تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
چرنوبل کې وروستی واده: "د ناوېتوب جامو کې لوڅې پښې تېښته"
- Author, جورډن بونبر
- دنده, بي بي سي
- رپوټ له:, چرنوبل، اېسټونیا او جرمني
- د لوستلو وخت: ۹ دقیقې
ایرینا ستېڅینکو واده ته ټول چمتووالی بشپړ کړی و، په داسې حال چې شپه له نمیايي اوښتي وه، د بالکون دروازه یې پرانیسته چې ګوري نژدې اپارتمان له میلمنو ډک و او کوژدن/نامزد یې سیرګي لوپانوف له ډېرې ستړیا او ګڼې ګوڼې په پخلنځي کې د سترګو پټولو موکه موندلې.
په همدې وخت کې یوناڅاپه چوپتیا ماته شوه، ښیښې په لړزا او زړونه په درزا شول، ډېرو فکر کاوه چې ځمکه ښورېدلې او زلزله وشوه.
۱۹ کلنې ښوونکې او د برېښنا فابریکې انجینیر ۲۵ کلن سیرګي لوپانوف د شوروي په پرېپیات ښار کې د خپل واده رنګینۍ او خپل راتونکي خوبونه جوړول خو نا خبره چې همدا مهال د نړۍ تر ټولو ستر اټومي ناورین له دوی څخه یوازې څلور کیلومتره لېرې رامنځته شو.
د چرنوبل د برېښنا کوټ څلورم رېیکټر د ۱۹۸۶م کال اپرېل کې چاودنه کړې وه، دا ځای د اوکرایین په شمال کې دی. د چاودنې له کبله یو زیات شمېر راډیو اکټېف څپې هوا ته پورته شوې وې چې د اروپا ګڼو سیمو ژوند یې ګواښه.
اوس ټیک څلوېښت کاله وروسته له راډيو اکټیف اغېزمن دا ځای بیا د جګړې ډګر او قرباني دی.
دا جوړه بیا ځلې له خپل ژونده بې رېښې شوې او اوس د جرمني په برلین کې ژوند کوي دوی دا ځل ناخبره اتومي چاودنې نه بلکې خپرېدونکي جګړې بې ځایه کړي دي.
انجینیر سیرګي لوپانوف د چاودنې د لومړي سهار د سترګو لیدلی حال داسې بیانوي "په هغې سهار مې چې له کړکۍ بېرون وکتل ګڼ سرتېري مې ولېدل چې د ګازو ضد ماسکونه یې اغوستي او ضد عفوني محلول یې پاشل او سړکونه یې پاکول. " هغه وايي ځینې ملګرو چې له ده سره یې فابریکه کې کار کاوه، ورته ویلي وو چې بېړني کار ته رابلل شوي خو هېڅوک نه پوهېدل چې څه شوي؟
دی وايي وروسته ورته معلومه شوه چې د دوی له استوګنځي لږ ور ها خوا څلورم ریېکټر کې چاودنه شوې، "ما د خپلې روزنې له مخې سملاسي یو ټوکر راوخيست، لوند مې کړ او د خپل اپارتمان په دروازه کې مې وځړاوه چې د راډیو اکټېف دوړو مخنیوي لپاره یو احتیاطي ګام وي."
دا ځای چې اوس د اوکرایین برخه ده، هغه مهال د شوروي اتحاد برخه وه، په شوروي کې معلومات له وخته سخت کنټرولېږي او خلکو ته د دغې پېښې په اړه په راډیو او نورو رسنیو کې هم د معلوماتو لپاره ډېر څه نه وو.
د چاودنې په سهار چې لمر ختلی و ډېر کارونه عادي روان وو، ډېری خلک له اصلي پېښې لا هم نا خبره وو او ماشومان لکه د معمول ښوونځي ته تلل.
د ورځې په جریان کې ناوې، زوم او رابللي میلمانه د واده تالار ته روان شول، دوی واده ته عنعنوي مشهور تالار غوره کړی و.
په سینګار شوې جوړه او د شیکو کالیو په لسګونو مېلمنو یوه ناڅرګنده چوپتیا او خپګان خپور و "ځکه هر څوک پوهېدل چې څه بده پېښه شوې چې هېڅوک یې په اړه معلومات نه لري."
د ستړو او لالهانده مراسمو وروسته بالاخره ښځه او مېړه د دوی د ملګري یوه اپارتمان ته ستانه شول، اغلی سیرګي وايي د یکشنبې سهار وختي یوه ملګري یې دروازه وټکوله او ژر یې د تخلیي ځانګړي اورګاډي ته چې د سهار پنځه بجې روانېده د رسېدو سپارښتنه وکړه.
ایرینا سره یوازې یو جوړ جامې وې او د ناوېتوب په جوړه کې لوڅې پښې یې تر رېل ګاډي منډې وهلې وې. ایرینا وايي "لا هم تیاره خپره وه چې موږ د رېل ګاډي له کړکۍ د ویجاړ شوي رېیکټر رڼا لېده داسې لکه د اور غورځوونکي غره رڼا ته چې ګورې."
د واده دا جوړه چې په لومړي سهار له کوره وتلو ته اړ شوې وايي، "هغه مهال د تخلیي دا بهیر لنډمهاله اعلان شو او موږ د دریو ورځو لپاره ووتلو خو ناخبره چې د ټول عمر لپاره ولاړو."
په شوروي اتحاد له دې کبله چې د پېښې په اړه یې غوڅ او چټک معلومات نه خپرول سختې نېوکې کېدې. له چاودنې دوه ورځې وروسته چې په سوېډن کې د راډیو اکټېف وړانګو لوړه کچه خپره شوه نو د شوري اتحاد چارواکو ومنله چې څه پېښه شوې، دوه اوونۍ وروسته یې بیا په اړه د شوروي اتحاد د هغه وخت مشر میخایل ګورباچوف په لومړي ځل عامه وینا وکړه.
د نړیوالې اټومۍ انرژۍ سازمان د یوه اټکل له مخې "د دغو چاودنو له امله دومره راډیو اکټېف مواد خپاره شوي چې د هیروشیما اټومي بم څخه هم ان ۴۰۰ ځلې ډېر وو."
په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو رسمي شمېر ۳۱ تنه ښودل کېږي چې دوه یې د چاودنې پر مهال او پاتې نورو یې وروسته د راډيو اکټېف څپو له امله ساه ورکړې وه.
د ناورین پراخ اغېز لا هم د بحث وړ او اټکل یې سخت دی.
په ۲۰۰۵م کال کې د ملګرو ملتونو یوه څېړنه ښيي چې دا پېښه د شاوخوا څلور زره کسانو ژوند اخيستی شي. یوه بله وړاندوینه بیا د لسګونو زرو خلکو ژوند اخيستو اټکل کوي.
شوروي اتحاد له چاودنې وروسته د زیانونو کابو کولو لپاره په لوړه کچه عملیات وکړل او د شوروي اتحاد له بېلابېلو ځایونو سلګونه زره خلک د ژوند ژغورنې او راتلونکي زیان کچې کمولو په موخه په کار وګومارل شول.
د ډېر سخت اور او وړانګو له کبله ماشینونه خرابېدل، نو ځکه بشري قوه اړینه وه په داسې حال کې چې چورلکو له هوا شګې او نور اړین مواد شیندل.
اټومي پېښه او روغتیايې اغېزې
کله چې دلته تصفیوي عملیات کېدل ایرینا او سیرګي د اوکرایین پلازمینې کیېف ختیځ خوا اوسېدل چې د خپل لومړني استوګنځي یا د واده له ځایه یې ۳۰۰ کیلومتره واټن درلود.
کله چې دوی دغې ځای ته ورسېدل هغو ډاکټرانو چې په تخلیه شویو خلکو یې د راډیو اکټېف وړانګو د اغېز څارنه کوله هغوی ته ناڅاپي خبر ورکړ چې ایرینا د دریو میاشتو ميندواره ده.
دا د هغې فریاد او ژړا یادونه کوي چې ډاکټرانو له دې زیري سره هممهال ورته ویلي وو، "د وړانګو تماس یې ښايي په رحم کې ماشوم زیانمن کړي." ډاکټرانو هغه مهال داسې ميندواره ښځو ته چې له وړانګو سره یې تماس درلود د جنین د سقط (د ماشوم د ضایع کېدو) مشوره ورکوله.
