کوټه کې د ګازو پر نل لیکې چاودنه، ګڼو سیمو ته د ګازو لېږد ځنډیدلی

اور لګیدلی

د عکس سرچینه، Baloch Post

د عکس تشریح، بلوڅ ازادي غوښتونکو پر ګڼو اهدافو د بریدونو ادعاوې کړې دي.
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

پاکستان کې د ګازو د لېږد پر یوه مهمه نل لیکه د کوټې اخترآباد سیمه کې چاودنه شوې چې له کبله یې د بلوچستان مرکز او ځینو ولسوالیو ته د ګازو لېږد بند شوی دی.

دا د ګازو دا پایپ لاین ۱۸ انچه قطر لري، چې له ویجاړۍ وروسته یې په سیمه کې د اور لمبې او دود خپور شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې دا چاودنه د (مارچ پر دېرشمه) شپې مهال شوې له دغې چاودنې وروسته د ګازو پرچاوی پیل شوې ده

لګېدلی اور اوس کنترول شوی خو وړاندې د اور تودو لمبو د سیمې خلک اندیښمن کړي وو.

د بلوچستان د سوی سدرن ګازو شرکت یوه مسول رسنیو ته ویلي چې د امنیتي ځواکونو له خوا د تصفیوي عملیاتو بشپړیدو وروسته به د زیان کچه اعلان کړي. چارواکو ویلي د ګازو دغې نل لیکې ترمیم لپاره باید له کراچۍ نوی پایپ راوړل شي او په ټکو یې دا چاره ښایې څو ورځې وخت ونیسي.

د ګازو نل لیکې تخریب شوې برخه
د عکس تشریح، سیمه کې سرچینې وايي د اور لمبې کابو شوې خو د ګازو لېږد ځنډیدلی

دا نل لیکه پاکستان کې د مشهور ګاز (سوی ګاز) اړوند بلل کېږي.

بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک (بي‌اېل‌اې) د دغې او بلوچستان کې د ګڼو نورو بریدونو مسولیت منلی دی.

دوی ځینې ویډیوګانې هم خپرې کړې چې پکې د اور لمبې ښکاري او ادعا کوي چې ددې برید وروسته اخیستل شوي.

دغې ډلې پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوې بیان کې ویلي ' موږ به په خپل ټول توان د خپلو سرچینو او پانګې د لوټمار او غلا مخه نیسو.'

بلوڅ ازادي غوښتونکو ادعا کړې چې د دغې نل لیکې ګاز کوټه کې د پاکستاني پوځیانو مرکز ته لېږدول کېده چې اوس یې پرې کړی دی.

د بي‌اېل‌اې یوه ویاند جیند بلوچ رسنیو ته په یوه لیږلي خبرپاڼه کې ادعا کړې چې له تېرې ورځې راهیسې یې د پاکستاني پوځیانو خلاف له دېرشو ډېرې حملې کړي دي. بي‌اېل‌اې په وروستیو بریدونو کې د " لسګونو پاکستاني سرتېرو د وژلو ادعا هم کړې."

پاکستاني چارواکو د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي خو پرون یې د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د شپږو وسله والو په ګډو د ۱۱ کسانو وژل کېدل تایید کړي وو.