ډونلډ ټرمپ د پنځو نورو هېوادونو وګړي هم امریکا ته له ورتګه منع کړل: دغه هېوادونه کوم دي؟
د عکس سرچینه، Reuters
- Author, رېچل هېګن
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو هېوادونو نوملړ غځولی او پنځه نور هېوادونه یې ورزیات کړي دي چې وګړي یې دغه هېواد ته د سفر اجازه نه لري. د دغه تازه ګام په ترڅ کې پر هغو کسانو هم امریکا ته پر ورتګ بندیز لګول شوی چې د فلسطيني ادارې له لوري له ورکړل شوو اسنادو یا پاسپورټ سره سفر کوي.
سپينې ماڼۍ ویلي دي چې دا بندیزونه یې "د متحده ایالتونو د امنیتي خوندیتوب" لپاره لګولي دي چې د نوي ۲۰۲۶ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې به پلي یا نافذ شي.
بورکینا فاسو، مالي، نایجر، جنوبي سودان او سوریه هغه پنځه نوي هېوادونه دي چې تازه د بندیز دغه نوملړ ته ور زیات شوي دي.
د ټرمپ ادارې د لاووس او سیرالیون هېوادونه هم د بشپړ بندیز په دغه لېست کې شامل کړي دي چې پخوا پرې دا محدودیت جزوي و. همداراز یې د نایجیریا، تنزانیا او زېمبابوې په ګډون په ۱۵ نورو هېوادونو باندې جزوي محدودیت لګولی دی.
ډونلډ ټرمپ چې په تېره جنورۍ میاشت کې سپينې ماڼۍ ته ورستون او د واک پر ګدۍ ناست دی، امریکا ته یې د کډوالو پر ورتګ محدودیتونه او بندیزونه ډېر کړي دي.
ښاغلي ټرمپ ویلي چې له امریکا بهر د کډوالو د څارلو او پلټلو بهیر له ناکامۍ سره مخ دی او په خبره یې، داسې پراخ بندیزونه اړین وو.
دا پرېکړه تر هغه وروسته وشوه چې یو افغان د امریکا د ملي ګارد پر دوو سرتېرو په ډزو کولو تورن شو او وروسته ونیول شو. سپينې ماڼۍ دا پېښه د راپورته شوو امنیتي اندېښنو لامل بللې ده.
د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
دا درېیم ځل دی چې ډونلډ ټرمپ امریکا ته د بېلابېلو هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز لګوي.
په ۲۰۱۷ کې یې د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ دورې پر مهال هم ورته امر کړی و چې په کور دننه او بهر یې پراخ لاریونونه وپارول، له قانوني ننګونو سره مخامخ شو او بلاخره د امریکا سترې محکمې یې امر تایید کړ.
سپينې ماڼۍ ویلي، دا بندیزونه به تر هغه وخته په خپل ځای همداسې پاتې وي او پلي کېږي به چې اغېزمن شوي هېوادونه د خپلو وګړو د پېژندګلوۍ یا هویت سم مدیرت ونه کړي، د هغوی په اړه د معلوماتو په شریکولو کې له امریکا او د اړوندو کډوالو چارو ادارو سره د همکارۍ په برخه کې "د باور وړ پرمختګ" ثابت نه کړي.
خو له دې بندیزونو ځينې خلک مبرا دي او د امریکا حکومت ورته په استثنا قایل دی چې په هغوی کې ډېپلوماتان، لوبغاړي او یا ځينې دایمي اسناد لرونکي کسان شامل دي. چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره هم ځينې کسان استثنا ګڼل کېدای شي.
ځانګړې قضیه
- ترکمنستان (د دغه هېواد پر کډوالو محدودیتونه لګول شوي خو پر غیرمهاجرتي وېزو بندیز لغوه شوی دی."
هبه النواتي، چې ۱۷ کلنه فلسطینۍ محصله ده، وايي د امریکا هغه وېزه چې د ۲۰۲۳ کال جولای میاشت کې ورکړل شوې وه او تر ۲۰۲۸ کال پورې اعتبار یې درلود، پرون د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له پرېکړې وروسته په ناڅاپي ډول لغوه شوه.
هبه بيبيسي نيوز عربي ته وايي: "پرون ناڅاپه زما وېزه لغوه شوه او زه نه پوهېږم ولې! ټاکل شوې وه چې په امریکا کې خپلې زدکړې د بورسونو له لارې بشپړې کړم. اوس نه شم کولای چې په امریکا کې د عمومي طب د زدکړې لپاره هېڅ بورس ته غوښتنه وکړم".
هغې دا خبر "دردناک او بوږنوونکی" وباله او ويې ويل: "مسله ډېره سخته وه، پر ما یې منفي اغېز وکړ او درد مې احساس کړ، ځکه ما د وېزې د لغوه کېدو تمه نه لرله. ما فکر کاوه چې یوازې نوو غوښتونکو ته به وېزې نه ورکول کېږي."
هبه په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د "ناسا" ادارې ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې تللې وه.
دا سفر د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د یوې تعلیمي ادارې له خوا تنظیم شوی و او دوه اونۍ یې دوام کړی و. هغې له هماغه وروسته پلان درلود چې په امریکا کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته