طالبان وايي، د پاسپورټونو او تذکرو د ورکړې بهير پيلېږي

د عکس سرچینه، ECONSULATE.GOV.AF
د پاسپورټ رياست چارسمبالي عالم ګل حقاني په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې د پاسټورټونو د وېش لړۍ بېرته پيلېږي او وايي اوس مهال ۲۵ زره پاسپورتونه د وېش لپاره چمتو دي.
تر دې وړاندې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د يوې وينا پاڼې په خپرولو سره ويلي وو، چې د کورنيو چارو وزارت ته د پاسپورټونو او پېژندپاڼو د لړۍ پيلولو دنده سپارل شوې ده.
همدا ډول د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د پاسپورت رياست له ښځينه کارکوونکو غوښتي چې خپلو دندو ته ستنې شي. د دغه وزارت وياند سعيد خوستي وويل چې اوس مهال پاسپورتونه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نامه ورکول کېږي.
د پاسپورټ او پېژندپاڼو د ورکړې بهير داسې مهال پېلېږي چې ګاونډيو هېوادونو لا هم د افغانانو پر وړاندې خپلې پولې تړلې، او کابل هوايي ډګر ته الوتنې هم خورا محدودې دي.
له دې مخکې طالبانو ویلي و، ټولې هغه افغان تذکزې او پاسپورټونه چې د پخواني حکومت لخوا وېشل شوي دي، د اعتبار وړ دي او د افغان دولت د رسمي اسنادو په توګه ترې کار اخیستل کېدای شي.
باختر اژانس د طالبانو د ویاند او د دې ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي و، داسې احتمال شته چې په راتلونکې کې به پر تذکرو او پاسپورټونو 'د افغانستان اسلامي امارت' لیکلي وي.
پخپله د ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي بي بی سي ته هغه مهال وویل، په راتلونکي کې به تذکرې او پاسپورټونه د نوي طرز العمل او چوکاټ له مخې جوړېږي او په دې اړه کار روان دی.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته د ګڼو نورو دولتي ادارو په څېر د پاسپورټ ریاست او د کورنیو چارو وزارت د تذکرو د وېش څانګې چارې هم په ټپه درېدلې وې.
د پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د واک وروستیو ورځو کې دې ادارو ته د خلکو ګڼه ګوڼه او غوښتنلیکونه په بېساري ډول زیات شوي وو، ځکه ګڼو افغانانو هڅه کوله چې له هېواده د وتلو لپاره پاسپورټ ترلاسه کړي.
دا ستونزه یوازې په افغانستان کې دننه نه ده، بلکې له هېواده بهر د افغانستان ګڼو سفارتونو کې هم تر اوسه د پاسپورټونو او تذکرو د وېش لړۍ درېدلې ده.



















