د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر وټاکل شو
د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني، امام محمد وریماچ د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.
تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله، عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مقام ته له اتو نوماندانو کسانو سره مرکې وکړې چې په پایله کې د همدې کمېسیون کارکوونکی امام محمد وریماچ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د نوی مشر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې د دارالانشاء د مشر نوم د کمېسیون د ډېری غړو لخوا وړاندیز کېږي او د ولسمشر له تایید وروسته پر دنده ګومارل کېږي.
ښاغلي وریماچ په هند کې لوړې زده کړې او په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسیون د رسنیز کمېسیون غړی و.
ښاغلی وریماچ د نورستان اوسېدونکی دی او د ټاکنو کمېسیون د پخواني مشر یوسف نورستاني په دفتر کې یې هم دنده ترسره کړې ده.
د افغانستان ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ټګیو، برګیو له تورونو وروسته د دغه کمېسیون پخوانی مشر ضیاءالحق امرخیل له خپلې دنده استعفا کړې وه.
په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات راوستل هغه څه دي، چې د افغانستان اوسني حکومت د مشرانو ترمنځ پرې د نوي حکومت جوړولو پرمهال هوکړه شوې وه.
د ټاکنیزو کميسیونونو غړي نژدې درې میاشتې مخکې ټاکل شوي او کار یې پیل کړی، خو د دارالانشاء د مشرتابه لپاره که څه هم کاندیدان یوه میاشت مخکې ولسمشرۍ دفتر ته ورپېژندل شوي وو، خو اوس دغه مقام ته ښاغلی وریماچ ټاکل شوی دی.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته