BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ ټلويزوني خپرونه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
حقیقت موندنه
کور پاڼه
ژوندۍ ټلويزوني خپرونه
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
حقیقت موندنه
د عکسونو البوم: په ذهني ناروغیو د اخته ښځو حال
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
د عکس تشریح،
که څه هم افغانستان کې ښځې له ډېر څه بې برخې دي، خو که ذهني ناروغي ولري بیا نو ژوند ورته لا ډېر ګران شي.
د مطلب په اړه جزییات
۱۷ وری ۱۳۹۶ - ۶ اپریل ۲۰۱۷
د عکس تشریح،
په دې هېواد کې یوازې دوه نادولتي مرکزونه دي چې په سختو ذهني ناروغیو د اخته شاوخوا سلو ښځو ساتنه کوي، حال دا چې افغانستان کې زرګونه کسان په ورته ناروغیو اخته دي.
د عکس تشریح،
دا دوه مرستونونه د افغان سرې میاشتې ټولنې له خوا د ذهني ناروغو مېرمنو لپاره جوړ شوي.
د عکس تشریح،
زموږ همکار عبیدالله حسام کابل کې ددې ټولنې یوه مرستون ته تللی چې شاوخوا اتیا ښځینه ناروغانې پکې ساتل کیږي.
د عکس تشریح،
په کابل کې د افغان سرې میاشتې ټولنې په یوه مرستون کې یوشمېر ښځې چې وایي په ذهني ناروغیو اخته دي راټولې شوې وې، سندرې ویلې او نڅاګانې یې کولې. په همدې کار یې خپل ذهنونه بوخت ساتي.
د عکس تشریح،
دغه مرستون کې نژدې اتیا مېرمنې د ناسم ذهني توازن ګډ درد سره یو ځای کړي دي.
د عکس تشریح،
په دوی کې د ژوند خبرې لږې کیږي، خیال یې هم د مرګ په کیسو سر وي.
د عکس تشریح،
فرشته او نیلوفر دوه خویندې دي، یوه بله خور یې همدلته د دوی په څنګ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
د عکس تشریح،
یوه بله بیا هاخوا د خونې په یوه ګوټ کې ناسته او په ژړا سر وه.
د عکس تشریح،
د مرکز کارکونکې شهناز چې خاله شنهاز یې بلله، راته ویل دا پېغله کرۍ ورځ له دې ځایه د وتلو په هیله ژاړي.
د عکس تشریح،
د افغانستان سرې میاشتې ټولنه چارواکي وايي، د سختو ذهني ناروغو ښځو لپاره د کابل سربېره، په لوېدیځ هرات ولایت کې هم د ښځو لپاره یو ځانګړی مرکز لري، چې شاوخوا ۳۲ ناروغې مېرمنې پکې ساتل کېږي.
د عکس تشریح،
افغانستان کې یوازې دوه نادولتي مرستونونه دي چې ددې خلکو لپاره جوړ شوي.
د عکس تشریح،
د افغان سرې میاشتې په دې مرستون کې هره یوه یې جلا جلا کیسه لري.
د عکس تشریح،
د افغان سرې میاشتې ټولنې د کابل مرستون څلور، څلور کسیزه خونې لري. خو اوس پکې د ځای د تنګوالي او امکاناتو نشتوالي له امله شل ناروغې ښځې ساتل کیږي.
د عکس تشریح،
مرستون ته له ورتګ سره یوې یې له لاسه ونیولم، ګواښونه یې کول: '' که مې له دې ځایه ونه باسې، اعداموم دې. ''
د عکس تشریح،
په دې مرکز کې د شاوخوا اتیا ناروغو مېرمنو لپاره یوازې یو حمام دی.
د عکس تشریح،
په دې مرستون کې ناروغې مېرمنې له خپل درده سره د کورنۍ د لرېوالي غم هم ګالي او هره یوه په دې کړکۍ کې د خپلو خپلوانو په لیدو پسې سترګې ځغلوي.
