بورکینافاسو کې پر کلي برید؛ له ۱۳۰ ډېر کسان ووژل شول
د عکس سرچینه، AFP
د بورکینافاسو شمال ته پر یو کلي د وسلوالو برید کې تر ۱۳۲ ډېر کسان وژل شوي.
چارواکي دا پېښه وروستیو کلونو کې تر ټولو بده بولي.
سولهان کلي کې د شپې برید سره ځايي بازار او کورونو ته هم اور اچول شوی او سوځول شوي دي.
کومې وسلوالې ډلې لا د دې برید مسوولیت نه دی منلی، خو اسلامي توندلاري دغه هېواد په تېره سرحدي سیمو کې یې تر ډېره بریدونه کوي.
دا وسلوال د اسلامي نظام د بنسټولو او شرعي قوانینو د اجرا لپاره دغو سیمو کې فعال دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، دې پېښې "غوسه" کړی دی.
د انتوني ګوتېرش ویاند د نوموړي له خولې وایي: "دا وحشي برید په کلکو ټکو غندم او د توندلارو او د نه منلو انساني مرګ ژوبلې پرضد د ټلوالې د غړو او نړیوالې ټولنې د هڅو دوه برابره کېدلو پر سملاسي اړتیا ټینګار کوم. "
د بورکینافاسو ولسمشر روک کابورا د درې ورځو ملي ماتم اعلانولو سره خپل ټوېټر کې زیاتوي: "موږ باید د شري وسلوالو پرضد یو موټی ودرېږو."
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونه د دې پېښې وژونکو پسې ګرځي.
د سولهان لوېدیځ ته ۱۵۰ کیلومتره لرې تداریات کلي کې هم د جمعې په ورځ په یوه بله پېښه کې ۱۴ کسان ووژل شول.
تېره میاشت د بورکینافاسو ختیځ ته هم یوه برید کې ۳۰ کسان ووژل شول.
د عکس سرچینه، AFP
بورکینافاسو د خپلو نورو ډېرو ګاونډیانو په څېر زیاتېدونکي امنیتي کړکېچ سره مخ ده چې پکې وسلوال بریدونه کوي او خلک تښتوي.
تېره میلادي میاشت د بورکینافاسو پوځ د وسلوالو د بریدونو ځواب کې پراخ عملیات وکړل او د هغه تاوتریخوالي د مخنیوي هڅه کوي چې له تېرو دوو کلونو پکې تر یو میلیون ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۳ کال د مالي شمال کې د وسلوالو لاس ته د ډېرې سیمې په ورتلو سره د افریقا نیم وچ ساحل له بلوا سره مخ دی.
فرانسه د وسلوالو مقابل کې د مالي، چاډ، موریتانیا، نیجیر او بورکینافاسو پوځیانو ملاتړ کوي، خو دا اونۍ یې د وروستۍ کودتا له امله له مالي سره خپله همکاري وځنډوله.
بورکینافاسو
د عکس سرچینه، AFP
د افریقا لوېدیځ کې بورکینافاسو په وچه ایسار هېواد دی او له مالي، نیجیر، بنین، توګو، ګانا یا غنا او عاج ساحل سره پوله لري.
دا سیمه پر ۱۸۹۰ کال د فرانسې ښکېلاکمېنه، خو پر ۱۹۵۸ کال خپلواکه شوه.
تر ۱۹۸۴ کال یې نوم بره ولتا و، خو په همغه کال بورکینافاسو( د پاکو خلکو وطن) ته بدل شو.
له شل میلیونو ډېر وګړي لري چې ۶۰ سلنه مسلمانان او نور عیسویان او د ځايي دینونو پیروان دی.
د دغه هېواد حکومت سیکولر جمهوریت دی، خو اسلامي توندلارو پکې د اسلامي نظام بنسټولو او شریعت پلي کولو لپاره له څو کلونو راهیسې وسلواله مبارزه پیل کړې ده.
بورکینافاسو د کم عایده هېوادونو په ډله کې ده.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته