوري له خپل هېواده د بډایه شویو یورانیمو لېرې کولو په ګډون ''د هر څه په هکله موافقه کړې.''
د خبرو په تړاو اسماعیل بقايي وايي،"د بندیزونو لېرې کول زموږ لپاره خورا مهم دي، د زیانونو جبران د ایران لپاره یو ځانګړی لومړیتوب دی".