د داعش ټولوژنه؛ عراقي یزیدیان د خپلو ۱۰۴ مړو پاتې شوني خاورو ته وسپارل
د عکس سرچینه، Getty Images
د عراق په شمال کې یزیدي ټولنې د خپلو هغو ۱۰۴ غړو مړي خاورو ته سپارلي، چې په ۲۰۱۴ کال "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې پر دې سیمه د ولکې پرمهال وژلي وو.
د دغو کسانو د مړو پاتې شوني له ډله ییزو قبرونو رایستل شوي او د نینوی ولایت سینجار غره ته څېرمه په کوچو کلي کې خښ کړل شوي دي.
کله چې داعش د یزیدیانو پر مېنو بریدونه وکړل، زرګونه، سړي، ښځې او ماشومان یې یرغمل او غلامان کړل او پر ښځو یې جنسي تېري وکړل.
د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې دا د دغې ټولنې پروړاندې نسل وژنه یاده شوې ده.
د عکس سرچینه، Getty Images
د یزیدیانو پر وړاندې د مستند کولو د بنسټ مشر خیري علي ابراهیم ویلي، ټول ۱۰۴ وژل شوي سړي دي، چې داعش د ۲۰۱۴ کال په اګسټ میاشت کې وژلي وو.
بغداد کې د پنجشنبې په ورځ مخکې له دې چې دغه مړي کوچو ته یوړل شيو ددغو کسانو او نا پېژندل شویو پوځيانو د جنازې مراسم هم ترسره شول.
پر هر یوه تابوت د وژل شوي سړي عکس لګول شوی و.
د عکس سرچینه، Getty Images
د یزیدیانو د بشري حقونو فعال میرزا دینايي ویلي: "دا لومړی ګام دی چې د قربانیانو د پاتې شونو درنای پکې کېږي او د هغو ښځو، ماشومانو او لپاره د انتقالي عدالت لومړنی ګام دی چې ژوندي پاتې شوي".
"هیله لرم چې موږ به د یزیدیانو د ساتلو لپاره لاس په کار شو چې په راتلونکې کې بیا داسې غمیزه تکرار نه شي".
د عکس سرچینه، Getty Images
یزیدیان د یوه داسې دین پیروان دي چې له زردشتي او لرغونو بین النهرین دینونو سرچینه اخلي. "اسلامي دولت" ډلې زندیق بللي وو.
اټکل دی چې د داعش له برید مخکې عراق کې شاوخوا ۵۵۰٫۰۰۰ یزیدیانو ژوند کاوه. ۳۶۰٫۰۰۰ یزیدیان وتښتېدل او په نورو سیمو کې کډوال شول.
د عکس سرچینه، Getty Images
د بښنې نړیوال سازمان په تېره جولای میاشت کې وویل، شاوخوا ۲۰۰۰ یزیدي ماشومان چې د اسلامي دولت له وحشیانه یرغمل ژوندي پاتې شوي، لاهم پالنې ته اړتیا لري، خو له شدیدو فزیکي او رواني ناروغیو کړېږي.
مهم خبرونه
تر ټولو ډېر لوستل شوي
منځپانګه نه شته