د ۲۰۱۳م کال غوره کتاب

د نېل ګېمان کتاب چې د کرښې په پای کې سمندر نومېږي، د ۲۰۱۳م کال کتاب نومول شوی چې د لوستونکو زیاتې رایې یې ګټلې دي.
د ښاغلي ګیمان دې ناول د کتاب ملي انعام ګټونکي کېت اتکینسن او دېويد ویلیم مات کړل.
دا ناول د هغه سړي کیسه کوي چې د ماشومتوب کور ته د خښولو مراسمو ته درومي.
د کتاب لیکوال وایي د جایزې په ګټلو سره په جامو کې نه ځایېږي.
ښاغلی ګېمان وایي "ما مخکې داسې کتاب نه و لیکلی چې په دې کچه دې زما زړه ته رانېږدې وي.
دا ناول د ماشومتوب د خاطرو، عجایبو، وېرې او خطر په اړه دی. زه په دې باور نه وم چې دا کتاب به د بل چا خوښ شي. زه ډېر خوش شوم چې دا کتاب زیاتو خلکو او د هغو ملګرو لوستی او خوښ کړی دی."
لیکوال وایي: "د کتابونو ملي جایزې ګټل زما له پاره د خوښۍ ځای و، دا چې د کرښې په پای کې سمندر کتاب دومره مینه وال وموندل او هغه ته یې د ۲۰۱۳م ښه کتاب رایه ورکړه زه له خوښۍ په جامو کې نه ځايېږم."
د ښاغلي ګېمان ناول د کال غږیز کتاب هم بلل شوی دی
د لوستونکو د رايې بهیر د ډسمبر په ۱۹ تر سره شو.
د کال په کتابونو کې د ګیلیان فلوني د نجلۍ ولاړه کتاب، د دېوید جسونز کتاب چې هغه نجلۍ چې ښوونځي ته تلله دا کتاب د ملالې یوسفزۍ په اړه دی، چې نوم یې دی زه ملاله یم.
د تېر کال د کتاب جایزه لیکوال اي. اېل جېمز وګټله چې د کتاب نوم یې و د ګرېۍ ۵۰ سیوري.
همدا شان سایتلین موران کتاب چې د ښځې برخلیک نومېږي او دېوید نیکولاس رومانتیک ناول چې یوه ورځ نومېږي په جایزه ګټونکو کې راغلل.
د جایزې تر تیبوونکې ډام ماري پېرکینز ښاغلي ګیمان ته د دې جایزې مبارکي ورکړه.
هغې وویل، سیالي ډېره سخته وه خو د سیالۍ ګټونکي رښتیا هم د زیات کار او زیار او پنځونې په پایله کې دا جایزه تر لاسه کړه.
ښاغلي ګېمان د (ډاکټر هو) په نوم تلویزیوني سیریال لیکلی او د امریکایي تلویزیوني سریالونو کتاب یې د چاپېدو په حال کې دی.



















