ایا موږ له ۱۹۷۰مو کلونو څخه هم د تېلو له جدي کړکېچ سره مخ کېږو؟

د عکس سرچینه، James Pozarik/Liaison via Getty Images

د عکس تشریح، د تېلو په بیو کې اوسني توپیرونه له هغې ډېر پراخه دي چې نړۍ د روسیې او اوکراین له جګړې راهیسې تجربه کړې.
    • Author, راچېل کلون
    • دنده, د بي بي سي نړیوالې څانګې اقتصادي خبریال
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د نړیوالې انرژۍ په ځانګړي ډول ( نفتو او تېلو) لېږد لپاره د هرموز تنګي له تړل کېدو میاشت اوړي، دې خنډ او ځنډ نړۍ د هغو ننګونو پر لور روانه کړې چې د ۱۹۷۰مو کلونو د تېلو بحران پرتله ډېرې سختې بلل کېږي.

د بیړیو چلولو یو کارپوه او سوداګر لارس ینس بي بي سي ته ویلي د امریکا-اسرائیلو او ایران جګړه ښايي له ۱۹۹۰مو کلونو څخه هم پراخه اقتصادي ګډوډي او د تېلو کړکېچ رامنځته کړي.

دا څرګندونې د نړیوالې انرژۍ د ادارې د مشر فاتح بېرول له هغه خبرداري وروسته جدي شوي چې په ټکو یې " نړۍ د انرژۍ د خوندیتوب تاریخ کې ترټولوی ګواښ سره مخ ده."

نوموړي بي بي سي ته ویلي "دا ګواښ له هغې څو برابره لوړ دی چې نړۍ ورسره په ۱۹۷۰مو کلونو کې مخامخ شوې وه، د تېلو په بیو کې توپیرونه له هغې ډېر پراخه دي چې نړۍ د روسیې او اوکراین له جګړې راهیسې تجربه کړې."

د هرموز تنګي بندېدو له کبله د نړیوال اقتصادي نظم د ګډوډېدو له ټولو اټکلونو سره ځینې بیا دا استدالال هم کوي چې نننۍ نړۍ ښه مقاومت لري.

د ۱۹۷۰مو کلونو د تېلو کړکېچ څنګه و؟

د ۱۹۷۰ لسیزې د نفتو کړکېچ له اوسني کړکېچ څخه ځینې توپیرونه درلودل خو اغېزې یې لکه د اوس ښکاره وې. د کرسټول انرژۍ په نوم د انرژۍ یوه شرکت اجراییه مشرې او اقتصاد پوه ډاکټر کارول نخلې بي بي سي ته ویلي چې هغه مهال د نفتو یا تېلو له درکه رامنځته شوی کړکېچ په لوی لاس د یوې قصدي سیاسي پرېکړې پایله وه.

د ۱۹۷۳م کال اکتوبر میاشت کې د نفتو تولیدوونکو عربي هېوادونو د امریکا په مشرۍ پر یو شمېر هېوادونو د نفتو بندیز ولګاوه، ځکه چې هغوی د یوم‌ کپور جګړې پر مهال له اسراییلو ملاتړ کړی و. له دې بندیز سره هم مهاله د نفتو په تولید کې هم همغږی کمښت رامنځته شو.

ډاکټر نخلې وايي "پایله یې دا وه چې د څو میاشتو په موده کې د نفتو بیې نږدې څلور برابره لوړې شوې او دې حالت نړیوال داسې اقتصادي او مالی کړکېچ رامنځته کړ چې ژورې اوږد مهاله اغېزې یې پرېښودې."

د بلفاسټ د کوینز پوهنتون څېړونکی ډاکټر هیني وايي د نفتو لوړو بیو په ټولو برخو کې انفلاسیون رامنځته کړ، "چې له امله یې کاروبارونه محدود شول او بې‌کاري نوره هم لوړه شوه."

هغه وویل: "دې وضعیت پراخې ټولنیزې اغېزې درلودې؛ د ګڼو هېوادونو ټولنیز جوړښت یې زیانمن کړ، پراخ اعتراضونه وشول، ګډوډي یې ډېره او له پخوا ډېر کسان بېوزله شول." ویل کېږي دا مهال ډېرو کورنیو د ورځني ژوند ښه تېرولو او مهمو توکو رانیول توان نه درلود.

د امریکا او برتانیې اقتصادونه د ۱۹۷۳ څخه تر ۱۹۷۵ پورې په رکود کې وو، دغه کړکېچ برېتانیا کې د هغه مهال محافظه‌کار حکومت د نسکورېدو یو مهم لامل هم بلل کېږي.

د تېلو په اوسني کړکېچ کې څه پېښېږي؟

د عکس تشریح، خارګ ټاپو چې د ایران د تېلو صادراتو مرکز بلل کېږي

له هغې راهیسې چې امریکا او اسرائیلو شاوخوا میاشت مخکې له ایران سره جګړه پیل کړې، د هرمز تنګی په عملي ډول د کښتيو د تګ راتګ پر مخ تړل شوی او یا که ووایو خورا محدود شوی دی.

دغه وضعیت د خلیجي هېوادونو د نفتو، ګازو او نورو اساسي توکو د لېږد بهیر ګډوډ کړی، هغه سیمه چې عموماً د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه نفت صادروي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خلیج د نفتو د بیا بهېدو لپاره بېلابېلې لارې ازمویلي دي، چې پکې له متحدو هېوادونو د جنګي بېړیو د لېږلو غوښتنه او ایران ته د لا سختو ګوزارونو ګواښ هم شامل دی.

خو ینسن، چې اوس د وېسپوچي مېرټایم د سلاکارۍ شرکت مشري کوي، بي‌بي‌سي ته وویل چې ډېری هغه نفت چې له خلیجي هېوادونو تر یوې میاشتې مخکې وتلي وو، لا هم د نړۍ بېلابېلو تصفیې خانو ته رسېږي چې تر ډېرې کچې یې اړتیا پوره کړې، خو ښايي دغه بهیر ډېر ژر ودرېږي.

هغه وویل د نفتو هغه کمښت چې رامنځته شوی ښآيي داسې زر پوره نشي ان که د هرمز تنګی سر له سبا هم د بیړیو پر مخ پرانېستل شي. نوموړی وايي نړۍ ښآيي د انرژۍ له لوړې بیې او سخت حالت سره مخ شي چې که حالت عادي کېږي هم اغېزې یې ښايي له شپږو میاشتو تر یوه کاله دواړم وکړي.

ایا اوسنۍ کړکېچ له ۱۹۷۰مو کلونو هم خرابیدای شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images/BBC

د عکس تشریح، د ایران، امریکا او اسرائیلو ترمنځ جګړې په ټوله نړۍ کې د سون‌ توکو پر بیو اغېز کړی دی.

د عربي انرژۍ د کلب عمومي منشي اغلې نخلې زیاته کړه "د نفتو نړیوال بازار د ۱۹۷۰ لسیزې په پرتله ډېر متنوع شوی، او د نفتو عمومي مصرف هم د پام وړ راکم شوی دی."

نوموړې وايي که ،څه هم اوسني نرخونه لوړ دي، خو د نن ورځې کړکېچ د هغه وخت په اندازه سخت نه دی.

هغې زیاته کړه: "سره له دې چې هغه توپیرونه او بیې چې موږ یې وینو د حجم له پلوه مهمې دي او ښايي چې د وروستیو لسیزو له تر ټولو لویو ګډوډیو څخه وي خو ټينګار کوي چې نننی بازار د ۱۹۷۰ لسیزې پرتله خورا زیات مقاومت لري او بیړنیو حالاتو ته له پخوا چمتوالی هم اوس ښه نیول کېږي."

په بریتانیا کې د پانګونې او انرژۍ د څيړنو یوه مرکز مشر جوئل هنکاک دا حالت له څو نور اړخونو هم پرتله کړی او په ټکو یې د ۱۹۷۰ لسیزې کړکېچ په ځانګړي ډول په پرمختللو هېوادونو اغېز درلود، هغو هېوادونو مالي وړتیا او "سیاسي ځواک" درلود او له رامنځته شوې کړکېچ سره یې د مقابلې لارې هم سنجولی شوې. خو وايي اوسنی کړکېچ په عمومي ډول پر پرمختیايي هېوادونو او یا شاته پاتې هېوادونو ډېر اغېز کوي. ښاغلی هنکاک وايي اوسنی کړکېچ به په "هغو هېوادونو ډېر اغېز وکړي چې لازمې ادارې، مالي ثبات او بودیجوي وړتیا نه لري."

هنکاک بیا په دې باور دی چې د نن ورځې کړکېچ ښايي "هغه ورځ پای ته ورسېږي چې جګړه راکمه شي او تاوتریخوالی پای ومومي."

خو له دې ټولو تحلیلونو سره سره عمومي نظر دا دی چې که جګړه غزیږي کړکېچ به ډېر ژور او د راتلونکي په اړه به تمې خورا کمې شي. خو بالعکس که شخړه زر پای ته ورسیږي ښايي د ثبات لوري ته هم چټک ګامونه واخېستل شي.