امریکا پوځ وايي، سوریه کې یې د داعش یو مشر په ډرون برید کې وژلی
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو پوځ وايي، په سوریه کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش' یو مشر په یوه ډرون برید کې وژلی دی.
د امریکايي پوځ په خبره دغه داعش مشر ماهر العقال نومېږي، چې په ټوله نړۍ کې د یادې ډلې له پنځو مخکښو مشرانو یو و او له منځني ختیځه بهر یې د دې ډلې پراختیا چارې سمبالولې.
د امریکايي پوځ قومندانۍ په وینا د دې سړي وژلو عملیات د سوریې په شمال لوېدیځ کې جیندایروس ته نژدې تر سره شوي او ملکي خلکو ته پکې زیان نه دی رسېدلی.
د امریکايي پوځ یوه ویاند ویلي، د سیمې پر وړاندې له خطرونو سره به د دوی مقابله روانه وي.
تازه برید له هغې پېښې پنځه میاشتې وروسته کېږي چې د همدې سوریې په ادلیب کې د داعش مشر ابو ابراهیم هاشمي القریشي د امریکايي ځواکونو یوې چاپې پر مهال په یوه چاودنه کې ځان وواژه.
د روان کال مارچ کې اسلامي دولت نومې ډلې 'داعش ' د خپل مخکیني مشر ابو ابراهیم القریشي وژل کېدل تایید کړل او د نوي مشر نوم یې اعلان کړ.
هغه مهال یوه غږیز پیغام کې چې پر انټرنېټ خپور شوی و، د داعش له لوري ابوالحسن الهاشمي القریشي د نوي 'خلیفه ' په توګه اعلان شو، خو د نوموړي پېژندګلوۍ په هکله هېڅ جزیات نه و ورکړل شوي.
دغه راز په هغه پیغام کې داسې څه نه و ویل شوي، چې ابو ابراهیم القریشي چېرې او کله ووژل شو.
داعش یو مهال د عراق له ختیځه نیولې د سوریې تر لوېدیځ پورې پر نژدې ۸۸ زره مربع کیلومتره ځمکه واکمني کوله او پر نژدې اته میلیونه خلکو یې خپل سخت دریځي اصول وضع کړي وو.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته