د اسپانیا کناري ټاپوګانو ته نږدې د ۲۰۰ کډوالو لېږدونکې بېړۍ ورکه شوې
د عکس سرچینه، SALVAMENTO MARITIMO/FACEBOOK
اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د یوې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.
د دې بېړۍ په اړه ویل شوی چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.
د واکېنګ بورډرز په نوم مرستندویه ډلې ویلي، د کب نیوونکې دې بېړۍ د سنیګال سویل کې له کافونټاین ساحلي ښاره حرکت کړی و.
د اسپانیا د افې خبري اژانس د رپوټ له مخې د دې بېړۍ په مساپرو کې ګڼ شمېر ماشومان هم دي.
رپوټونو کې ویل شوي چې دوه نورې ورته بېړۍ هم چې لسګونه کسان پکې سپاره دي، بې درکه شوې دي.
د اسپانیا سمندري مرستندویانو افې خبري اژانس ته ویلي چې د لټون دغو عملیاتو کې چورلکې هم مرسته کوي.
د دوو نورو بې درکه بېړیو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.
خو رویټرز خبري اژانس د واکېنګ بورډرز ډلې د یوې غړې 'هلېنا مالېنو' په حواله لیکلي چې له دوی په یوه بېړۍ کې ۶۰ او په بله کې ۶۵ کسان سپاره دي.
په دې توګه د دغو درېواړو ورکو شویو بېړیو د مساپرو ټول شمېر پر ۳۰۰ کسانو اوړي.
د مدیترانې سمندر کې د کډوالو د مړینې یوه ډېره مرګونې پېښه څو اوونۍ وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې د یونان سواحلو ته نږدې یې لېږدونکې بېړۍ ډوبه شوه.
د عکس سرچینه، HELLENIC COAST GUARD
د رپوټونو له مخې په هغې بېړۍ کې سلګونه کسان سپاره وو.
له دوی د ۷۸ کډوالو مړي موندل شوي، خو له ۵۰۰ ډېر نور یې لا هم تری تم دي.
دغه بېړۍ له لوېدیزې افریقا د اروپا په تکل خوځېدلې وه.
ناقانونه کډوال پر دې مرګونې لار ډېر وخت د کب نیوونې په کوچنیو بېړیو کې انتقالېږي.
دغه بېړۍ ډېرې خوندي نه وي او له سمندري څپو سره یې د اوښتلو امکان ډېر دی، خو قاچاقچیان بیا هم پکې تر ټاکلې اندازې څو برابره ډېر کسان پورته کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تېر کال نږدې ۵۶۰ کسان د اسپانیا ټاپوګانو ته د رسېدو د هڅو په لړ کې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې خونړۍ لارې د قربانیانو شمېر ۱۱۲۶ کسانو ته رسېده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۵ زره ۵۰۰ ډېر کسان کناري ټاپوګانو ته رسېدلې دي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته