ایا پاکستان د افغانستان د خاورې یوه برخه لاندې کړې ده؟

- Author, علي حسیني
- دنده, د بيبيسي د حقیقت موندنې څانګه
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډیورند کرښې اوږدو کې (په پکتیکا ولایت کې) تازه یو داسي څه رامنځته شوې چې دا ګمان او ګونګوسی یې پیدا کړی، چې ګواکې پاکستان د افغانستان د خاورې لږ تر لږه ۱۲ کیلومتره خاوره د اغزن تار لګولو سره له ځان سره یوځای کړې ده.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت بیا وايي د افغانستان سرحدي سیمې د دغه حکومت د امنیتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دي.
روانه اونۍ کې د ایکس ټولنیزې شبکې د پاکستاني کاروونکو پر حسابونو یوه ویډیو لاس په لاس شوه چې ورسره دا جمله لیدل کېدل ''د پاکستان نقشه پراخیږي.''
په دې ویډیو کې ظاهراً د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډیورند کرښې هغه برخې ښودل کیږي، چې د پاکستان له لوري اغزنې کټارې لګول شوي. او ورسره دا هم لیکل شوي:''پاکستاني ځواکونو له طالبانو نیول شوې خاوره د اغزنو کټارو په لګولو سره د تل لپاره خپله کړه.''
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ Instagram پای
دا سیمه چیري ده ؟
د پکتیکا ولایت په سوېل لوېدیځ کې (چې له پاکستان سره پوله لري) یوه داسې سیمه لیدل کېږي چې د یوې تړانګې په څېر د پاکستان لوري ته غځېدلې ده.
د ګوګل ارت (Google Earth) سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې په وروستیو نږدې څلورو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر دغه سیمه اغزنه کټاره لګېدلې ده.
پاکستان له ډېرې مودې راهیسې له افغانستان سره د ډیورند کرښې اوږدو کې د کټارې لګولو په حال کې دی.
د دې سیمې اندازه لږ تر لږه ۳۲ کیلومتره مربع ده.
هغه پېښه چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې شوې، د همدې سیمې له غاړې سره تړاو لري.


د عکس سرچینه، Taliban Defense Ministry
د سپوږمکۍ انځورونو ښیې، چې دا سیمه د اغزن تار په مټ د افغانستان له خاورې بېله شوې ده. دا اوږده تړانګه شاوخوا ۳۲ کیلومتره مربع پراخوالی لري، چې د اغزنو کټارو په لګولو سره د افغانستان له خاورې جلا شوې ده
که د پاکستان او افغانستان تر منځ زرګونه کیلومتره لګول شوي اغزن تار ته وګورو، چې له ختیځ لوری یې د پاکستان او لوېدیځ لوری یې د افغانستان خاوره ګڼل کېږي، نو د دې وروستۍ لګول شوي کټارې له مخې، پاکستان دا «لـا» شکل سیمه په یو ډول له خپلې خاورې سره یوځای کړې ده.

د سپوږمکۍ انځورونه ښيي چې د کب (حوت) له ۱۶مې نېټې وړاندې هغه کټاره چې دا سیمه یې اوس بېله کړې ده، نه ښکاري، خو له درېیو ورځو وروسته دا کرښه لیدل کېږي.
ددې سیمې اوږدوالی چې په دې کرښې سره جلا شوې ده او د پاکستان لور ته ده، لږ تر لږه ۱۲ کیلومتره دی.
بل ټکی، د یوې بلې کټارې لګول دي؛ وروسته له دې چې پورته یاده شوې کټاره بشپړه شوه، د همدې سیمې په بله برخه کې یوه بله کرښه هم ایستل شوې ده.
دا کټاره کټ مټ د هماغې سیمې په خوله کې ده چې د (لـا) بڼه لري. دا کټاره له ډیورند کرښې د دیارلس نیم کیلومتره څخه په زیاته فاصله کې او د افغانستان د خاورې دننه غځول شوې ده.

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ټولې سیمې د امنیتي ځواکونو تر واک لاندې او هېڅوک باید د افغانستان د خاورې د یوې برخې په اړه اندېښنه ونه لري.
نن هم د طالبانو حکومت د دفاع وزارت یوه ویدو خپره کړه چې په کې دطالبانو حکومت د لوی درستیز مرستیال، مالي خان صدیق لیدل کېږی او وایي چې د پکتیکا ولایت تروې ولسوالۍ کې دی. ده خپلو خبرو کې داغزن تارلګولو سره د کټارو جوړل "د رسنیو تبلیغات" وبلل او وې ویل "تاسې ګورئ زمونږ ځواکونه ټولو ځایونو کې شتون لري، که نړیوالې رسنۍ راځي مونږ ورسره ستونزه نلرو".


