ایرینا وايي، "زه له دې وېریدم چې ایا اوس ماشوم وزېږوم او که یې ضایع کړم؟" خو نوموړې د یوې بلې مهربانه ښځینه ډاکټرې په مشوره دا غوره بللی وه چې ميندوارۍ ته دوام ورکړي. همدا وه چې ایرینا یوه روغه او سالمه لور کاتیا وزېږوله. لسیزې وروسته کاتیا خپله هم مور شوې ان سیرګي او ایرینا یوه ۱۵ کلنه لمسۍ هم لري.
خو دا جوړه داسې فکر کوي چې اټومي پېښې یې پر روغتیا اغېز کړی، که څه هم روغتیاپالانو دا خبره په رسمي ډول نه ده تائید کړې. ایرینا دواړه زنګونونه بدل کړي او فکر کوي چې راډيو اکټېف وړانګو یې هډوکي کمزوري کړي دي. دا جوړه دا فکر هم کوي چې وړانګو یې ښايي د زړه په هغې حمله کې رول درلود چې په سیرګي په ۲۰۱۶م کال کې راغلې وه.
یوه څيړنه وايي، د دغې پېښې له کبله هغه پراخې سرطاني ناروغۍ چې دوی یې وېره لرله نه دي لیدل شوي.
دا اټومي فابریکه لا هم دوامداره څارنې او ساتنې ته اړتیا لري.
د څلورم رېیکټر په دغې فابریکې په ۲۰۱۶م کال کې د نژدې دوه میلیارده ډالرو په ارزښت داسې فلزي سرپوښ ولګول شو چې د وړانګو د خپرېدو مخه نیسي.
له پرلپسې هڅو وروسته په دغه سیمه کې د وړانګو د خپرېدو کچه اوس دومره ټیټه ده چې د کم وخت لپاره لیده کاته ترې خوندي بلل کېږي خو هېڅوک دلته د دایمي استوګنې اجازه نه لري.
د پرېپات ودانۍ چې یو وخت د هیلو او د شوروي اتحاد د ټکنالوجۍ نښه بلل کېده اوس ویجاړه ده. هغه ودانۍ هم چې یو وخت د کلتور او برم نښه ګڼل کېده او ایرینا او سیرګي پکې د واده مراسم تر سره کړي وو اوس یوازې نښې او یادونه پاتې دي.
د دغې فابریکې د څرنګوالي قضيه لا هم روانه ده، په ۲۰۲۲م کال کې روسي ځواکونه د دغې اټومي فابریکې کمپلکس ته ننوتل، کارکوونکي یې یرغمل ونيول، شاوخوا یې ماینونه خښ کړل او خندقونه یې ترې وکيندل. تېر کال یو ډرون د دغې فابریکې په سر ولګېد او نوی فلزي پوښ یې سوری کړ، اوکرایین سملاسي روسیه تورنه کړه چې فابریکه یې په نښه کړې خو کریملین دا خبر رد کړ. له دغه برید وروسته که څه هم د وړانګو د خپرېدو کچه نده لوړه شوې خو ویل کېږي فابریکې بیا " اصلي خوندیتوب" له لاسه ورکړی دی.
سیرګي او ایرینا وروسته له هغې چې په کیېف کې د دوی د لور یو اپارتمان د روسیې په توغندیز برید کې ولګېد، په ۲۰۲۲م کال کې جرمني ته کډه شول.
د دوی واده چې د نامعلوم وضعیت او غمیزې سره پیل شوی و لا هم له لوړو ژورو سره مخ دی خو وايي دوی 'د یوه بل د ارام سرچینې دي.'
" موږ باید له سختیو تېر شوي وای څو پوه شو چې موږ په هر ډول شرایطو کې له یوه بله نه جلا کېږو."
ایرینا چې له څلوېښتو کالونو وروسته اوس انا شوې وايي، "زه په ډاډ سره ویلی شم چې موږ د ستنې او تار په څېر یو."