تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډي‌کوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.
د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو ویلي پر ډیورنډ کرښه د تورخم لار چې د وروستۍ ترینګلتیا له امله تړل شوې وه د سې شنبې پر ورځ د هغه کسانو اوښتو لپاره پرانیستل شوې چې له کرښې پورې ایسار پاتې وو.

ننګرهار کې د ولایتي ادارې یوه چارواکي صدیق الله قریشي رسنیو ته ویلي "د تورخم دروازه نن سه‌شنبه یو ځل بیا د افغان کډوالو د راستنېدو پر مخ پرانیستل شوه. د تورخم په عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي په پوره چمتووالي سره ولاړ دي ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي."

ښاغلي قریشي ټینګار کړی چې لاره یوازې د هغو خلکو لپاره پرانیستل شوې چې کډې پر سر بند پاتې وو.

له کرښې بلې غاړې د خیبر درې په لنډي کوتل کې یو شمېر لارۍ چلوونکو بیا د لاریون پر مهال د افغانستان او پاکستان له حکومتونو غوښتنه کوله چې "د تورخم لار دې پرانیستل شي" او د دوی ایسارو لاریو ته دې د تګ اجازه ورکړل شي.

په تورخم کې ځايي پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې ۱۱ تنه نیول شوي افغان کډوال د طالبانو حکومت ته سپارل شوي دي او ۱۷۵ نور کسان هم له لنډي‌کوتله افغانستان ته اوښتو لپاره تورخم ته لېږدول شوي دي.

د تورخم دروازه د مارچ پر ۲۶مه د یوې ورځې لپاره یوازې د هغ افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوې وه چې د پاکستاني چارواکو په وینا د اوسېدو د قانوني اسنادو نه درلود له امله نیول شوی وو. خو په هغه ورځ دا لاره دپاکستاني سرچینو په ویناي 'د یوه پوځي له ټپي کېدو وروسته .'بېرته وتړل شوه.

د تېر کال اکټوبر راهیسې چې پر کرښه د دواړو غاړو ترمنځ شخړه پراخه شوې د ځايي خلکو کاروبارونه تر ډېره په ټپه درېدلي او سوداګرو پراخه کچه زیان لیدلی.

لنډ کوتل او جمروډ کې ایسار افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، صدیق الله قریشي "د تورخم په عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي په پوره چمتووالي سره ولاړ دي ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي."

په تورخم کې ازاد خبریال مهراب افریدي بي‌بي‌سي ته وویل، پرون د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینو استازو د تورخم د لارې پرانستو په تړاو ناسته کړې وه . غونډه کې د اوربند په تړاو خبره شوې وه چې دواړو غاړو ته باید ډزبندي وي.

دی وايي، د دواړو خواو د موافقې له مخې هره ورځ به د تورخم لاره د سهار له اته بجو د شپې تر اتو بجو پرانیستی وي.

ښاغلی مهراب وايي، نن (سې‌شنبه) په ځايي وخت لس بجې بیا د دوی ترمنځ خبرې وشوې او افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د د تورخم له لارې د اوښتو خبره وشوه چې اسناد یې نه لرل.

نوموړی وايي، د لنډي کوتل حمزه بابا مزار ته نژدې د بې‌اسناده افغان کډوالو لپاره له جوړ شوي کمپه افغان کډوال د تورخم له دروازې د افغانستان ننګرهار ولایت ته واړول شول، دا افغانان جمروډ، لنډي کوتل او ورڅېرمه سیمو کې راغونډ شوي وو چې د قانوني اسنادو نه لرلو له کبله له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي وو.

پېښور کې د سولې جرګه

تورخم دروازه پر داسې ورځ افغانستان ته د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره پرانیستل شوه چې پېښور کې دافغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د روغې جوړې او د دواړو هېوادو ترمنځ روانې ترینګلتیا ته د پای ورکولو د هڅو لپاره د سولې جرګه وربلل شوې.

د افغان پاک سولې جرګې تر سرلیک لاندې د سه شنبې پر ورځ د دې کېدونکې ناستې تنظیموونکی ارباب شهزاد خان وايي "دوی به د دواړو هېوادو له مشرتابه وغواړي چې په سملاسي توګه ترینګلتیا کمه او د سولې لپاره لاس په کار شي".

دا جرګه د خیبر پښتونخوا د څو څېړنیزو او ټولنیزو سازمانونواو د مدني بنسټونو په نوښت رابلل کېږي، چې په پاکستان کې مېشت د افغان کډوالو مشران هم ورته بلل شوي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ له تېرو کابو پنځو میاشتو راهیسې پیل شوې ترینګلتیا پر مهال پاکستان افغانستان کې هوايي بریدونو او په ځواب کې یې دطالبانو حکومت پر کرښه توپچی ګذارونه او هم یې د ډرون حملې کړي دي او لا هم په د افغانستان به ختیځو سیمو کې پر ولسي مېشتځایونو د پاکستاني ځواکونو له لوري د بریدونو رپوټونه ورکول کېږي.

د دې شخړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول سوداګري ځنډېدلې ده.

د سعودي، ترکیې، قطر او یو شمېر نورو هېوادونو په ګډون د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ کمولو ډیپلوماټیکې هڅې شوي خو دا کمسارې ده چې په ځايي کچه د خبرو غږ پورته کېږي. لا خو وختي دی چې د دې جرګې د اغېزو او پایلو په اړه دې خبرې وشي.