طالبانو حکومت وايي، د تخنیکي ستونزو له کبله د پاسپورټونو وېش لړۍ بندوي

مخکې طالبانو ویلي و، ټولې هغه افغان تذکزې او پاسپورټونه چې د پخواني حکومت لخوا وېشل شوي دي، د اعتبار وړ دي (ارشیف تصویر)

د عکس سرچینه، ECONSULATE.GOV.AF

د عکس تشریح، طالبانو پروسږ کال ویلي و، ټولې هغه افغان تذکزې او پاسپورټونه چې د پخواني حکومت لخوا وېشل شوي دي، د اعتبار وړ دي (ارشیف تصویر)

په افغانستان کې د طالبانو حکومت کورنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د پاسپورټونو چاپ برخه کې د ځینو تخنیکي بدلونونو راوستلو په پار د شنبې له ورځې د پاسپورټ ورکولو لړۍ بندوي.

د پاسپورټ ریاست له لوري په دې هکله یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي، د تلې میاشتې له ۱۶ نېټې وروسته به د پاسپورټونو وېش لړۍ بنده شي.

په دې اعلامیه کې نه دي ویل شوي، چې تر څومره وخته به دا لړۍ بنده وي، خو د اعلامیې په ټکیو د وخت په تېرېدو د پاسپورټ ادارې ماشینونه ''بیا رغاونې یا بدلون '' ته اړتیا لري او له همدې کبله له مراجعینو غوښتل شوي چې ''تر بل اعلانه '' د پاسپورټ تر لاسه کولو لپاره د پاسپورټ لوی ریاست ته له ورتلو ډډه وکړي.

د یادونې ده، چې له دې مخکې هم د پاسپورټونو په چاپ او وېش کې د خنډ او ځنډ شکایتونه کېدل.

په تېره مې میاشت کې طالب چارواکو وویل، له یوه لیتوانیايي شرکت سره یې د افغانستان لپاره د درې میلیونه ټوکه پاسپورټونو د چاپولو پر خبرو بوخت دي.

د پاسپورټ لوی ریاست چارواکو هغه مهال له بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، چې له دې شاوخوا نیمايي پاسپورټونه وار له مخه چاپ شوي، خو د نورو چاپ دمګړۍ د ځینو ستونزو له کبله درېدلی دی.

هغه مهال هم د دې ''ستونزو '' جزیات نه وو ورکړل شوي او د طالبان په تازه اعلامیه کې هم داسې تفصیل نه دی بیان شوی.

د یادونې ده، چې پوره یو کال مخکې د ۲۰۲۱ کال په همدې اکتوبر میاشت کې د طالبانو حکومت د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د ورکړې لړۍ بېرته پیلولو اعلان وکړ، خو له هغه راهیسې په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان په سفارتونو کې د پاسپورټونو کمښت شکایتونه معمول ګرځېدلی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د پاسپورت رياست د تېر کال وروستیو کې اعلان وکړ چې کابل کې به د پاسپورټ لپاره غوښتنليکونه يوازې په انلاين بڼه منل کېږي.

طالب چارواکو د دغې پرېکړې لامل د مراجعينو د سرګردانۍ او د ګڼې ګوڼې د جوړېدو مخنيوى بللى وو.

د تېر کال له اګست میاشتې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شول، له هېواده د لسګونه زره افغانانو وتل هم یو لامل بلل کېږي، چې له کبله یې د پاسپورټونو ترلاسه کولو غوښتنه ډېره شوې او دغه راز په بهر کې هم د افغانستان په سفارتونو کې د پاسپورټونو کمښت یا نشتوالي خبره کېږي.