له اوږده انتظار وروسته سلګونه کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي
د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یوسف خان ځدراڼ
- دنده, بيبيسي، لندن
- د لوستلو وخت: ۳ دقیقې
پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ له دوو غونډو وروسته د افغان کډوالو په کډو بار ځینې لارۍ د چارشنبې پر ورځ د تورخم له لارې خپل هېواد ته اوښتي دي.
بي بي سي ته په وررسیدلو ویډيوګانو کې ښکاري چې پر کډو بار لسګونه هغه لارۍ چې له اوږدې مودې راهیسې ولاړې وې د تورخم د خلاصیدو له خبر سره د افغانستان خوا خوځیدلې دي.
په سیمه کې یو شمېر خبریالانو او افغانستان ته ستنېدونکو افغانانو بي بي سي ته ویلي 'له لنډي کوتله لسګونه ګاډي د چارشنبې پر ورځ د ګلاب پنډغالي ته رسېدلي چې له تلاشۍ وروسته د تورخم پر لوري ځي.'
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له ترېنګلتیا سره چې له امله یې دا لار تړل شوې وه سلګونه افغانان د پاکستان خوا ته لنډي کوتل کې بندې پاتې وو چې د لارې خلاصیدو ته یې شېبې شمېرلې. د لارې بندیدو له کبله د ګڼ شمېر کورنیو روژه او اختر په لاره تېر شو او دوی له خوړو نیولي تر څښاک له بېلابېلو ستونزو سر ټکاوه.
تېره اونۍ دا لار یوازې د پاکستان په بېلابېلو زندانونو کې د بندي افغانانو پر مخ خلاصه شوې وه چې پر کرښه له بیا شخړې وروسته په لنډمهالي ډول بیا وتړل شوه.
د سې شنبې پر ورځ د تورخم دروازې د بیا خلاصیدو اعلان وشو خو تورخم کې د سکېنرو او تلاشۍ ماشینونو خرابوالي له کبله پر کډو بار لاریو ته د اوښتو اجازه نه وه ورکړل شوې.
په تورخم کې ازاد خبریال مهراب اپریدي بيبيسي ته ویلي، د لارو خلاصیدو لپاره په لوړه کچه کومه ډيپلوماټیکه ناسته نده شوې بلکې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ځینې ځايي استازي په تورخم کې د ناستې پر مهال د لارې په پرانستو سلا شوې.
دی وايي، د دواړو خواو د موافقې له مخې به هره ورځ د تورخم لاره د سهار له اته بجو د شپې تر اتو بجو پرانیستی وي.
څومره افغانان بېرته ستانه شوي؟
د عکس سرچینه، EPA
د تورخم دروازې د خلاصیدو پر لومړۍ ورځ د اوښتو کډوالو رسمي شمېر نه دی معلوم خو تورخم ته نږدې جمرود او لنډي کوتل کې مرستندویه بنسټونو د چارشنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل 'دوی له شپیته ډېرې په کډو بار لارۍ شمېرلې چې د تورخم پر لوري وخوځیدې.'
ټولنیز فعال اسلام اپریدي چې د کړکېچ له پیل راهیسې یې پر لاره د بند پاتې افغانانو خدمت ته اوږه ورکړې وايي ' د چارشنبې پر ورځ مو ګڼ شمېر کډوال د تورخم پر لوري رخصت کړل.'
هغه پر خپلو ټولنیزو پاڼو یوه ویډيو هم خپره کړې چې پر کډو بار لارۍ پکې د حرکت په حال کې دي او دوی ورسره خدای پاماني کوي.
بل خوا افغانستان کې د طالبانو حکومت د ورستنیدونکو افغانانو لپاره د پوره چمتوالي خبر ورکړی دی.
ننګرهار کې د ولایتي ادارې یوه چارواکي صدیق الله قریشي رسنیو ته ویلي "د تورخم دروازه د افغان کډوالو د راستنېدو پر مخ پرانیستل شوه. د تورخم په عمري کمپ کې د ټولو کمېټو کارکوونکي په پوره چمتووالي سره ولاړ دي ترڅو راستنېدونکو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي."
ښاغلي قریشي ټینګار کړی چې لاره یوازې د هغو خلکو لپاره پرانیستل شوې چې له کډو سره افغانستان ته اوړي.
د چارشنبې پر ورځ په تورخم کې د خیبر پښتونخوا هغو محصلینو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې چې د ژمي له رخصتیو ختمېدو وروسته افغانستان ته د زدکړو د دوام لپاره روان وو.
دوی رسنیو ته په یوه لېږلې پیغام کې له اړوند افغان او پاکستاني چارواکو غوښتي چې د ځمکې له لارې د تګ زمینې ورته برابرې کړي. محصلینو ویلي د کمزوري اقتصاد له کبله د هوا له لارې د سفر امکانات نه لري.
د پاکستان حکومت شمېرې بیا ښيې چې له سې شنبې ورځې راهیسې نږدې زر افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته اوښتي چې پکې سړي ښځې او ماشومان وو. په همدې ورځ د سپین بولدک له لارې هم د نږدې ۱۲۰۰ کسانو د اوښتو رسمي شمېرې اعلان شوې دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال سپتمبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو په زور د ستنولو لړۍ پیل کړي، دې لړۍ وخت په وخت د نړیوالو ادارو او بشري بنسټونو اندیښنې پارولي خو پاکستاني چارواکو دا لړۍ لا چټکه او له پخوا جدي کړې وه.
د شمېرو له مخې تېرو نږدې دریو کالونو کې دوه میلیونه او دوه لکه افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو او نورو بشري بنسټونو افغانستان ته د ستنیدونکو کډوالو سره د لازمې همکارۍ غږ کړی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته