تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر: 'د ټیټ ظرفیت له امله کلنۍ بودیجه نه مصرفیږي'
- Author, سمیع الله موسی زی
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت منلې چې د کاري وړتیا د ټیټوالي له امله د دې وزارت ټوله کلنۍ بودجه نه لګول کیږي.
د طالبانو حکومت کې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي چې د روغتیا ولایتي رئیسانو یوې غونډې ته یې وینا کوله له ولایتي مسؤولینو غوښتي چې مهال وېش سره سم د بودجې لګولو لپاره خپل تدارکاتي پلانونه پر وخت چمتو کړی.
افغانستان کې په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو اوسیدونکي روغتیايي خدمتونو ته محدود لاس رسی لري او د نړۍ والو مرستو کمېدو سره دا ستونزه لا پراخه شوې ده.
په مرکز کابل کې رابلل شوې دا غونډه څلور ورځنۍ ده چې چارواکو یې موخه " د همغږۍ او وړتیا لوړول" بللي دي.
وزیر نور جلال جلالي پر وخت د کلنۍ بودجې نه مصرف د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې یوه نیمګړتیا وبلله. ده زیاته کړه" یو جنوبي ولایت کې چې نوم یې نه اخلم، تېر کال ۱۵۰ مېلونه افغانۍ بودجه نه ده لګول شوې، حال دا چې داسې شکایتونه مې ددې ولایت نه ترلاسه کړي چې د لرو پرتو سیمو نه ورغلو مریضانو ته هلته ان یوه پېچاکاري هم نه وه."
نوموړي په دغې غونډه کې ومنله چې د همدې ولایت د روغتیايي چارواکو د " د تنبلۍ له امله ۱۵۰ مېلونه افغانېو بویجه له لاسه لاړه." هغه ټینګار وکړ چې "داسې باید ونه شي".
ده په دې اړه چې هغه ولایتي مسولین چې که بودیجه په ټاکلی وخت کې ونه لګوي څه قانوني چلند به ورسره کېږي څه ونه ویل. ددغې نیمګړتیا یادونې سره سره ښاغلي جلالي اعلان وکړ چې " د روغتیا وزارت پام کې لري چې هرې ولسوالۍ په کچه روغتون رامنځته کړي".
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په ځانګړې توګه د لرې پرتو سیمو اوسېدونکي یې روغتیايي اسانتیاوو ته محدود لاس رسی لري. ملګري ملتونه وايي د یو لړ محدودیتونو له امله ښځې تر نارینه ډېرې زیانمنې دي او روغتیايي اسانتیاوو ته یې لاس رسی تر نارینه وو محدود دی. له همدې امله په دې هېواد کې د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه ده.
څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې ویلي وو چې افغاسنتان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان روغتیايي اسانتیاوو ته د لاس رسي لپاره ملاتړ ته اړتیا لري.
په پکتیکا کې یو ډاکټر اسد الله رسولي ددې ستونزې هواري لپاره بي بي سي ته وویل"د ښو روغتیايي چوپړونو لپاره باید ښه اوتکړه نرسان او ډاکټران ولرو، د لرو پرتو سیمو ته باید طبي عمله ورکړل شي، طبي کارکوونکو ته باید تنخوا او نور حقوق په وخت ورکړل شي اوهم د لرو پرتو سیمو کلینکو ته په وخت سره دارو او درمل ورسول شي".
له افغانستان سره دنړیوالو مرستو کمېدل ښو او معیاري روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي پر وړاندې یو بل خنډ بلل کیږي. د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته د امریکا د مرستندو کمېدو له امله افغانستان کې له ۲۰۰ زیاتو روغتیايی کلینکونو خپل فعالیتونه په بشپړه توګه بند کړی یا اغېزمن شوې دي.
دا کلینیکونه د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان له خوا اداره کیدل. دې مرستې کمېدو سره د ماشومانو واکسین او د مور ماشوم روغتیايي خدمتونه هم سخت زیانمن شول. یوه بله لویه ستونزه چې د افغانستان روغتیايي سستم ورسره مخامخ دی هغه له پاکستان او ایرانه په کم وخت کې د میلیونونو کډوالو ستنېدل دی چې ورسره په دې هېوا کې پر روغتیايي سېسټم فشار لا ډېر شوی دی.