د عکس تشریح،
افغانستان کې لا کره شمېرې نشته چې څومره کسان له ذهني پلوه سخت ناکراره دي.
لنډې ویډیوګانې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
07:33
ویډیو,
د پاکستاني پوستو ډزو د نورستان برګمټال او کامدېش ولسوالیو لارې تړلې دي
, موده 7,33
00:16
ویډیو,
د الوتکې مسافرو د ارټمیس II الوتل ولیدل
, موده 0,16
00:20
ویډیو,
بېروت کې پر یوې ودانۍ د توغندي د لګېدو شېبه
, موده 0,20
00:49
ویډیو,
اصفهان کې لویې چاودنې او د اټومي مرکز اغېزمنېدل
, موده 0,49
01:09
ویډیو,
ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي دی
, موده 1,09
01:08
ویډیو,
د امریکايي جنګي الوتکې پر وړاندې د توغندیز برید په اړه څومره پوهېږو؟
, موده 1,08
00:40
ویډیو,
طالبانو له حکومته د افغان نجونو غوښتنه
, موده 0,40
02:19
ویډیو,
ایا پاکستان د افغانستان د خاورې یوه برخه لاندې کړې ده؟
, موده 2,19
01:33
ویډیو,
د ایران- امریکا او اسرائیل جګړه: د توغندیو د مخنیوي سیستمونه څنګه کار کوي؟
, موده 1,33
02:23
ویډیو,
هغه افغان هنرمند چې اړ شو کلونه امریکا کې قصابي وکړي
, موده 2,23
مهم خبرونه
کابل: د پاکستان دبریدونو له امله افغانستان کې "۲۷ زره " کورنۍ بې کوره شوي
۵ ساعتونه وړاندې
ژوندۍ پاڼه
,
'ټرمپ د ایران پر کرج پل د برید تائید تر څنګ ګواښ وکړ، 'داسې نورې پېښې به هم وشي
ناسا سپوږمۍ ته د دایمي اډې جوړولو د هڅې په موخه ارټمیس ۲ فضايي بېړۍ واستوله
۶ ساعتونه وړاندې
ځانګړي مطالب
ملګرو ملتو افغانستان کې "په سم لاسی ډول" پر ښځینه کارکوونکو د بنديز لرې کولو غوښتنه کړې
۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶
ایا موږ له ۱۹۷۰مو کلونو څخه هم د تېلو له جدي کړکېچ سره مخ کېږو؟
۱۲ وری ۱۴۰۵ - ۱ اپریل ۲۰۲۶
تورخم دروازه د ایسارو افغانانو د اوښتو لپاره بیا پرانیستل شوه
۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶
افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي
۱۱ وری ۱۴۰۵ - ۳۱ مارچ ۲۰۲۶
درس
تر ټولو ډېر لوستل شوي
۱
چېن کې د کابل او اسلام اباد خبرې
۲
کابل: د پاکستان دبریدونو له امله افغانستان کې "۲۷ زره " کورنۍ بې کوره شوي
۳
ټرمپ ولې د ایران د جګړې په اړه مهمې پوښتنې بېځوابه پرېښې؟
۴
ناسا سپوږمۍ ته د دایمي اډې جوړولو د هڅې په موخه ارټمیس ۲ فضايي بېړۍ واستوله
۵
پر ایران د امریکا او اسرائیل بریدونو کې لږترلږه ۳۱ افغانان وژل شوي دي
۶
د کالوري حسابولو پرځای په هوښیارۍ خواړه وخوړئ
۷
د غزې جګړې پر مهال یوه زېږېدلې ماشومه دوه کاله وروسته د مور غېږې ته رسېدلې
۸
افغانستان: د طالبانو حکومت له روسیې د نفتي توکو واردات لوړول غواړي
۹
له تاریخه مهمې زده کړې: ایا ایران د ټرمپ لپاره د سویز ناورین دی؟
۱۰
ایا موږ له ۱۹۷۰مو کلونو څخه هم د تېلو له جدي کړکېچ سره مخ کېږو؟