اروپا کې د ګرمۍ څپې، ایټالیا کې دوه کسان مړه شوي
د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې په اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه دوام لري، په ایټالیا کې دوه کسان مړه شوي دي.
په بولونیا ښار کې یو ۴۷ کلن کس د ودانیزې پروژې پر مهال ناروغ شو او مړ شو او بل ۷۰ کلن سړی د تورین لوېدیځ ته په یوه سیاحتي سیمه کې د ناڅاپي سېلاب له امله ډوب شوی دی.
د اروپا په نورو برخو، په لوېدیځ ترکیه کې د ځنګلي اورونو له امله لسګونه زره کسان ایستل شوي، او په پاریس کې د ایفل څلي سر د ګرمۍ له امله تړل شوی دی.
په اسپانیا او پرتګال کې جون میاشت تر ټولو ډېره توده ثبت شوي؛ د اسپانیا په سوېل لوېدیځ کې د "ال ګرنادو" په سیمه کې تودوخه ۴۶ درجې ته رسېدلې، یوه ورځ وروسته له هغه چې د پرتګال په "مورا" ښار کې هم نوی ریکارډ ثبت شو.
اسپانیا
د اسپانیا د هوا پېژندنې ادارې "ایمیټ" ویلي چې د ایبریا ټاپووزمې په ګڼو سیمو کې تودوخه له ۴۳ درجې لوړه شوې، خو تمه ده چې له پنجشنبې راهیسې به هوا یو څه سړه شي.
د دوشنبې شپې او د سه شنبې سهار ترمنځ د شپې تودوخې په سیویل کې ۲۸ درجې او په بارسلونا کې ۲۷ درجې ثبت شوې.
ترکیه
د عکس سرچینه، Getty Images
په ترکیه کې ژغورونکو له ۵۰ زرو ډېر کسان ایستلي، چې زیاتره د لوېدیځ "ازمیر" ولایت اوسېدونکي دي، هلته اوروژونکو د وروستیو ورځو په اوږدو کې د سلګونو ځنګلي اورونو د مړه کولو هڅې کړي دي.
اورونه د بلیجک، هاتای، سکاریا او منیسه ولایتونو ته هم غځېدلي دي.
د ترکیې د ځنګلونو وزیر ابراهیم یومکلي ویلي چې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې بېړني ټیمونه په ټول هېواد کې د ۲۶۳ ځنګلي اورونو ته چټک غبرګون ښودلی دی.
فرانسه
په فرانسې کې، په ډېرو ښارونو کې د دوشنبې په ورځ د جون میاشتې تر ټولو ګرمه شپه او ورځ ثبت شوه، خو هوا پېژندونکو ویلي د ګرمۍ څپه به د سه شنبې په ورځ خپل اوج ته ورسېږي.
د اقلیم وزیرې اګنیس پانیېر-روناچر دا وضعیت "بېساری" وباله.
پنځو کلونو کې په لومړي ځل د پاریس سیمې سره یوځای ۱۵ نورو فرانسوي سیمو کې سور خبرداری فعال شو. د پوهنې وزارت ویلي په ۱۳۵۰ عامه ښوونځیو کې به د سه شنبې په ورځ یا جزوي یا بشپړ ډول د زدکړو چارې بندې وي.
په موریا، پرتګال کې چې د لیسبون شاوخوا ۶۰ میل ختیځ ته پروت دی، د یکشنبې په ورځ د ۴۶.۶ درجې تودوخه ثبت شوه. د پرتګال هوا پېژندونکو هڅه کوله چې دا معلومه کړي ایا دا د جون میاشتې نوی ریکارډ دی که نه.
د عکس سرچینه، Getty Images
ایټالیا
د ځایي راپورونو له مخې، په ایټالیا کې ، د توسکاني سیمه کې د روغتونونو ته د داخلېدو کچه ۲۰٪ زیاته شوې.
د په ۲۷ ښارونو کې ۲۱ ته تر ټولو د لوړې ګرمۍ خبرداری ورکړل شوی، او ۱۳ سیمو ته - چې په کې لومباردي او ایمیلیا هم دي، سپارښتنه شوې چې د ورځې تر ټولو ګرمو وختونو په جریان کې له کورونو بهر ونه وځي.
په لومباردي کې د ودانیو، سړکونو او فارمونو په کارځایونو کې د تودوخې په ورځو کې له ۱۲:۳۰ تر ۱۶:۰۰ پورې بهر کار کول تر سپټمبر پورې بند شوي دي.
یونان
په یونان کې تودوخه څو ورځې پرلهپسې د ۴۰ درجې ته نژدې شوې، او ځنګلي اورونو په اتن ښار ته نژدې څو ساحلي ښارګوټو کې کورونه وران کړي او خلک یې اړ کړي چې کډه شي.
د عکس سرچینه، Getty Images
بریتانیا
د بریتانیا په ځینو برخو کې د دوشنبې ورځ د جون نژدې تر ټولو ګرمه ورځ ثبت شوه.
د ورځې تر ټولو لوړه تودوخه په لندن کې د هیټرو هوایي ډګر کې ۳۳.۱ درجې ثبت شوه. په ورته وخت کې، په ویمبلډن کې د ټینس سیالیو تر ټولو ګرمه لومړۍ ورځ ۳۲.۹ درجې وه.
جرمني
په جرمني کې، د هېواد هوا پېژندنې ادارې خبرداری ورکړ چې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې تودوخه ممکن نژدې ۳۸ درجې ته ورسېږي - چې دا به یو بل احتمالي ریکارډ وي.
د ګرمۍ څپه د راین سیند کچه کمه کړې - چې یو مهم سمندري لاره ده - او د کښتیو د بار وړلو ظرفیت محدود کړی، چې له کبله یې د بار وړلو لګښتونه لوړ شوي دي.
د بالکان شاوخوا سیمو هېوادونه هم له سختې ګرمۍ سره مخ دي، که څه هم تودوخه اوس لږ سړه شوې ده. په مونټینیګرو کې ځنګلي اورونه هم راپور شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولکر ترک په دوشنبې وویل چې دا ګرمه څپه د اقلیم د تطبیق اړتیا څرګندوي - له هغو کړنو او انرژۍ سرچینو لیرې کېدل چې د اقلیم د بدلون اصلي لاملونه دي، لکه د فوسیل سونتوکي.
د عکس سرچینه، Getty Images
هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل: "لوړېدونکې تودوخې، پورته کېدونکي سمندرونه، سېلابونه، وچکالي، او ځنګلي اورونه زموږ د ژوند، روغتیا، پاک، سالم او پایښت لرونکي چاپېریال حقونه او نور ډېر څه ګواښي."
د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د بینالحکومتي بورډ په وینا، د انساني فعالیتونو له کبله ګرمې څپې اوس ډېرې عامې شوې دي.
ویل شوي چې د کرنې لوړې تودوخې به په راتلونکې کې ډېرې پېښېږي او لا به پسې شدیدې شي، ځکه چې د ځمکې کره په ګرمېدو ده.
ریچارډ الن، چې د بریتانیا د ریډینګ پوهنتون د اقلیم ساینس استاد دی، وايي، د شینکوریزو ګازونو د کچې لوړېدل د کرې له اضافي تودوخې د خلاصون پروسه سخته کړې ده.
هغه وویل: "ګرم، وږی اقلیم د خاورو وچولو لپاره ډېره مؤثره ده، چې له امله یې ګرمې څپې لا پسې زور اخلي او معتدله ګرمي اوس پر شدیدې ګرمۍ بدلېږي."
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته