الا پوګاچېوا؛ مشهورې روسۍ سندرغاړې اوکرایین کې جګړه وغندله

Alla Pugacheva, 22 Mar 11

د عکس سرچینه، Getty Images

روسیه کې یوې ډېرې مشهورې او پېژندل شوې سندرغاړې الا پوګاچېوا پر روسي چارواکو غږ کړی چې دا هم له خپل جګړې ضد مېړه 'ماکسیم ګالکین' سره پیوستن لپاره "بهرنۍ عامله" معرفي کړي.‌

د هغې خاوند چې پخپله هم د فلمي صنعت ستوری دی، د جمعې پر ورځ تر هغې وروسته 'بهرنی عامل' ونومول شو چې پر اوکرایین یې د روسیې برید وغانده.

پوګاچېوا پر ټولنیزو رسنیو خپل خاوند "یو رښتینی نه بدلېدونکی وطنپال روسی بللی چې غواړي... د خیالي اهدافو لپاره زموږ د هلکانو مړینه پای ومومي."

د الا پوګاچېوا نوم د خپل هنر له کبله له لسیزو راهیسې د ژبو په سر دی.

هغې ویلي اوکرایین کې د کرملین "تخیلي اهدافو زموږ هېواد بدبخته او زموږ د وګړو ژوند خورا ستونزمن کړی دی."

اغلې پوګاچېوا زیاته کړې، خاوند یې 'ماکسیم ګالکین' چې یو کومېډین، د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکی او سندر غاړی دی "خپل ټاټوبي کې سوله، سوکالي او د بیان ازادي" غواړي.

د روسیې حکومت د 'بهرني عامل' اصطلاح تر ډېره هغو رسنیو، کمپایني ډلو او اشخاصو ته کاروي، چې په زغرده د کرملین پر پالیسو نیوکې کوي.

پوګاچېوا او ګالکین روان کال پر اوکرایین د روسیې له یرغل شاوخوا یوه میاشت وروسته اسراییل ته ولاړل او پوګاچېوا د تېرې میاشتې وروستیو کې له خپلو ماشومانو سره بېرته روسیې ته ستنه شوه.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پېسکوف د روانې سپتمبر لومړیو کې د ښاغلي ګالکین په تړاو وویل "زموږ لوري سره جلا شوي - هغه ډېر بد بیانونه ورکړي."

ماکسیم ګالکین اوکرایین کې د روسي ځواکونو کړنې غندلې او ویلي و چې پر اوکرایین یرغل نشي توجیه کېدلی.

Alla Pugacheva meets President Putin, 22 Dec 14

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الا پوګاچېوا د ۲۰۱۴ کال ډسمبر کرملین ماڼۍ کې ولسمشر پوتین سره د روغبړ پر مهال

پوګاچېوا د شوري اتحاد له وختونو د پاپ موسیقۍ ستورې ده او وخت ناوخت یې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنې کتنې هم شوې‌ دي.

د روسیې حکومت وايي اوکرایین کې له نازیانو سره جګړه کوي، خو دا ادعا یې په نړیواله کچه رد شوې.

ملګري ملتونه وايي د دې جګړې له پیل راهیسې لږترلږه ۵ زره ۷۱۸ ملکي کسان وژل شوي او ۸ زره ۲۰۰ نور ټپي شوي‌ دي.

خو د ملکي مرګژوبلې کره شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

پر اوکرایین د روسیې له برید راهیسې دغه هېواد کې لسګونه زره سرتېرو ته هم مرګژوبله اوښتې او تر اوو میلیونو ډېر اوکرایینیان د اروپا بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.